د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د څو ولایتونو له اوسېدونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
۱۴۴۵/۹/۱۱
راغلو کسانو د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست مننه وکړه، چې دوی ته یې وخت ور کړ او د خپلو سیمو او د خپلو ښارونو د حالاتو په اړه یې وزیر ته معلومات ور کړل، چې د ستونزو د حل برخه کې یې د حل او همکارۍ غوښتنه وکړه.
سرپرست وزیر محترم شیخ حمدالله نعماني وویل، له خپلو هېوادوالو سره د خدمت کولو په موخه ګوري او په خبره یې د دې وزارت مسؤلین د هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.
ښاغلي وزیر راغلو کسانو ته د دوی د ستونزو د حل برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او لازمې لارښوونې یې ورته وکړې.