Connect with us

پیروزي پروژه

د پیروزي استوګنیزې پروژې معرفي، رغښتیز چارټ، کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکې پلانونه 

پیروزي استوګنیزه پروژه، د ښار او کور جوړونې وزارت په چوکات کې  25/2/1385  نیټه د وزیرانو شورا د دوهم نمبر مصوبې پر بنسټ د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې په 8665جریبه ځمکه کې د کابل ښار شمال لور ته په 30 کیلو مټرۍ کې د کابل بګرام سړک په اوږدو کې د سرپناه ربړې د حل په منظور جوړه شوې ده.

د غه پروژه د هیواد د اساسي قانون له څوارلسمې مادې او د ښار او کور جوړونې وزارت له پالیسۍ سره سمه  په هیواد کې د بې سر پناهۍ د ربړې د حل تر څنګ، په استوګنیزه برخه کې په ځانګړي ډول د دولت مامورینو او نورو هیواد والو ته چې لږ عاید لري استانتیاوې برابروي.

اوس مهال د خصوصي سکټور او پانګونې په مټ 8800استوګنیزې حویلۍ، 417 استوګنیز بلاکونه او لوړمنزلونه، سوداګریز مرکزونه او صنعتي سیمه په پام کې نیول شوې ده.

دغه عام المنفعه پروژه دا لاندې موخې تعقیبوي.

1.      د کاري زمینې ایجاد.

2.      د کابل په اوسني ښار کې د نفوسو د ګڼې ګوڼې مخنیوی.

3.      د یوه ښه اسوګنیز چاپیریال رامنځته کول.

4.      د استوګنځایونو د بیعو د ورځنۍ لوړېدنې مخنیوی.

5.      د اوږد مهاله  قستونو په مټ هیواد والو ته د معیاري مسکن او د ښه ژوند امکانات بربرول.

رغښتیز چارټ

 

وظیفوي مسولیتونه

1.      په سیمه کې د پلې کوونکو شرکتونو د کاري بهیر تخنیکي څارنه.

2.      تر یوه ځانګړي پړاو پورې د پروژې د اوبو رسولو سیسټم ډېزاین او د هغه تیارول.

3.       تر یوه ځانګړي پړاو پورې د پروژې د کانالیزاسیون ډېزاین او د هغه مخته وړل.

4.      تر یوه ځانګړي پړاو پورې  د پروژې د ښار جوړنې او ودانګرۍ  د چارو ډیزاین او تیارول.

5.      تر یوه ځانګړي پړاو پورې د پروژې د بریښنايي سیسټم او ټکنالوژیکي خدمتونو ډېزاین.

6.      تر یوه ځانګړي پړاو پورې د ودانیزو پروژو ډېزاین او اماده کول.

7.      د تدارکاتي لړۍ د بشپړولو په موخه  د پروژې د (BOQ)  تیاول.

8.      د سروې په مټ د هغوی سیمو په باب د ډیټا راټول او اړونده ډیزینرانو ته د دغې ډېټا په واک کې ورکول.

9.      په خپل وخت سره، د ټولو تخنیکي او اداري برخو د کاري پرمختګونو څارنه.

10.  د پروژې د بازار موندنې او خرڅلاو په برخه کې ښاریانو ته د خدمتونوو وړاندې کول.

د ۱۳۹۷ کال کړنې او لاسته راوړنې

له د کاري پلان سره سم دغه لاندې لګښتونه  لاسته ړاوړنې او پرمختګونه شوې دي.

1

له ویالو او د سړک له غاړو سره  د C ، C1  فاز د سړکونو اسفالټ چې ټول اوږدوالی یې 7000 متره او ( 10.5,7,6,3.5)متره متفاوت سور لري بشپړ شوی دی.

2

C او C2فاز د سړکونو اسفالټ چې ټول اوږدوالی یې 7000 متره او ( 10.5,7,6,3.5)متره متفاوت سور لري بشپړ شوی دی.

