Connect with us

د تیار جوړ شوو ودانیزو توکو صنعتي فابریکه

د تیار جوړ شوو ودانیزوتوکو صنعتي فابریکه

 

د تیار جوړ شوو ودانیزو توکو صنعتي فابریکې کاري پروسه

۱- د پروژې اخیستل

ښار او کور جوړولو وزارت

۲- سروې او ډیزاین

د ښار او کور جوړولو وزارت د سروې او انسجام ریاست

۳- سیمه ایزې او بنسټیزې چارې

د ښار او کور جوړولو وزارت د سروې او انسجام ریاست

۴- د اومو موادو تیارونه

د ملي تدارکاتو کمیسیون

۵- بشپړونه او تسلیمي

ښار او کور جوړولو وزارت

۶- نصب او پلې کول

د امنیتي بنسټونو په مرسته د کورجوړونې تصدۍ د تخینکي ټیم  له لوري نصب او پلې کی۷-  لیږدونه ( انتقالات)

د دفاغ وزارت په مرسته د خصوصي ټرانسپورټي شرکتونو له لوري لیږدول کیږي.

۱-د تیارو جوړو شوو ودانیزو توکو په اړه عمومي مالومات

تیارې جوړې شوې ودانیزې ټوټې هغه شکلونه دي چې په فابریکه کې د پرمختللې ټیکنالوژۍ په مټ په کمه موده کې د دېوال، دروازې، کړکۍ، چت او نورو ودانیزو توکو په دود تولیدیږي.

دغه ودانیزې ټوټې د ودانۍ جوړولو ځای ته تر لیږدولو وروسته په ډېره اسانه توګه ژر سره تړلې کیږي.

۲- د تیار جوړ شوو ودانیزو توکو( پریفت) ډولونه

۱- استوګنیزې ودانۍ ۲- مستقل کورونه ۳- سوداګریز مرکزونه او پلورنځي ۴- د ښوونځیو ودانۍ، ۵- د روغتیايي مرکزونو ودانۍ ۶- پوځي کمپونه ۷- جوماتونه ۸- ګدامونه

۹- اداري ودانۍ، ۱۰ د پروژې سیمه ایز دفترونه، ۱۱- د فابریکې ودانۍ، ۱۲- کوچنۍ ښاري غرفې، ۱۳- د ښاري موټرونو تم ځایونه، ۱۴- ښاري ګرځنده تشنابونه، ۱۵- د ټولنیزو مرکزونو ودانۍ، ۱۶ شپې غالې، خوړنځایونه، رستورانتونه او نور...

۳- د تیار جوړ شوو ودانیزو توکو ګټې

د کچې او سنجش له مخې د پریفټ ودانیو جوړونه چې د پلان پر بنسټ د متقاضیانو اړتیا ته په کتنې په بیلابیلو ډولونو کې تولیدیږي.

اړتیا ته په کتو یوه ستره خونه په څو وړو وړو خونو د پارټیشن دیوالونو په مرسته ویشلای شو او همدارنګه دغه ودانۍ د لیږد وړ هم دي کولای شو چې د خوښې ځای ته یې انتقال او ځای پرځای یې کړو.

  د پریفټ دودانۍ  آر آر سي  ودانیو ته ډېرې ساده او سپکې دي په لنډ وخت کې دغه ودانۍ ګټې اخیستنې ته چمتو کیږي.

 پریفټ ودانۍ د نورو ودانیو په نسبت تغیر منونکې دي، د ځمکې د ښویدا او زلزلې پر مهال له ځانګړي مقاومت څخه برخمنې دي.

د تیار جوړ شوو ودانیزو توکو بله ځانګړنه دا ده چې له اعمار وروسته له اړتیا سره سم  د دغې ودانې ځینې برخې لکه تشنابونه، زینې، برنډې او ګراجونه په هرځای کې چې وغواړو ځای پر ځای کولای شو.

ټول ټال ۱۶ کارکونکي چې ۷ تنه یې انجینیران او ۹ تنه یې ټیکنیشنان دي په ترکیه کې روزل شوي دي.

پنځه ټیکنیشنان کولای شي یو ښوونځی ورغوي.

یو ټیکنیشن په یوه ساعت کې پنځه متره مربع ودانۍ نصبولای شي.

یو ۸ ټولګي لرونکی ښوونځی چې ټول پراخوالی یې ۸۶۷ متره مربع ته رسیږي، د پنځو ټیکنیشانو په مټ په ۲۱ ورځو کې رغول کیدای شي.

 هغه کارکونکي چې، په بیلابیلو څانګو کې په ترکیه کې روزل شوي دي، اوس مهال د نويو ګمارل شوو او پخوانیو کارکونکو د روزنې ترڅنګ د دغو توکو د نصب لپاره د لارښودي کتابونو په لیکنه بوخت دي.

نا امنو ولایتونو ته د دغو ودانیزو توکو د لیږد په برخه کې، د امنیتي بنسټونو مرستې ته اړتیا لیدله کیږي.

تیارې جوړې شوې ودانیزې ټوټې د ترانسپورټي شرکتونو په مټ لیږدول کیږي.