Connect with us

د فیروز کوه ښار ستراتیژیک پلان د غور ولایت ښار وال ته ور وسپارل شو


11 قوس 1397

د ښار او کور جوړونې سرپرست وزیر انجنیر روښان ولسمل له لوري، د غور ولایت مرکز فیروز کوه ښار ستراتیژیک پلان د یاد ولایت ښاروال محمد عارف قاضي زاده ته ور وسپارل شو. د ښار او کور جوړونې سرپرست وزیر د دې وزارت د پلانونو د طرحې او ترتیب له آمریت څخه له دې امله کور ودانی وکړ چې د ښاري پلانونو د طرحې او جوړونې په برخه کې یې د پام وړ ګټور ګامونه اخیستي دي، هغه د غور له ښارول څخه د دې پلان د پلې کیدو غوښتنه وکړه. ښاغلي قاضي زاده د ښار او کور جوړونې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د ستراتیژیکو پلانونو په اصلاح او بډاینه کې یې د پام وړ کارونه کړي دي. د غور ولایت ښار وال، ژمنه وکړه چې د ښار او کور جوړونې وزارت په مرسته به یاد پلان پلی کړي