3

1 D ،D فاز د سړک سب ګړید.

4

د باریک اب له سمې څخه تر پروژې پورې  د اوبو د ۳۰ کیلو مټره پایپ لاین غځونې سروې.

5

د  E فاز سروې

د ودانګرۍ او ښار جوړونې د برخې ډېزاین

7

په دوو وریانټونو کې د (C) فاز د (B1) برخې د حویلیو ډیزاین

8

په دریو وریانټونو کې د (C) فاز د (B2) استوګنیزو حویلیو ډېزاین.

9

په دوو وریانټونو کې (C) فاز د (BB1) برخې د حویلیو ډېزاین.

10

په دوو وریانټونو کې (C) فاز د (BB2) برخې د استوګنیزو حویلیو ډیزاین

11

په دوو وریانټونو کې د (C) فاز د (C1) برخې د استوګنیزو حویلیو ډېزاین

12

 په دریو وریانټو کې د (C1) فاز د (C2) استوګنیزو حویلیو ډېزاین.

13

په اتو وریانټو کې د (C) استوګنیز فاز د D1  برخې د حویلیو ډېزاین.

14

په اتو وریانټونو کې د (C) استوګنیز فاز د  D2 برخې د حویلیو دېزاین.

15

په نهو وریانټو کې د (C) استوګنیز فاز E1 برخې د حویلیو ډېزاین

16

په اوه وریانټونو کې (C) استوګنیز فاز د E2 برخې د استوګنیزو حویلیو ډېزاین .

17

د سیمه ایز جومات ډېزاین.

18

 په سیمه کې د کلینیک ډیزاین.

19

د لومړني ښوونځي ډیزاین.

20

په څلورو وریانټونو کې د (C)  څلور پوریز استوګنیز فاز د (L) برخې ډېزین.

21

په څلورو وریانټونو کې د (C) نهه پوریزه استوګنیز بلاک د (I) برخې ډېزاین

د ابو رسولو او کانالیزاسیون د برخې ډېزاین.

23

دیزاین حویلی  رهایشی فاز(C) تیب (B1) در 2 وریانت

24

په دریو وریانټونو کې (C) استوګنیز فاز د (B2) برخې د حویلیو ډېزاین.

25

. په دوه وریانټونو کې د (C) استوګنیز فاز (BB1) برخې د حویلیو ډېزاین.

26

په دوو وریانټو کې د (C) استوګنیز فاز د (BB2) برخې د حویلیو ډیزاین.

27

په دوو وریانټونو کې د (C) فاز د (C1) برخې د حویلیو ډیزاین.

28

په دریو وریانټونو کې د (C)  فاز د (C2) برخې د حویلیو ډېزان.

29

په اتو وریانټونو کې د (C) فاز د D1 برخې استوګنیزو حویلیو ډېزاین.

30

په اتو وریانټونو کې د (C) فاز (D2) استوګنیزو حویلیو ډېزاین.

31

په ۹ وریانټو کې د (C) استوګنیز فاز د E1  برخې د حویلیو ډېزان.

32

په ۷ وریانټونو کې د ( C) فاز E2 برخې د استوګنیزو حویلیو ډېزان.

33

د سیمه ایز جومات ډېزاین.

34

په سیمه کې د کلینیک ډېزاین.

35

 د لومړني ښوونځي ډېراین.

36

په څلور وریانټونو کې د (C) فاز د  (L) برخې د استوګنیز څلور پوړیزه بلاک  ډېزاین.

37

په ۴ وریانټونو کې د (C) استوګنیز ۹ پوریزه بلاک ډېزاین، (I) برخه

د ودانیزې برخې ډېزاین.

39

په ۲ وریانټونو کې د (C) فاز د B1) برخې د استوګنیزو حویلیو ډېزاین.

40

په  ۳ وریانټونو کې د (C) فاز د (B2) برخې د استوګنیزو حویلیو ډیزاین.

41

په  ۲ وریانټونو کې د (C) استوګنیز فاز د (BB1) برخې د حویلیو ډېزاین.

42

په ۲ وریانټونو کې د (C) فاز د (BB2) برخې د استوګنیزو حویلیو ډېزاین.

