د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون خپله دری دېرشمه ناسته وکړه
۱۴۴۵/۸/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون خپله دري دېرشمه ناسته وکړه او پر یو ویشت بېلابېلو موضوعاتو یې بحث او نظرونه شریک کړل.
په ناسته کې، په لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د هستوګنیزو نمرو تعدیل پر سوداګریزو بخث وشو او د اسنادو تر ازرونې وروسته ځینو ته د رغولو اجازه ور کړل شوه.
خو ځینې هغه چې په اسنادو کې نیمګړتیاوې وې، د اسنادو تر بشپړولو وروسته به پرې په نورو ناستو کې بحث وشي او تائید شي.
دغه راز، په بېلا بېلو ولایتونو کې د تېلو د پمپ سټېشنونو د جوړولو ټول اسنادونه وڅېړل شول، کوم هغه چې اسناد یې بشپړ و، د رغولو اجازه ورکړل شوه او پاتې نور چې نیمګړتیاوې یې درلودې د هغې په اړه به هم د اسنادو تر پوره کولو وروسته په راتلونکو ناستو کې پرېکړه وشي.