Connect with us

دغالیو دصنعتی شار گوتو پروژه

په مرکز او ولایتونو کې د غالیو صنعتي او استوګنیزو پروژو معرفي، رغښتیز چارټ، وظیفوي مسولیتونه، کړنې ، لاسته راوړنې او راتلونکې پلانونه.

د غالۍ اوبدلو صنعت په هیواد کې یو له ارزښتمنو، لرغونو صنعتونو څخه ګڼل کیږي. دغه صنعت د هیواد په صادراتو او خلکو ته د کارموندنې په عرصه کې د پام وړ ونډه لري.

د مسکن په برخه کې د غالۍ اوبدونکو او د غالۍ اوبدنې د صنعت د پیاوړتیا په موخه ، په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ۱۲ ګڼې مصوبې له مخې د غالیو صادرونکو او اوبدونکو ته د خمکې د لیږد قرارداد منظور او د غو کسبګرو ته استوګنیز او صنعتي ښار ګوټي تعیین شول.

دغه هوکړه د افغانستان د ځمکې او اوبو شورا د پنځمې ناستې لخوا د تایید وړ وبلل شوه، چې پر بنسټ  یې د هیواد په څلور ولایتونو( ننګرهار، کندز، بلخ او د کابل په شکر درې ولسوالۍ) کې ۹۰۰۰ جریبه ځمکه د غالۍ اوبدونکو د صنعتي او استوګنیزو ښار ګوټو د جوړونې په منظور تثبت شوه.

د یادونې وړ ده چې د دې ښار ګوټو د بنسټ رغونې په موخه به ښار او کور جوړونې وزارت ته د ځمکې د لیږد په عرصه کې د اراضي اداره، له یوې خوا او دولت له بلې خوا  او د غالیو د تولیدونکوو او صادرونکو اتحادیه به له دریم اړخه د قرارد داد لوري بلل کیږي.

مسولیتونه او عمده موخې

1-  خلکو ته د کاري زمینې ایجاد او د وارداتو او صادرتو توازن.

2-  د غالیو اوبدلو د صنعت پراختیا، غالۍ اوبدونکو ته د کاري زمینې ایجاد، په ملي او نړیواله کچه د افغاني غالۍ نوموتي شهرت بیا را ژوندی کول.

3-  غالۍ اوبدونکو ته له نړیوالو نورمونو سره د معیاري ښارګوټو جوړونه.

4-  د افغانۍ غالۍ او نورو خلاڅلاو توکو د اصالت او تولید بیا احیا.

5-  د بهرنیو توکو مصرف د مخنوي په موخه، په کور دننه د تولید شوو ټغرونو پیرودلو ته د خلکو هڅونه.

6-  د بیوزلې کچه را ټیټول او اقتصادي وده.

7-  د ګاونډیو هیوادونو په نوم د وطنۍ غالیو د سوداګرۍ را ګرځیدا.

8-  په هیواد کې د تولیداتو پیاوړتیا او صنعتي کول.

لومرۍ برخه: ظرفیت لوړونه

سره له دې چې دغه پروژه د وطني ټغرونو او غالیو د تولید او ظرفیت لوړونې سبب ګرخي، د ښار جوړولو د متخصصینو د ظرفیت لوړونې او زیربنایي چارو په برخه کې هم خپل اغیزناک نقش ترسره کوي.

دوهمه برخه: استوګنیز چاپیریال

لکه څرنګه چې دغه ښارګوټي په پلاني توګه طرح او ډېزین کیږي، نو ټول چاپیریالیز موارد لکه د ځمکې تل اوبو اغیزمن کیدا، هوا او همدارنګه د چټلو اوبو دفع او بیرته تصفیه چې د نړۍ  د یوه غوره میتود( د غیر متمرکز سیسټم ) په وسیله له سمې محاسبې وروسته ترسره کیږي، په پام کې نیول شوي دي.

د شنو ساحو ایجاد هم یو له هغو مسایلو څخه دی چې د استوګنیز چاپیریال د ناروغیو او د هوا د ککړتیا مخنوي په برخه کې مهم نقش لري.

دریمه برخه: د بیوزلۍ د کچې را تیټول

د غالیو د صنعت وده  کاري بوختیا رامنځته کوي چې د دغو کاري زمینو پیدایښت خپله د بیوزلۍ د کمښت لامل کرځي.

څلورمه برخه : د پروژې اقتصادي او ټولنیزې اغیرې

د غالۍ اوبدونکو لپاره د صنعتي استوګنیزو او سوداګریزو ښار ګوټو ایجاد له خورا اقتصادي او ټولنیز ارزښت څخه برخمن دی.

1-د مسلکي او کسبګرو افغان غالۍ اوبدونکو کورنیو جذب: د مسلکي او کسبګرو افغان غالۍ اوبدونکو کورنیو جذب له ګاوندیو هیواد څخه د دې لامل ګرځي ترڅو هغه عواید چې له هیواد بهر په دوران کې دي په هیواد کې د ننه جمع شي او له بلې خوا زمونږ د هیواد د غالۍ اوبدنې صنعت چې زمونږ یو معنوي ملکیت دي ستاتل کیږي.

