د خواجه رواش هستوګنیزې پروژې د ستونزو پر حل خبرې وشوې
۱۴۴۵/۸/۲۳
کابل کې د خواجه رواش هستوګنیزې پروژې د ستونزو حل برخه کې ګمارل شوي هیئت خپلې څېړنې او موندنې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني سره شریکې کړې.
ګمارل شوي هیئت په یاد ښارګوټي کې د ستونزو د په نښه کولو او حل لارو موندلو په موخه خپلې څېړنې او موندنې له محترم شیخ بامیاني سره شریکې کړې او ترڅنګ یې یادونه وکړه، چې خواجه رواش هستوګنیزه پروژه کې جوړ شوي بلاکونه په ساختماني لحاظ یو له بل سره توپیر لري او په وینا یې همدا لامل دی چې د اپارتمانونو بیې یې هم سره توپیر لري.
ښاغلي شیخ مدارعلي کریمي بامیاني د هیئت له بشپړ راپور اورېدو وروسته وویل، اړتیا ده چې د یاد ښارګوټي د شته ستونزو د حل موخه د ټاکل شوي هئیت ټولې موندنې د وروستۍ پریکړې لپاره د کور او ښار جوړولو د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سره شریکې شي.
په ګمارل شوي هیئت کې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د سنجش او براورد ریاست، تدارکاتو ریاست، نظارت او مراقبت، املاک او اسکان، مالي ریاست او د دغه وزارت انجنیرانو برخه اخیستې وه.
د یادولو وړ ده، چې د خواجه رواش بلاکونه د تېر حکومت په مهال جوړ شوي چې ځینې ستونزې یې پر ځای پاتې دي او اړتیا ده چې د حل په موخه یې لازم اقدامات ترسره شي.