پنجشېر ولایت کې د یو مسجد شریف له ترمیماتي چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۸/۰۸
پنجشېر ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس محمد فهیم نورزاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په شتل ولسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ترمیماتي چارو څارنه وکړه.
ښاغلی محمد فهیم نورزاد وایي، دغه څارنه یې په یاد ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په وړاندیز ترسره کړه، تر څو ترمیماتي چاري په اصولي او معیاري توګه ترسره شي.
پنجشېر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د چارو بهتروالي په موخه قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وکړې، تر څو چارې د شرطپاڼې مطابق او په لوړ کیفیت ترسره کړي.