Connect with us

دعامه او دولتي ودانیو برنامي

د ۱۳۹۷ کال په لومړۍ ربع کې دعامه او دولتي ودانیو برنامي کاري رپوټ

د ۱۳۹۷ کال په لومرۍ ربع کې د عامه او دولتي ودانیو برنامې د کابل، بلخ، کندهار، ننگرهار، غزني، فاریاب، میدان وردګو، پکتیکا، کنړ، نیمروز، نورستان، تخار، هرات، پکتیا، لوگر، بدخشان، جوزجان، پروان، غور او هلمند ولایتونو کې د بیلابیلو دوانیزو پروژو بنسټونه ایښي دي او چارې یې پرته له کومې ستونزې سمې پر مخ بیولې کیږي.

د پوهنې، ښځو چارو، د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو، سوداګرۍ او صنایعو، عامې روغتیا، لوړو زده کړو د وزارتونو، د بدني روزنې او اتومي انرژۍ ریاستونو د پروژو ټولې، ودانیزې او په انجنیرۍ پورې اړوندې چاري  د ښار او کور جوړونې وزارت د عامه او دولتي ودانیو د برنامي له لوري ترسره کیږي.

هغه پروژې چې د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې د عامه او دولتي ودانیو د برنامې له لوري پرمخ بیولې کیږي دا دي:

د مرکزد ۸ ټولګیز دارالحفاظ ودانۍ، د جنت ګل کوچي د لیلې تعمیر، د اتومي انرژي ریاست لپاره  سره له ټولو ملحقاتو د ۱۸خونو رغونه، ابن سینا ښوونځي ته د ۲۴ ټولګیو جوړونه، د درمل او روغتیایي محصولاتو لپاره د ازمایښت ځای ایجاد، د سجادیه کارتې مسلکي او تخنیکي انستیتوت، د کثیرالرشتوي انستیتوت د تعمیر جوړونه، د ادارې او حسابدارۍ په برخه کې په دریو ولایتونو کې د د رې بابه انستیتوتونو جوړول، د خواجه علي ۸ ټولګیز ښوونځی، په دریو ولایتونو کې د لابراتوري مواد لرونکې په ټولو تجهیزاتو بشپړ د ساینس مرکزونه جوړول، د بهسودو ولسوالي د زارعت مسلکي او تخنیکي ښوونځي رغونه، د بهسودو ولسوالي ۲۴ ټولګیز ښوونځي، د جوزجان پوهنتون لپاره د ۱۰۰ تدریسي خونو جوړونه، له ماسټر پلان سر سم د پکتیا پوهنتون لپاره د تدریسي خونو اعمار، د پروان پوهنتون لپاره د دوهم نمبر بلاک جوړونه، د تخار پوهنتون لپاره د تدریسي خونو او د یاد پوهنتون نارینه محصلینو ته د خوړنځای رغونه، د شیخ علي مسلکي او تخنیکي کثیر الرشتوي ښوونځي اعمار، د آسیا صنعتي پارک، هلمند د لوړو زده کړو موسیسې ته له تجهیزاتو سره د تدریسي خونو جوړونه او د عینو نمونه یې ښوونځي اعمار هغه کړنې دي چې د روان مالي کال په لومړرۍ ربع پرمخ بیولې کیږي.

د یادونې وړ دی چې د دغو پروژ عملي چاري د تیر ۱۳۹۶ کال په لړ کې پیل شوې دي د دغو پروژو کاري حجم ته په کتنې  ټاکل شوې ده چې په ۱۳۹۷ او  ۱۳۹۸ مالي کلونو په اوږدو کې به یې چاري بشپړې شي.

 د ځینو پورته یادې شوې پروژو پلانګذاري شوې ده، خو د یو شمېر پروژو په تړاو د ځینو تخنیکي ربړو له امله ځنډ راغلی، دا ځنډ په سیمه کې د ستونزو، د ځمکو د اسنادو په عرصه کې د ربړو، د بودجې نشتون چې د مالیې وزارت له لوري لا تر اوسه تصفیه شوې نه ده، د کال په لومړي مالي ربع کې  سړه هوا او د تګ راتګ لارو بندښت دغه رنګ د پلان او نقشو په برخه کې ستونزې هغه عوامل دي چې د چارو د ځنډ سبب شوې دي او د بیا پیل لپاره یې بیاځلي عملي اقدامات ترسره شوې دي.

یو شمېر نورې پروژې د ډیزاین او له ساختماني کمپنیو سره د قراداد په پړاونو کې دي، نو له دې کبله د یادو پروژو عملي چاري هم وروسته پیل کیږي.