43

۲ وریانټونو کې د (C) استوګنیز فاز د (C1) برخې د حویلیو ډېزاین.

44

په ۳ وریانټونو کې د (C) استوګنیز فاز د (C2) برخې د حویلیو ډیزاین.

45

په ۸ وریانټونو کې د (C)  استوګنیز فاز د D1 برخې د حویلیو ډېزاین.

46

په ۸ وریانټونوکې د (C) استوګنیز فاز د D2 برخې د حویلیو ډېزاین.

47

په ۹ وریانټونو کې د  (C) استوګنیز فاز د E1 برخې د حویلیو ډېزاین.

48

په ۷ وریانټونو کې د (C) استوګنیز فاز د E2 برخې د حویلیو ډېزاین.

49

د سیمه ایز جومات ډېزاین.

50

په سیمه کې د کلینیک ډېزاین.

51

 د لومړني ښوونځي ډېراین.

52

په ۴ وریانټونو کې د (C) استوګنیز فاز (L) برخې د بلاک ډیزاین.

53

په ۴ وریانټونو کې د (C) استوګنیز فاز (I) برخې د بلاک ډیزاین.

 

د سړکونو د  څانګې ډېزاین

55

د پروژې د حلقوي سړګ بشپړ ډېزاین.

56

دE فاز سړګونو بشپړ ډېزاین.

 

د بر آورد برخه

58

په ۲ وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د B1) برخې د حویلیو ډیزاین.

59

 په ۳ وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (B2)برخې د حویلیو ډیزاین.

60

په ۲ وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (BB1) برخې د حویلیو ډیزاین.

61

په ۲وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (BB2) برخې د حویلیو ډیزاین.

62

په ۲وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د C1) برخې د حویلیو ډیزاین.

63

په ۳وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (C2) برخې د حویلیو ډیزاین.

64

په ۸وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (D1برخې د حویلیو ډیزاین.

65

په ۸وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د D2برخې د حویلیو ډیزاین.

66

په ۹وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د E1برخې د حویلیو ډیزاین.

67

په ۷وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (E2برخې د حویلیو ډیزاین.

68

د سیمه ایز جومات ډېزاین.

69

په سیمه کې د کلینیک ډېزاین.

70

 د لومړني ښوونځي ډېراین.

71

 په ۴وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (L) برخې د حویلیو ډیزاین.

72

په ۴وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (I) برخې د ۹ پوړیزه بلاک  ډیزاین.

 

د بریښنا ډیزان

74

په ۲وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (B1)  برخې د حویلیو ډیزاین.

75

په ۲وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (B2) برخې د حویلیو ډیزاین.

76

په ۲وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (BB1) برخې د حویلیو ډیزاین.

77

په ۲وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (BB2) برخې د حویلیو ډیزاین.

78

په ۲وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (C1) برخې د حویلیو ډیزاین.

79

په ۳وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (C2) برخې د حویلیو ډیزاین.

80

په ۸وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (D1)برخې د حویلیو ډیزاین.

81

په ۸وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د D2 برخې د حویلیو ډیزاین.

82

په ۹وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د E1 برخې د حویلیو ډیزاین.

83

په ۷وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (E2برخې د حویلیو ډیزاین.

84

د سیمه ایز جومات ډېزاین.

85

په سیمه کې د کلینیک ډېزاین.

86

 د لومړني ښوونځي ډېراین.

87

په ۴وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د (L) برخې د بلاک ډیزاین.

88

په ۴وریانټونو کې د (C) استوګنیز قاز د I)  برخې د بلاک ډیزاین.

 

د بازار موندنې برخه

89

د استوګنیزو نمرو خرڅلاو.

90

د سیمه ایزو سوداګریزو مارکیټونو د نمرو خر څلاو

91

د صنعتي پارک د سیمې خر څلاو

 

له پلان څخه بهر

93

د زرغونو صنعتي پارکونو د ماسټر پارک بشپړونه.

94

د پوهنې وزارت د سودا ګریزې سیمې مهندسي.

