په پکتیکا ولایت کې د تیلو د یو پمپ سټيشن له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۲/۵
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په دې ولایت کې د تیلو د یو پمپ سټیشن له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي سیف الجهاد وویل، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د تیلو د یو پمپ د ودانۍ لپاره نوی ځای مشخص شو پخوانۍ ودانۍ ړنګه شوه تر څو نوې ودانۍ، د تیلو ذخیرې ځای په معیار او اصولو برابر جوړ شي.
د کور او ښآر جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو څارنه کوي، تر څو پروژې په معیار برابرې تر سره شي.