له لوګر ولایت څخه څه باندې درې میلیونه افغانۍ عواید راغونډ شوي

it_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۵:۴
aaied

د لوګر ولایت د ښاري پراختیا او ځمكو ریاست په دې وروستیو كې د دولتي ادارو، خصوصي شركتونو او اشخاصو له پاتې پیسو څخه درې میلیونه افغانۍ راټولې کړي چې د تېر حکومت په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی په کې راغلی.

په لوګر ولایت کې یو شمیر نورې هم ادارې څه د پاسه دوه میلیونه افغانۍ پوروړې دي، چې په دې ریاست کې یې د راټولولو لپاره کار روان دی.

د لوګر ولایت د ښار جوړولو او ځمكو ریاست د هېواد له فتحې او د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د روان كال د لړم په میاشت كې یو ځل بیا په فعالیت پیل وكړ او د عایداتو د راټولولو په برخه كې یې نورې ښې لاسته راوړنې هم ترلاسه كړې دي.

یاد ریاست په دې بریالی شوی چې د كلنۍ ثابتو عوایدو لپاره چې ۱۱ میلیونه افغانیو ته رسیږی زمینه برابره كړي.

د یادولو وړ ده، چې ۱۱۵۰ جریبه دولتی ځمکه، چې ۳۰۰ جریبه ځمکه یې د قلعه شکار په دښته کې، ۳۵۰ جریبه ځمکه د قلعه ملک په سیمه کې او ۵۰۰ جریبه نوره یې د محمدآغې ولسوالۍ د قلعه ناظر دشت دولت په سیمه کې سروې، تثیبیت او کروکي کړې ده.

دا ځمکه د اجاره کولو لپاره چمتو ده چې په نږدې راتلونکي کې به داوطلبۍ ته وړاندې شي.

علاقمندان او متقاضیان کولای شي د لوګر ولایت د ښار جوړولو او ځمکو محترم ریاست ته ورشي او خپل غوښتنلیکونه ورته وسپاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د ارزګان ولایت د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د معدن ریاست د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه. د څارنې په جریان کې د ودانۍ سلب قالب ‌بندي، سیخ ‌بندي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۸
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ولسوالیو د اداري تعمیرونو ودانیزې چارې وڅارل وشوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زیرکوه او پشت‌کوه ولسوالیو د اداري ودانیو او د پشت‌کوه د امنیې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په بامیان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هموارۍ چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امان الله امان وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د خط‌ اچونې او هموارۍ له بهیر څخه څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت