د هیواد جلالتمآب ولسمشر له پیروزي ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه

5 جوزا 1397

د هیواد جلالتمآب ولسمشر له پیروزي ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس، د پیروزي ښارګوټي د بیلابیلو فازونو، د رغونې له کاري بهیره په داسې حال کې لیدنه وکړه چې، د ښار او کور جوړولو وزیر ښاغلي سید سعادت منصور نادري، د ولسمشر ستر سلا کار ښاغلي همایون قیومي، او د سکټوري وزارتونو ځینو مرستیالانو او رییسانو یې ملتیا کوله.

د مراسمو په پیل کې سید سعادت منصور نادري خبرې وکړې ویې ویل چې د دغې پروژې بنسټ ۹ کاله مخکې ایښودل شوی او تر اوسه پورې یې په زیربنایي چارو ۴۵ میلیونه ډالر لګول شوي دي.
هغه د ولسمشر له پاملرنې او ملاتر څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې دغه ښار ګوټی له معیارونو سره سم رغول کیږي او د دې ښار ګوټي له رغونې هدف دا دی چې د ټولنې لږ درامده وګړو ته استوګنځي تیار شي.

لومړی د یوه پریزینټیشن په مټ د دغې پروژې د آمر، عبد الاحمد ملکیار لوري په یاد ښار ګوټي کې د بریښنا، او بو رسونې، د ژورو څاه ګانو د کیندنې، سوداګریزو ساحو، جوماتونو، ښوونیزو او کلتوري مرکزونو، تفریحي پارکونو، او ورزشي لوبغالو په په تړاو هر اړخیز مالوت وړاندې شول.
هغه زیاته کړه چې په دغه ښارګوټي کې سړکونه، شنې سیمې، صنعتي او سوداګریزې ساحې، لوړ پوړیزې ودانۍ، او استوګنیزې نومرې په څو فازونو کې په پام کې نیول شوې دي، دغلته به ټولټال ۱۰۰۵۰ د اوسیدنې سرایونه،( حویلۍ) او ۱۳۵۰۰ بابه استوګنیز اپارتمانونه ورغول شي.

ورپسې د هیواد ولسمشر د ښار او کور جوړونې له وزیر او د یادې پروژې له آمر څخه د منني تر څنګ وویل: دلته اوس تر ټولو بنسټیزه ستونزه اوبه دي، د دغې ربړې د حل په منظور دې د زیربنا په چارو کې د ولسمشر له سلاکارانو، د کابل او پروان له والیانو، د ابورسونې د رئیس او د پلازمینې زون د خپلواکې ادرې له استازو یوه ګډه کمیټه جوړه شي.
جلالتمآب ولسمشر زیاته کړه چې د اوبو د تامین لپاره د هلو ځلو ترڅنګ، د بریښنا شرکت باید د دغې پروژې د برق لپاره واضح طرحه جوړه کړي، ځکه دوه میګاواټه بریښنا د دې پروژې له لپاره بسنه نه کوي.

ښاغلي ولسمشر وویل چې د دغو استوګنیزو نمرو د ویش لپاره دې یو واضح پلان جوړ شي د (A) او (F) فازونه دې بیا راستنیدونکو ته ورکړل شي تر څو مونږ هغوی ته یو ښکاره پیغام ولرو.
هغه څرګنده کړه چې د هیواد امنیتي او دفاعي بنسټونه دې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو لیست تیار کړي، ترڅو د شهیدانو وارثانو ته هم استوګنیز ځایونه په پام کې ونیول شي.
هغه دا هم ویل چې د شهیدان شوو خبریالانو ۱۰۰ کورنیو ته دې هم په دغه استوګنیزه پروژه کې کورونه ور وویشل شي هغه ټینګار وکړ چې د ټولو نمرو ویش باید روڼ او له معیارونو سره برابر وي

Image may contain: 3 people, people standing, outdoor and nature.