2-کارموندنه:

کارموندنه د دې پروژې د زیربنا په جوړولو کې کابو ۱۲۰۰ تنه نیغ په نیغه په کار ګمارل کیږي چې شل سلنه د دغو کارکونکو به متخصصین او پاتي ۸۰ سلنه یې کارګران جوړوي.

دغه راز دا پروژه په نا  مستقمه توګه د دې تولیداتو د عرضې په عرصه کې هم د کارموندنې په برخه کې مثبت اغېز لري، د یوې وړاندې وینې له مخې له نورو کسبونو سره په ګډه پنځه ویشت سلنه کارموندنه ترې اټکل شوې ده. له بلې خوا دغه پروژه د پلې کیدنې په پړاو کې د spillover effectt سیسټم له مخې ۲،۵ سلنه نوره کاري زمینه هم ډېروي.

3-د زیربنایي سکټور اقتصادي وده: د پلور کړۍ ((supply chain  د ساختماني او اومو توکو په پلورنې سره په یادو ښارونو کې اقتصادي خوځوښت رامنځته کیږي چې په دې کار سره به هم سوداګرو او هم دولت ته د پام وړ ګټه ورسیږي.

د دغو موادو عرضه د هیواد په کورنیو تولیداتو هم مثبت اغیز پریباسي چې په هیواد کې د خالصو عوایدو (GDP  ) کچه لوړوي.

 

 

 

 

شماره

 د غالیو د تولید او سوداګرۍ برخې

واحد

قیمت به دالر امریکایی

1

د اومو توکو لګښت

په یو متر مربع

60

2

د غالۍ اوبدونکې عواید

 

50

3

پاکستان ته دغالۍ د لیږدولو، کټ کولو اومینځلو لګښت.

 

50

4

اروپایي هیوادونو ته د لیږد لګښت

 

18

5

د عمده پلورنکې

 

97

6

 له  افغانسانه بهرد پرچون پلورونکې عواید

 

240

ټولټال

565 ډالر

 

عمده کړنې او لاسته راوړنې:

په پورتنیو څلورو پروژو کې د کاري پرمختګ کچه په لاندې ډول دی.

1-  (۸۰٪) د بلخ ولایت د حیرتان په دوراهي سیمه کې د غالیو د استوګنیز او صنعتي ښار ګوټي  د طراحي او زیربنا ډیزاین بشپړ شوی دی.

2-  (۷۰٪)   د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ د غالیو د استوګنیز او صنعتي ښار ګوټي  د طراحي او زیربنا ډیزاین بشپړ شوی دی.

3-  (۵۰٪) د کندز ولایت د عشقلان دښتې  د غالیو د استوګنیز او صنعتي ښار ګوټي  د طراحي او زیربنا ډیزاین بشپړ شوی دی.

4-  (۲۰٪)  د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ د غالیو د استوګنیز او صنعي ښار ګوټي  د طراحي او زیربنا ډیزاین بشپړ شوی دی.

په ودانیزو چارو کې پرمختګ:

1-   (۲۰٪)  د بلخ ولایت د حیرتان په دوراهي سیمه کې د غالیو د استوګنیز او صنعتي ښار ګوټي په سیمه ییزو چارو کې پرمختګ لیدل کیږي.

1-   (۱۰٪)  د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ د غالیو په استوګنیز او صنعتي ښار ګوټي  کې په ساحه یي چارو کې پرمختګ شوی دی.

1-   (۵٪) د کندز ولایت د عشقلان دښتې  د غالیو د استوګنیز او صنعتي ښار ګوټي په سیمه ایزو چارو کې مخته تګ شوی

2-   

3-   دی.

 

 

 

 

ګنه

کورنۍ

د یوه کورنۍ کې د غالۍ اوبدونکو شمیر

 

په میاشت کې د یوه غالۍ اوبدونکې عواید ( ۲ متره مربع غالۍ  په یوه میاشت کې له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰  افغانیو پورې معاش د یوه متر مربع په بدل کې )

 

له غالۍ اوبدنې څخه د یوې کورنۍ میاشتي عواید په افغانیو

 

له غالۍ اوبدنې څخه د یوې کورنۍ کلني عواید په افغانیو

 

د مسکن لپاره ۳۰٪ کلنی عواید 

(په افغانۍ)

 

1

وړه کورنۍ

3 نفره

4000 - 7000

افغانۍ

12000 - 21000

144000 - 252000

43200 ا- 75600

 

2

منځنی کورنۍ

4 نفره

16000 - 28000

192000 - 336000

57600- 100800

 

3

لویه کورنۍ

5 نفره

20000 -35000

240000 -  420000

72000 -126000

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

څرنګه چې په جدول کې ښودل شوي دي د یوې غالۍ اوبدونکې کورنۍ کلني عواید د ۱۴۴ او ۴۲۰ زور افغانیو په تر منځ اټکل شوی دی، دوی کولای شي د کور لپاره د ۴۳۲۰۰ او ۱۲۶۰۰۰ افغانیو ترمنځ پیسې تحویلې کړي.

