په لوګر ولایت کې د پښتون اباد څخه تر بابوس درې لارې پورې د سړک د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۴۱
لوګر

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د پښتون‌آباد سیمې څخه تر بابوس درې لارې پورې د سړک د قیر اچونې له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاد سړک ۳۱.۶ کیلومتره اوږدوالی لري او د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ په دوو بېلابېلو برخو کې قرارداد شوی دی.

د پروژې په لومړۍ برخه کې سړک د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ له تنګي درې څخه د لوګر ولایت تر شولک سیمې پورې غځېدلی او دویمه برخه یې له شولک سیمې څخه د کلنګار او بابوس له لارې تر پل‌علم ښار پورې رسېږي.

د څارنې پر مهال د سړک د قیر اچونې، تخنیکي معیارونو د تطبیق او د کار د کیفیت د لوړولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې، څو د پروژې چارې د منظور شوو معیارونو سره سم پر مخ ولاړې شي.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي چې د یادې پروژې چارې به په دوامداره توګه تر څارنې لاندې وي، څو د خلکو لپاره د معیاري او خوندي ترانسپورتي شبکې د برابرولو هدف ترلاسه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۸
Background image

په فراه ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه د باغ پل ساحه وڅېړل شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار اړوند د باغ پل ساحه تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوه.

یاده ارزونه د دې لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا چارې په پنځه بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي او د بنسټیزو پروژو د کیفیت او معیاري تطبیق جدي څارنه هم دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په هڅو او د لازمو اسانتیاوو او زمینې برابرولو سره، دا مهال د نوي کابل ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د ریګ روان په سیمه کې د راستنو شویو مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت