د فاریاب، قیصار ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۰/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ټولو ودانیزو پروژو او ښارې ودې او پراختیا له چارو څارنه او پالنه کوي.
فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د قیصار ولسوالۍ د ښاروالۍ د یوې ودانیزې پروژې له چارو د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي ذوالفقار وایي، یاده ودانیزه پروژه د قیصار ولسوالۍ د محترمې ښاروالۍ اړوند یو مېلمستون دی، چې د ودانیزو چارو څارنه یې د کور او ښار جوړولو وزارت د انجنیرانو له لوري ترسره کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو او خصوصي سکتور په غوښتنه، د ادارو د تعمیرونو د جوړولو براورد، سکیچ او نقشې جوړوي او له ودانیزو چارو یې څارنه کوي.