ښاري پلان جوړونه

د ښاري پلان جوړونې په برخه کې لاسته راوړنې

د سیمه ایزو پلانونو د بشپړاوي په لړ کې د دایکندي، بغلان، لغمان، هرات، فراه، بلخ او غور ولایتونو پلانونه بشپړ شوي دي.

د کندهاراو هرات ولایتونو په ښاري ماسټر پلانونو بیا کتنه شوې ده.

په ۱۷ولایتونو کې د ۳۸ستراتیژیکو پلانونو بشپړول، چې یاد ستراتیژیک پلانونه د ننګرهار ولایت په سرخ رود، دره نور، کوز کنړ، د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد او ارګو، د جوز جان ولایت په شبرغان او خواجه دو کوه، د کابل ولایت په استالف، موسهي او کلکانو، د میدان وردګو ولایت په سید اباد، چک او نرخ، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه، د لوګر ولایت په محمد اغه، خوشي او برکي برک، د سمنګانو ولایت په  روي دو اب، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج، د غزني ولایت په مقر او جغتو، د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي او تګاب، د بغلان ولایت په جلګه، د نورستان ولایت په مرکز پارون، د دایکندي ولایت په نیلي، ګیتي، کجران او اشترلي د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب، څمکنیو، سیدکرم، او مرکز ګردیز، د فاریاب ولایت په مرکز میمنې، قرم قول، اند خوی، او رباط سنګي او د هرات ولایت په اسلام قلعه کې بشپړ شوي دي، همدارنګه د لوګر مرکز د پل علم ښار ماسټر پلان او د عمومي پلان سټرکچر بشپړیدنه، د پنجشیر ولایت د مرکز بشپړ پراختیایی پلان ترتیبیدل.

د ۱۲ولایتونو او کابل ښار په نه وو سیمو( کول حشمت خان، میوند جاده، له حضوري چمن څخه تر سپاهي ګمنام چوک او پامیر سینما پوري، د زمان خان قلعه، کلوله پشته، له بي بي مهرو تر اریا ښار ګوټي پوري، د رالامان اداري کمپلیکس او د بګرامیو) په نساجې  کې ۳۰تفصیلي پلانونه بشپړ دي.

په  ۱۲ولایتونو  لکه د بلخ ولایت په چمتال او دهدادي، لوګر ولایت په خوشي او برکي برک، د غزني ولایت په خواجه عمري، د کابل ولایت په شکر دره، ګلدره او قرغه، د سمنګان ولایت په حضرت سلطان، د خوست ولایت په متون بابا، د میدان وردګو ولایت په بهسودو، سید اباد او مرکز میدان ښار ، د کندوز ولایت په ابدان دښته کې د غالۍ اوبدونکو، د بامیانو په  جګر خیلو، د پروان په هوفیان شریف، ننګرهار ولایت په سیاسنګ او د  بهسودو د غالۍ اوبدونکو ټولنې او د جوزجان و لایت په شبرغان کې د ښوونکو (۱۸) او شهیدانو  لپاره (۳) استوګنیزو ښارګوټو، او پارکونو سروې ګانې شوي د توپو ګرافي پلانونه یې تیار شوي دي.

په کابل، تخار، دایکندي، فراه، پکتیکا، لوګر،کندوز،بامیانو، او بلخ ولایتونو کې د ۱۵ښارګوټو نقشې ایستلې شوي دي، د ښاري ملي پلان جوړونې(National Urban Spatial Plans) چوکات ترتیبیدل، د ښاري ملي برنامو اولویت بندي، د (UN-HABITAT) په ګډه همکاري ۳۴ولایتونو د وضعیت وروستنی بشپړ رپوټ تیارول، د ملي ښاري برنامې ترتیب او اولویت بندي، د امریکایيساساکي کمپنې په وسیله د کابل ښار لپاره چوکاټي پلان پیلول، له خطیب او عالمي کمپنۍ سره د کابل د اداري ستر کامپلیکس د تړون لاسیلک، د تفصیلي  پلان او ماسټر پلان ترتیب او په یاد اداري کامپلیکس د کار پیلول، په افغانستان کې د ښارونو د پراختیا، د مسکن د ایجاد په هدف او د یادې شورا د پاملرنې را جلبونې په پار د بشراسکانو د نړۍ والې شورا غړیتوب تر لاسه کول هغه د پام وړ موارد دې چې یادول یې د لاسته را وړنو په لړ کې اړین بریښي.

د ښاري پراختیا په برخه کې له ښاري سکټور  سره یو ځای د یوه واحد لیدلوري ایجاد، په هیواد کې  پنځو ښارونو( هرات، جلال اباد، مزار شریف، خوست او کندهار) ته د ستراتیژیکو پلانونو د طرحې او ترتیب په پار له نړیوال بانک څخه د ۲۰میلیونه ډالرو مرسته تر لاسه کول، ترڅو په ښارونو کې شته ظرفیت مالوم او د تولیداتو په اقتصادي مرکزونو د بدلولو په موخه د پانګوالو پام ور واړول شي.

هر کال د ټولو اړونده ارګانونو( دولت، خلکو، مدني ټولنې، نړۍ والې ټولنې) په ګډون د ښاري ربړو د حل په منظور د ښاري کنفرانس ترتیب او په بریالیتوب سره تر سره کیدل، د دې وزارت د هڅو او عملي کار ښکارندويي کوي.