د پروان ولایت د مرکز لپاره د ښاري پلان تخنیکي سروې وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۶
په پام کې ده چې سږ کال د کور او ښار جوړولو وزارت د هر ولایت د څلور څلور ولسوالیو لپاره د پلانونو جوړولو سربېره د هر ښار سروې ترسره کړي، چې په همدې لړ کې د پروان ولایت د امام ابوحنیفه ښار لپاره د ښاري پلان تخنیکي سروې ترسره شوه.
د پروان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر نعمت الله حنیف وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د امام ابو حنیفه ښار د کوڅو لپاره د ښاري پلان تخنیکي سروې وکړه.
ښاغلي انجنیر حنیف وویل، د امام ابو حنیفه ښار د درېیمې ناحیې تخنیکي سروې او سکیچ بشپړ شوی، چې نورې چارې به یې ډېر ژر پیل شي.
د پروان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د یاد ښار د کوڅو د تخنیکي سروې، طرحې، ډیزاین، او څارنې مسؤلیت لري.