Connect with us

د ښار او کور جوړونې په وزارت کې د ښځو پر وړاندې، د تاوتریخوالي پر ضد نړاله ورځ ونمانځل شوه


10 قوس 1397

د نوامبر پنځه ویشتمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو له ورځې سره سمون خوري، د دغې ورځې د نمانځنې مراسم د ښار او کور جوړونې وزارت د بنایي په تالار کې تر سره شول.
په دغو مراسمو کې د ښار او کور جوړونې وزارت د ودانیزو چارو مرستیال سید نسیم خلیق، د ښځو چارو وزارت استازي او د دې وزارت ګڼو کار کوونکو ګډون کړی وو.
د ښار او کور جوړونې وزارت د ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي خلیق، د دې مراسمو د ترسره کولو له امله د ښار او کور جوړونې وزارت د جنډر له امریت څخه د مننې تر څنګ، په اسلام کې د ښځو پر حقونو او مسولیتونو او دغه راز د ښځو مقام ته په نبوي سنتونو کې د ځانګړي درناوي او اعزاز په باب خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې د ښار او کور جوړونې وزارت رهبري د وزارت په کچه د ښځو ملاتړ ته ژمن دي.
زینب خلیلي د دې وزارت د جنډر آمرې، د ښځو چارو وزارت او د ښار او کور جووړنې وزارت له مشرتابه څخه د منني ترڅنګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې ستراتیژۍ، په اړه د عامه پوهاوي د ورکړي په مسئله ټینګار وکړ تر څو له دې لاري د ښځو پروړاندې موجود تاوتریخوالي له منځه ولاړ شي