ښار او کور جوړونې وزارت، د بشري سرچینو ریاست د اداري قانون، د پلې کیدا ښوونیزه برنامه جوړه کړه.

19 ثور 1397

ښار او کور جوړونې وزارت، د بشري سرچینو ریاست د اداري قانون، د پلې کیدا ښوونیزه برنامه جوړه کړه.

د غه ښوونیزه برنامه د دوشنبې په ورځ د17/2/1397مه  د ښار او کور جوړونې وزارت د خوړنځای په تالار کې تر سره شوه چې د یاد وزارت ډېری انجینیرانو او اداري کارکونکو پکې ګډون کړی وو.

د ښار او کور جوړونې وزارت حقوقي سلاکار ښاغلي ظل الرحمن نجیب د اداري اجرااتو قانون په تړاو اړین تشریحات، د برنامې ګډونو والو ته ور وړاندې کړل او ویې ویل " د عامه ادارې له لوري چې اصول او قوانین وضع او تصویب شي، نو د یوه حقوقي اثر په بڼه ځان څرګندوي"

هغه همدارنګه زیاته کړه، د هیواد ټول اوسیدونکي د دغه قانون پر وړاندې برابر حقوق او مکلفیتونه لري، د دغه قانون د پلې کیدا په برخه کې  باید چارواکي له اړونده خلکو سره توپیري چلند و نکړي.

د یاد ښوونیز بهیر په لړ کې ګډونوالو د موضوع په اړه خپل اندونه شریک کړل او د ادارې لپاره یې دیوه دغسې قانون شتون جدي اړتیا ووبلله.

د یادونې وړ ده چې د اداري اجرااتو قانون د ۱۳۹۶ لمریز کال د کب میاشتې پر ۱۳ مه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کابینې له لوري په ۵ څپرکو او ۷۵ مادو کې تصویب او د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس توشیح کړ.

                                                                               رپورټ: مرضیه رضایي


Image may contain: 2 people, people sitting, table and indoor


Image may contain: 4 people, people sitting, beard and indoor


Image may contain: one or more people, people sitting, table and indoor