په افغانستان کې له تیار جوړ شوو ودانیزو توکو څخه لومړنی رغول شوی ښوونځی د ولسمشر له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

20 جوزا 1397

په افغانستان کې له تیار جوړ شوو ودانیزو توکو څخه لومړنی رغول شوی ښوونځی د ولسمشر له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د هود خیلو نجونو ښوونځی په افغانستان کې له تیارو جوړ شوو ودانیزو توکو څخه لومړنۍ رغول شوی ښوونځی دی، چې د۲۵۰ زره امریکایي ډالرو لګښت پرې راغلی دی. دغه ښوونځی د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني، د ښار او کور جوړونې د وزیر ښاغلي سید سعادت منصور نادري، د پوهنې د وزیر، د زیربناوو په برخه کې د ولسمشر د سلاکار او د دغه وزارت د ځینو رئیسانو په حضور کې له پرانیستې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. ولسمشر د ښار او کورجوړونې د وزیر او د دې وزارت د مسولینو له هڅو څخه په دې نیامت مننه وکړه چې د تیار جوړ شوو ودانیزو توکو د فابریکې په جوړیدا کې یې هلې ځلې کړي دي. ولسمشر وویل: نن دولت یوه مهمه ژمنه د ښوونځیو جوړولو په برخه کې پوره کړه، په ښوونځیو کې ناسم وضعیت چې زده کوونکو به تر سره لمر او باران لاندې په بدو شرایطو کې زده کړې کولې نن د دوست هیواد ترکېې په مرسته، د ښار او کور جوړونې د وزیر د ښه مدیریت او د یاد وزارت د متخصصینو د هلو ځلو په مټ په بشپړ ډول ښه شوی دی، اوس په غوره کیفیت او پوره چټکتیا سره یو ښوونځی په اتو اونیو کې په بشپړه توګه جوړیږي. د هیواد جلالتمآب ولسمشر د ښار او کور جوړونې له وزیر څخه بیاځلي مننه ځکه وکړه چې د دغې فابریکې د کلني تولیداتو کچه یې له سل زره متره مکعب څخه دېرش میلیونه متره مکعب ته لوړه کړې ده. د ښار او کور جوړونې وزیر څرګنده کړه چې د روان کال تر پایه پوري به له تیار جوړ شوو ودانیزو توکو څخه په هیواد کې ۱۰۰ ښوونځي ورغوي. د هود خیلو نجونو دوه پوړیزه ښوونځی له تیار جوړ شوو دانیزو توکو څخه په ۹۷۲ متره مربع ځمکه کې رغول شوی دی. د دغه ښوونځي چاري د وري پر شپږمه پیل شوې او د غبرګولي میاشتې پر یولسمه بشپړې شوې دي. دغه ښوونځی اته درسي ټولګي، د مدیریت، معاونیت، ښوونکو، لابراتوار، کتابتون او کمپوټر لپ خونې، زیرمه تون د ښوونکو، اداري کارکونکو او زده کوونکو لپاره تشنابونه په ځان کې رانغاړي


Image may contain: 12 people, people smiling, people standing