95

د شهزاده سرای د سوداګریزې سیمې مهندسي.

96

د افغان - چین ښار ګوټي د ګریډینګ جوړونه.

 

د ودانګرۍ او ښار جوړونې برخه

98

د خوست ولایت د اور وژنې د ودانۍ مهندسي طرح او ډیزاین.

99

د خوست ولایت د ترمینال ودانۍ مهندسي طرح او ډېزاین.

100

د بلخ ولایت د ترمینال ودانۍ مهدسي طرح او ډېزاین.

101

د خوست ولایت د هوا پیژندنې د ودانۍ مهندسي طرح او ډیزاین.

 

د اوبو رسولو او کانالیزاسیون د ډایزاین برخه

103

د خوست ولایت د اور وژنې ودانۍ د اوبو رسولو او کانالیزاسیون طرح او ډیزاین.

104

د خوست ولایت د ترمینال ودانۍ د اوبو رسولو او کانالیزاسیون طرح او ډیزاین

105

د بلخ ولایت د ترمینال ودانۍ د اوبو رسولو او کانالیزاسیون طرح او ډېزاین.

106

  د خوست ولایت د هوا پیژندنې د ودانۍ د اوبو رسولو او کانالیزاسیون طرح او ډیزاین.

 

د ودانیزې برخې ډیزاین

108

د خوست ولایت د اور وژنې د ودانۍ  ساختماني ډیزاین.

109

د خوست ولایت د ترمینال ودانۍ ساختماني ډېزاین.

110

د خوست ولایت د هوا پیژندنې د ودانۍ ساختماني  ډیزاین.

111

د بلخ ولایت د ترمینال ودانۍ ساختماني ډېزاین.

 

د بر اورد برخه

112

د خوست ولایت د اور وژنې  ودانۍ  د بر اورد ډیزاین.

113

د خوست ولایت د ترمینال ودانۍ د براورد ډېزاین.

114

د خوست ولایت د هوا پیژندنې د ودانۍ د بر اورد ډیزاین.

115

د بلخ ولایت د ترمنیال ودانۍ د براورد ډېزاین.

 

د بریښنا ډیزاین

116

د خوست ولایت د اور وژنې د ودانۍ  د بریښنا ډیزاین.

117

د خوست ولایت د ترمینال ودانۍ د بریښنا ډېزاین.

118

د خوست ولایت د هوا پیژندنې د ودانۍ د بریښنا ډیزاین.

119

د بلخ ولایت د ترمنیال ودانۍ د بریښنا ډېزاین.

120

د بلخ ولایت د غالۍ اوبدونکو د ښار ګوټي ډیزاین.

121

په ننګرهار ولایت کې د غالۍ اوبدونکو ښار ګوټي د ګریډینګ پلان

122

د بلخ د بریښنا ډیزاین.

123

د بلخ د سړک ډیزاین.

124

د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ډیزاین.

125

په لسو سیمو کې د وړکتونونو د تفریحي ساحې ډیزاین.

126

د30 کیلومټره په اوږد والي سره د اوبو رسولو ډیزاین.

127

ننگرهار ولایت د غالۍ اوبدونکو د ښار ګوټي ډیزاین

128

د ننگرهار ولایت د ابو رسولو او کانالیزاسیون ډیزاین.

129

د ننگرهار ولایت د بریښنا ډیزاین.

130

د ننگرهار ولایت د سړک ډیزاین.

131

د ننگرهار ولایت د پلاني سیمې ګریډینګ

132

په هرات ولایت کې د کماالدین بهزاد ښار ګوټي ډیزاین

133

 د ابورسولو او کانالیزاسیون ډیزاین.

134

 د سړک ډیزاین.

135

د پلاني سیمې ګریډینګ.

 

د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ میاشتې تر ورستیو پورې  مرکزي  دفترونو د هلو ځلو له امله د یادو ټولو دفترونو د وړاند ویني پلانونه بشپړ شوي دي او دغه راز په سیمه کې د پروژو کار هم ۱۰۰ سلنه بشپړ شوی دی چې په حقیقيت کې د ۷۳ سلنه بودجې  لګښت ښيي.

