د عصري ښاري پراختیا پر لور بل مهم ګام؛ د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ تفصیلي پلان منظور شو
۱۴۴۷/۱۲/۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند تفصیلي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته منظور شو.
یاد تفصیلي پلان، چې په ۱۶۹ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی دی، د سیمې د منظمې ښاري پراختیا او د عامه خدماتو د ښهوالي په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.
دغه تفصیلي پلان د ښاري اصولو، معیاري انجینري معیارونو او د راتلونکو اړتیاوو له ارزونې وروسته ترتیب شوی، چې په کې د استوګنیزو، تجارتي، اداري او عامه خدماتو ساحې په منظم ډول ډیزاین شوې دي.
په یاد پلان کې د داخلي سړکونو معیاري شبکه، شنې ساحې، پارکونه، ښوونځي، جوماتونه، روغتیايي مرکزونه، د اوبو رسولو او فاضله اوبو ابتدایي سیستمونه، د برېښنا شبکې مسیرونه او د عامه تأسیساتو لپاره ځانګړې ساحې په پام کې نیول شوې دي.
د یاد تفصیلي پلان په عملي کېدو سره به د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي، د خدماتو وړاندې کول به معیاري شي او سیمه به د منظم او عصري ښارګوټي بڼه خپله کړي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د معیاري تفصیلي پلانونو ترتیب او تطبیق د دوامدارې ښاري پراختیا، اقتصادي ودې او د خلکو د هوسا ژوند لپاره اساسي اړتیا بلل کېږي.