۱۳۹۶- ۱۴۰۰ مالي کلونو په لړ کې د هرې پروژې لپاره  اټکلي لګښت

اول: د بلخ ولایت د غالیو صنعتي او استوګنیز ښار ګوټی- د حیرتان دوه لارې

د بلخ ولایت د غالیو صنعي او استوګنیز ښار ګوټی، د حیرتانو په دو راهي کې پروت دی.

دغه ښار ګوټی  په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې چې ۲۰۰۰۰۰۰ متره مربع یې ټول پراخوالی دی رغول کیږي.  د اراضي ادارې له لوري د دې ښارګوټي ځمکه تثبیت او لیږدول شوې ده.

 

د بلخ ولایت په حیرتانو دوراهي کې د غالیو صنعتي او استوګنیز  ښار ګوټي وضعیت

دوهم د کندوز د عشقلان د شتي صنعتي او استوګنیز ښار ګوتی.

د کندوز ولایت د عشقلان په دښته کې پروت استوګنیز ښار ګوتی په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې چې معادل یې ۲۰۰۰۰۰۰ متره مربع  ده  جوړیږي.  د دې ښار ګوټي لپاره په پام کې نیول شوې ځمکه د اراضي اداري لخوا تثبت او لیږدول شوې ده، یاد ښار ګوټی ۱۳۹۲  استوګنیزې نومرې په ځان کې را نغاړي، مساحت یې ۳۰۰ متره مربع ( درې بسوې)  چې د ټولې ځمکې پراخوالی ۲۰۸،۶۵ جریبه او له ۴۱۷۳۰۰،۰۰ متره مربع  سره معادله ده، د دغو استوګنیزو نومرو مساحت د مجموعي پراخولي ۲۰،۷۶ سلنه برخه جوړوي.

په دغو استوګنیزو نمرو کې به ۹۷۴۴ کسه استوګن شي.

 د کندوز ولایت د عشقلان ښار ګوټي د بیلانس جدول

د کندوز ولایت د عشقلان صنعتي او استوګنیز ښار ګوټي اوسنی وضعییت

دریم: د ننګرهار ولایت د غالیو استوګنیز او صنعتي ښار ګوټی د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې پروت دی

د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ استوګنیز او صنعتي ښار ګوټی په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې چې معادل یې ۳۰۰۰۰۰۰ متره مربع کیږي د بهسود ولسوالۍ په قاسم اباد سیمه کې جوړیږي.

دغه ښار ګوټی ۱۴۴۱ استوګنیزې نومرې چې مساحت یې په ټولیزه توګه د ټول پرخوالي ۲۳،۷ سلنه ده په ۳۵۵،۵  جریبه ځمکه کې چې له ۷۱۱۱۰۶،۴۳ متره مربع سره معادله ده جوړیږي.

ټاکل شوې ده چې په دې ښار ګوټي کې به ۱۰۰۸۷ کسان هستوګن شي.

د ننګرهار ولایت د غالیو د صنعتي او استوګنیز ښار ګوټي تفصیلي پلان

 د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د غالیو استوګنیز ښار ګوټي د بیلانس جدول

د ننګرها ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې د غالیو د استوګنیز او صنعتي ښار ګوټي پروژې اوسنی وضعیت

 

په ننګرهار ولایت د غالیو د صنعتي او استوګنیز ښار ګوټي پروژې لپاره د بستر سازۍ انځور

د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې د غالیو استوګنیز ښار ګوټي د بنسټ رغونې انځور

 

 

 

 

 

 

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د غالیو ښار ګوټي د سړک رغونې انځور

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د غالیو ښار ګوټي د سړک رغونې انځور

 

 

 

څلورم: د کابل ولایت د غالیو صنعتي او استوګنیز ښار ګوټی د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې پروت دی.

د غه ښارګوټی په ۳۰۰۰ جریبه ځمکه کې چې معادل یې ۶۰۰۰۰۰۰ متره مربع ځمکه کې د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې جوړیږي.

یاده پروژه  استوګنیزې، سوداګریزې، او صنعتي سیمې، ښوونځي، د لوبو پارکونه، کلینکونه او شنې ساحې په ځان کې رانغاړي.

د غالیو د صنعتي او استوګنیز ښار ګوټي تفصیلي پلان

د ولایت کابل د شکر درې ولسوالۍ د غالیو د صنعتي او استوګنیز ښار ګوتي اوسنی وضعیت.

 

 

هغه چارې چې اوسمهال په پروژه کې پرمخ بیولې کیږي:

1-  د پروژې ساحوي سروې.

2-  د تفصیلي پلان طراحي.

3-  د تدارکاتي پړاو د پیلونې لپاره  خاورې د ټیسټ اسناد تیار دي.

4-  د څيړنیزو څاه ګانو اسناد هم د تدارکاتي پړاونو د د پر مخ بیولو لپاره تیار دي.