Connect with us

د مسکن ملې برنامي

د ۱۳۹۷ کال په لومړۍ ربع کې د مسکن ملې برنامي کاري رپوټ

 کوم فعالیتونه چې د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې د مسکن ملي برنامې له لوري ترسره شوي دي، دافغانستان  د مسکن په برخه کې سترې طرحې په ځان کې رانغاړي.

د مسکن د ملي پالیسي جوړونه، د مسکن ملي ستراتیژي، د مسکن د ډېزاین لارښود او د ښوونیزو برنامو لړۍ، په ودانیز سکټور کې د وارداتي ودانیزو توکیو پر ځای د کورنیو تولیداتو د استعمال لپاره د کاري پلان جوړونه او د ملي مسکن لپاره د معیارونو تدوین د یادې برنامې له مهمو طرحو څخه ګڼل کیږي.