زیربنا

 

 

 

د زیربناوو په برخه کې لاسته راوړنې

 

د انجینیرۍ نیټورک طرح ډيزاین چې سړکونه، بریښنا رسونه ، اوبه رسونه، کانالیزاسیون، استوګنیز او سوداګریز ښار ګوټي، (۲۳) دولتي ودانۍ او د پیروزي پروژه چې د ۳۶۰۰۰مسکوني واحدونو درلودونکې ده په خپل ځان کې رانغاړي بشپړ شوی دی، په بامیانو، کابل، شبرغان، فاریاب، هلمند، هرات، ننگرهار، لغمان، بلخ، کندهار، بغلان، بدخشان او خوست ولایتونو کې د (۵۲) سیمو تفصیلي بنسټیزو پلانونو سروې او ترتیب چې (۹) سړکونه، (۴) د بریښنا شبکې (۱۳) د اوبو رسونې او کانالیزاسیون تفصیلي پلانونه په ځان کې رانغاړي  تکمیل کیدل، د ښار او کور جوړونې وزارت هغهلاسته راوړنې دي چې د زیربناوو په برخه کې په لنډ ډول درسره شریکې شوې.