د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون د تېلو پمپ سټېشنونو تخنیکي مسایل وڅېړل
۱۴۴۵/۱۰/۲۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون، ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې، د هغه یو شمېر تېلو پمپ سټېشنونو د تخنیکي مسایلو، اسنادو او سوابقو په اړه هر اړخیز بحث وشو، چې د اړوندو ادارو څخه را استول شوي وو.
د ناستې په پایله کې، د ځینو هغه پمپ سټېشنونو چې اسناد یې بشپړ کړي، تائید شول او ځینې نور بیا چې تخنیکي نیمګړتیاوې یې درلودې، نورو ناستو ته وځنډول شول ترڅو اسناد بشپړ کړي.
دغه راز، په یاده ناسته کې د څو هستوګنیزو نمرو پر تعدیل خبرې وشوې سوداګریزو نمرو ته چې په تړاو یې اړوندو څانګو ته لازمې لارښوونې وشوې.
په ورته وخت کې، ټینګار وشو چې د تېلو د پمپ سټېشنونو مالکان دې د فعالیت په موده کې نافذه قوانین او مقررې په پام کې ونیسي، تر څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.