د کورجوړونی د ملی پالیسی او ستراتیژی د جوړولو کمیټی دوهمه غونډه د ښار اوکور جوړولو وزارت د کور جوړولود چارو د معین، تر مشرتابه لاندی دایره سو

22 ثور 1397

د کورجوړونی د ملی پالیسی او ستراتیژی د جوړولو کمیټی دوهمه غونډه د ښار اوکور جوړولو وزارت د کور جوړولود چارو د معین ، ښاغلی دیپلوم انجینر اجمل شمس تر مشرتابه لاندی دایره سوه.

په نوموړی کمیټه کښی د ښاری سکتور استازی، مالی او بانکداری سکتوراستازی، د نړیوالو سازمانونو استازی او د پوهنتونونو استادان ګډون لری تر څو د کورجوړونی د ملی پالیسی او سترانیژی د جوړولو چاری ددوی تر لارښونی لاندی مخته یوړل سی .

په راتلونکی میاشت کښی به د کورجوړونی د ملی پالیسی او ستراتیژی لمړنی مسوده بشپړه او په ملی او ولایتی سطحه به د مربوطه اداراتو، عامه خلګو ، تولنیزو استازو او نورو سره تر بحث ورسته کورجوړونی ملی پالیسی او سترا تیژی بشپره او د عملی کولو چاری به یی شروع سی .