په کابل کې د سرې میاشتې ښارګوټي غیر قانوني ودانۍ او ښاري تخلفات وڅارل شول
۱۴۴۷/۰۶/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د کابل ښار د پنځمې ناحیې د سرې میاشتې ښارګوټي اړوند ښاري تخلفات په نښه کړل.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس انجنیر احمد جاهد شهاب لېوال وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د عامه پوهاوي امریت او تخنیکي ټیم له خوا د ساحوي څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په ښارګوټي کې یو شمېر ودانیز فعالیتونه د منظور شوو پلانونو په خلاف د خپل سري نقشو له مخې روان وو.
ښاغلی شهاب لېوال وایي، د سروې پر مهال څرګنده شوه چې ځینې ودانۍ د درې پوړونو پر ځای په شپږ پوړونو کې ودانېدې.
نوموړی وایي، د یادو او نورو تخلفاتو مخنیوی وشو او د تخنیکي ټیم لخوا اړین اقدامات ترسره شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښارونو د منظمو پلانونو او قانون مند چاپېریال ساتلو مسؤل بنسټ دی، چې ټول ښاري فعالیتونه د منظمو نقشو او ملي معیارونو سره سم څاري.
