په میدان وردک ولایت کې د انکشافي کوتل تخت ښارګوټي د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۵/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټيم د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس په لارښوونه د انکشافي کوتل تخت ښارګوټي د څارنې بهیر تر سره کړ.
د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف اعمر وویل، په یاد ښارګوټي کې ټولې ښاري سرغړونې پخوانۍ دي، او دا مهال هېڅ نوې سرغړونه نه ده رامنځته شوې.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست مسؤلینو وویل، چې د څارنې موخه د ښاري نظم ساتل، د قانون پلي کول، او د ښارګوټو د انکشافي پلانونو د دقیق تطبیق ډاډ ترلاسه کول دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښارونو د منظم پرمختګ، د ښاري پلانونو د رعایت، او د غیرقانوني جوړښتونو د مخنیوي په موخه خپل څارنیز بهیرونه پر مخ وړي.
