Connect with us

د ملي ثبات د ټنګښت برنامه

 

د افغانستان د ملي ثبات د ټنګښت برنامې معرفي، رغښتیز چارټ، وظیفوي مسولیتونه، فعالیتونه، لاسته راوړنې، او راتلونکې پلانونه.

د ثبات د ټګښت برنامه، چې د ښار او کور جوړونې وزارت تر رهبرۍ لاندې چاري پرمخ وړي، په ۱۳۸۳ کال کې د ولسمشر د یوه ځانګړي فرمان له مخې د کورنیو چارو  وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوه.

په کال ۱۳۸۶ کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې تر ایجاد وروسته دغه برنامه د کورنیو چارو وزارت له چوکاټ څخه را جلا او د سیمه ییزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې مدغمه شوه.

دغه برنامه د ۱۳۹۵ مالي کال په لړ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د فرمان پر بنسټ په ښار او کور جوړونې وزارت پورې ونښلول شوه.

د ریاست عمده موخې:

·        د افغانستان د اداري واحدونو د پیاوړ تیا لپاره د زیربناوو په رغولو سره، د هیواد په ولسوالیو او ولایتونو کې د ښې حکومتولۍ تقویه.

·        د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په پار د دولتي ادارو د کاري ظرفیت لوړونه.

·        د دولتي ادارو د پیاوړتیا په منظور د پراختیایي کړنو همغږي کول او د کاري بوختیاوو رامنځته کول.

·        د هیواد په کچه د ولسوالیو او ولایتونو  پراختیا او  د سولي تامین.

وظیفوي مسولیتونه:

·        د هیواد په کچه د دولتي او محلي حکومتولۍ د زیربناوو اعمار.

·        د هغو دولتي ودانیو لپاره د تجهیزاتو تیارول چې نوې رغولې شوې دي.

·        د حکومتولۍ د زیربناوو بنسټیز ترمیم.

·        د ودانیو ساتنه او مراقبت.

د ولایتونو په مرکزونو کې د حکومتولۍ بنسټونه

·        د ولایت اداري ودانۍ، احاطوي دېوال له امنیتي څار برجونو سره.

·        د ولایت مقام استوګنیزه ودانۍ.

·        د ولایت میلمستون.

·        د ولایتي شورا ودانۍ.

·        د ولایت د غونډو تالار.

·        د ښار جوړولو ریاست ودانۍ.

·        نور عام المنفعه ودانۍ چې د چارواکو او یا د ولسونو د استازو له لوري وړاندیزې شوې دي.

د ولسوالیو په کچه د سیمه ایزې حکومتولۍ بنسټونه

·        د ولسوالۍ اداري ودانۍ له احاطوي دېوال او امنیتي څار برجونو سره.

·        د ولسوالۍ اداري تعمیر.

·        نور عام المنفعه وړاندیز شوې ودانۍ.

د ۱۳۹۶ کال په لړ کې کړنې او لاسته راوړنې

1-                       د ۱۳۹۶ کال په اوږدو کې ۴۰ پروژې چې  د ودانیو جوړونه او ولایتي دفترونو ته د تجهیزاتو برابرول په ځان کې رانغاړي بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

2-                       د غزني ولایت د پټ بازار د دوهم فاز اعمار.

3-                       په غزني کې د حکیم سنایي غزنوي د مزار بیا رغونه.

4-                       د غور ولایت د اسټیډیوم او پلې تګ ځایونو د سمسورتیا پروژه.

5-                       د بغلان ولایت مقام لپاره د پذیرش دفتر جووړل.

6-                       په سرپل ولایت کې د سړکونو د جوړونې او سفالټ اچونې پروژه.

7-                       د ولایت د کنفرانسونو د تالار جوړونې پروژه.

8-                       ولایتي دفترونو ته د تجهیزاتو برابرونې پرژوې  شمېر ۷ دانې.

9-                       د ولسوالیو د اداري ودانیو اعمار، ۱۰ پروژې.

10-             د والیانو لپاره د استوګنیزو ودانیو اعمار، ۴ پروژې.

11-             د ولسوالي شورا ګانو لپاره د اداري تعمیرونو اعمار، ۲ پروژې.

12-             د ولایتونو د ښار جوړولو ریاستونو د ودانیو جوړونه، ۲ پروژې.

13-             د ولایت مقام د میلمستون ودانۍ اعمار، ۳ پروژې.

14-             د وداني د احاطوي دېوالونو او څار برجونو اعمار، ۶ پروژې.

 

د ۱۳۹۷ مالي کال د لومړۍ او دوهمې ربعې کاري راپور

1-                       د لغمان ولایت د میلمستون او نوي اداري کمپلکس د احاطوي دېوال اعمار.

2-                       په کندوز ولایت کې د الحاج محمد عمر په نوم، د یوه مشاور وزیر د استوګنیزې ودانۍ جوړول.

3-                       د لغمان ولایت د اداري ودانۍ اعمار.

4-                       د غور ولایت د چارصدې ولسوالۍ د اداري ودانۍ جووړنه.

5-                       د لوګر ولایت د کنفرانسونو د خونې اعمار.

6-                       د خوست ولایت ودانۍ د داخلي چارو بیارغونه.

7-                       د پکتیکا ولایت د ښاروالۍ د ودانۍ اعمار.

 

 

 

راتلونکې پلانونه

1-                       د ولایتونو په مرکزونو کې د سیمه ایزې ښې حکومتولۍ لپاره، د اړتیا وړ ودانیو جوړول.

2-                       سره له احاطوي دېوالونو او امنیتي څار برجونو، د ولایتونو د اداري ودانیو اعمار.

3-                       د ولایت د میلمستون جوړونه.

4-                       د ولایتي شورا ګانو ودانۍ.

5-                       د ولایت د غونډو تالار.

6-                       د ښار جوړولو ریاستونو ودانۍ.

7-                       د نورو  عام المنفعه ودانیو رغول چې د چارواکو او وکیلانو له لوري وړاندیزې کیږي.

8-                        په ولسوالیو کې د سیمه ایزې ښې حکومتولۍ لپاره، د اړتیا وړ ودانیو جوړول او د نیمګړو کارونو بشپړونه.

9-                       د ولسوالیو د اداري تعمیرونو، احاطوي دېوالونو او امنیتي څار برجوړنو جوړول.

10-             د ولسوالانو لپاره استوکنیزې ودانۍ.

11-             د نورو عام المنفعه وړاندیز شوېو تعمیرونو اعمار.