د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د یو روغتیایي کلېنیک له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۷/۱۲
د هلنمد ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئيس مولوي سید نېک محمد وايي، په دې ولایت کې یې د سنګین ولسوالۍ د روغتیایي کلېنیک له رغنیزو چارو څارنه وشوه.
مولوي سید نېک محمد وایي، د یاد کلېنیک د ځمکې د هوارولو، چاپېریالي دېوال او نورې لومړنۍ رغنیزې چارې یې تر یو بریده بشپړې شوې دي، چې هلمند کې د کور او ښار جوړولو ریاست د مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري څارل کېږي.
یاده څارنه، د رغنیزو چارو د لا ښه والي په موخه تر سره کېږي چې د پروژې چارې د نقشې مطابق او د شرطپاڼې په پام کې نیولو سره مخکې لاړې شي.
دغه راز، د پروژې قراردادي شرکت مسؤل ته لازمې لارښوونې وشوې چې رغنیزې چارې با کیفیته پر مخ یوسي.
____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.