د کونړ ولایت د پوهنتون د سړک له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۷/۱۶
د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د کونړ ولایت د پوهنتون د سړک له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
یاده څارنه د دې سړک د غوره جوړېدنې په موخه شوې، شرط پاڼه څېړل شوې او قرادادي شرکت ته لازمې لارښوونې شوې دي.
موخه دا ده چې څنګه کېدای شي رغنیزې چارې د شرطپاڼې او انجنیري اصولو او معیارونو مطابق مخکې لاړې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پروژو څخه څارنه کوي او هڅه کوي چې د پروژو چارې په معیار او اصولو برابرې تر سره شي.