Connect with us

د ښوونکو د ښار ګوټو پروژه

د ښوونکو ښارګوټو لپاره د پلان جوړونې پروژې معرفي، رغتښتیز چارټ، وظیفوي مسولیتونه، کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکې پلانونه.

دغه پروژه  په ۱۳۸۷ کال کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د حکم پر بنسټ، په ټول هیواد کې  ښوونکو ته د سرپناه برابرولو او د هغوی د هڅولو په موخه د ښار او کور جوړونې وزارت، مالیې، کرنې او مالدارۍ، د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې او پوهنې وزارتونو تر منځ د یوې ګډې هوکړې پر بنسټ رامنځته شوې ده.

د ښوونکو ښار ګوټو لپاره د پلان جوړونې پروژه، یوه پراختیایي پروژه ده چې  د ښار او کور جوړونې وزارت په چوکاټ کې د ښاري چارو برنامې تر اغیز لاندې ور سپارل شوې چاري پر مخ بیایي.

دغې پروژې لاندې درې مدیریتونه په ځان کې رانغښتي دي.

1-  د سروې مدیریت.

2-  د پلان جوړونې مدیریت.

 

3-  اداري او مالي مدیرت.

 وظیفوي کړنې او مسولیتونه:

1.      د لومړۍ ګڼې فورمې او د سیمو د سکیج له مخي چې، د پوهني وزارت له لوري په رسمي ډول ورکول کیږي، د ښار ګوټو توپوګرافي سروې  ترسره کول.

2.      د سیمو د سروې پربنسټ د توپوګرافي پلانونو جوړونه.

3.      د توپوګرافي پلان له مخې د تفصیلي پلان اډانه (طرح) جوړول.

4.      د GIS د پلان جوړول.

5.      د تفصیلي او توپوګرافي پلانونو پربنسټ له ډیتالونو سره، د سړکونو لپاره پلانونه جوړول.

6.      د ابورسولو شبکو لپاره د پلانونو جوړولو په موخه، سم اټکل د اړتیا وړ توکیو لیست او تیارونه.

7.      د ښار ګوټو لارښودي کتاب چمتو کول.

8.      د ښار ګوټو د لارښودي کتاب، د طرحو او پلانونو له جوړولو وروسته په رسمي ډول  پوهنې وزارت ته ورسپارل.

9.      له پلان سره سم د ښار ګوټو کرښې ایستل.

10.  د ښار ګوټو د فریکي او مالي وړاند ویني په تړاو د پلانونو جوړول.

11.  د کار کوونکو ظرفیت لوړونه.

12.  په ټاکلو وختونو لکه اونۍ، میاشت او کال کې د پروژې د کاري پرمختګونو په اړه د راپورونو وړاندې کول.

13.  د ځانګړې شوې بودجې پر بنسټ د پرژوې د مالي تصنیف جوړونه او ترتیب.

14.  د مالي او تدارکاتي پلانونو جوړونه.

15.  په وزارت کې د ننه او د باندې د پریزنټیشنونو وړاندې کول.

د پروژې له رامنځته کیدو څخه تر اوسه پورې، د دغې پروژې کړنې او لاسته راوړنې:

·         په ۲۸ ولایتونو کې د ۱۱۳ ښار ګوټو توپوګرافي سروې او د توپوګرافي پلانونو جوړول چې، 51659 جریبه ځمکه یې په ځان کې رانغښتې ده، بشپړ شوي دي.

·         په ۲۸ ولایتونو کې د تفصیلي پلانونو، سرکونو، د ابورسولو شبکو جوړول او د ښارګوټي لپاره د ۱۰۳ ټوکه لارښودي کتابونو تیارول چې، 90652استوګنیزې نومرې او 49765جریبه ځمکه یې په ځان کې رانغښتې ده، بشپړ او پوهني وزارت ته ورسپارل شوې دي.

·         د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د ۷۲ ښار ګوټو کرښې ایستلې شوې دي، دغه ښارګوټي 66007استوګنیزې نومرې په ځان کې رانغاړي.

·         په ولایتونو کې د ۱۲۸ نورو پروژو سروې ګانې، د توپوګرافي پلانونو جوړونه او نورې چاري چې پلان کې نه وې شاملې خو د دغې پروژې له لوري پرمخ بیول شوې دي.

د  ۱۳۹۷ مالي کال په دوهمه ربع کې د ښوونکو ښار ګوټو د پلان جوړونې پروژې کاري رپوټ

د ښوونکو لپاره د ښارګوتو د پلان جوړونې پروژه، په ټول هیواد کې د ښوونکو لپاره د استوګنیزو ښار ګوټو د پلان جوړونې تر څنګ د دغو ښارګوټو سروې ګانې هم ترسره کوي.

د روان مالي کال په دوهمه ربع کې یادې پروژې د ننگرهار، کاپیسا، پکتیا، کابل، غور، پکتیکا او پنجشیر په ولایتونو کې د ښوونکو پر ښار ګوټو کار کړی دی.

په یادو ولایتونو کې د دغې پروژې له لوري تر سره شوې چارې، د سیمې سروې، د توپوګرافي پلانونو جوړونه، د تفصیلې پلانونو طرحه، سړکونه، د اوبو رسولو شبکې، ښونځي، بریښنا او د دغو ښار ګوټو لپاره د لارښودي کتابونو تیارول په ځان کې رانغاړي.

دغه فعالیتونه چې پورته یاد شوي دي د روان کال په وري (حمل) میاشت کې پیل او د دې کال په چنګاښ کې بشپړ شوي دي.

 

د یو شمېر دغو پروژو چاري له ۲۰ څخه ۵۴ سلنې پورې پر مخ بیول شوې دي، خو ځینې یې بیا ځکه ځنډیدلې دي چې د پوهني وزارت یې په یادو سیمو کې د خط ایستنې، د توپوګرافي پلان جوړونې، طرحې ډېزاین او سروې لپاره تیاری نه درلود.