د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته د راغلو یو شمېر هېوادوالو ستونزې حل شوې
۱۴۴۳/۰۹/۰۸
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې د بېلا بېلو ولایتو نو له یو شمېر راغلو هېوادوالو سره وکتل او د هغوی د ستونزو پر حل یې ټینګار وکړ.
راغلو هېوادوالو په لیدنه کې له وزیر مولوي حمد الله نعماني سره خپلې ستونزې، غوښتنه او وړاندیزونه شریک کړل او له هغه یې د حل برخه کې د اقداماتو غوښتنه وکړه.
مولوي حمد الله نعماني د یادو موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې او اړوندو شعبو ته یې سپارښتنه وکړه چې چارو ته په اصولي توګه رسېدنه وکړي.