د خرڅلاو برخه

 ښار او کور جوړونې وزارت د پوهنې وزارت سره د کړي هوکړه لیک پرنسټ چې ۱۶۰۰ استوګنیزې نومرې به ښوونکو ته پرته له دې چې د ځمکې بیع ترې واخلي ور ویشي، تر اوسه پوري د پوهنې وزارت کارکونکو ته تر ۱۱۰۰ ډېرې استوګنیزې نومرې او تر ۳۰۰۰ زیاتي استوګنیزې نومرې او سوداګریزې ساحې نورو اړمنو هیواد والو ته د دغه وزارت له شرط نامې سره سمې ور ویشل شوې دي.

 د دغو ځمکو له خرڅلاو څخه چې کومې پیسې تر لاسه شوې دي په افغانستان بانک کې د ماليې وزارت ځانګړې حساب ته ،چې د دغې پروژې لپاره پرانیستل شوی دی، تحویل کړل شوې دي.

هره ورځ پیرودونکي د نویو نمرو د پیرودنې او  قستونو د تحویلولو په منظور د دغې پروژې د خرڅلاو څانګې ته راځي.

د ۱۳۹۷ کال د پلې کیدو وړ پلانونه.

1.      پروژې ته د ننوتلو او له پروژې څخه د وتلو د دروازو جوړونه.

2.      د (B)د فاز د اوبو رسولو او کانالیزاسیون د شبکې جوړونه.

3.      د واټر پمپونو لپاره د خونو جوړونه.

4.      د (D)فار د دوهمې برخې سبګریډ.

پورته چې د سړکونو، ابورسولو، کانالیزاسیون، بریښنا، وداني او ودانګرۍ په پرخو کې د ډېزاین کوم پلانونه یاد شوې دي پر ټولو یې کار روان دي.

پیروزي استوګنیزې پروژې د ۱۳۹۷ کال د پلانونو د پلې کیدو او د کاري پرمختګونو پر وړاند وینې، څارنې او ډېزاین  برخو کې لازم تدابیر نیولي.

د غې پروژې د ۱۳۹۷ مالي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې په ډېره ښه توګه  له ورکړل شوې بودجې څخه  ۷۶٪ بودجه لګولې ده.

گزارش

 

د ۱۳۹۷ کال په لومړۍ ربع کې د پیروزي پروژې کاري رپوټ

د  ۱۳۹۷ مالي کال په لومړۍ ربع کې  پیروزي پروژې په دغو لاندې پلانونو کار کړی دی:

د ښار جوړونې او ښاري ودانګرۍ ډیزاین، د اوبو رسولو او کانالیزاسیون سیسټم، د E فاز او نورو بنسټیزو پارکونو تخمیني لګښت، دانیز ډیزاین او طرحه جوړونه، د (A)،(B)فازونو دوو مکتبونو د چټلو اوبو لپاره د تصفیه خونو، د E   فاز د ابو د زیرمې، نلونو او پل چکونو ډیزاین په ځان کې رانغاړي.

د سړکونو د ډېزاین په برخه کې د D فار د سفالټ کارۍ ډېزاین، د Eفاز د ټولو سرکونو طرحې او ډېزاینونه له پلان سره سم پر مخ بیول شوي دي.

د C فاز د بریښنا شبکه، د دوو باب ښوونځیو د بریښنا مزي غځول شوي، د پیروزي پروژې د بریښنا د ډېزاین برخې، د باریک اب له سمې څخه تر پروژې پورې د اوبو پایپ لاین غځونې چاري هم پرمخ بیولي دي.

له دې سربیره پیروزي ښارګوټي له پلان څخه بهر په کمال الدین بهزاد ښار ګوټي پوري اړوند فعالیتونه لکه، د ودانګرۍ او ښار جوړونې، اوبو رسونې او کانالیزاسیون، ودانیزو ډیزاینونو، د تخمیني لګښت مالومونې او د بریښنا ډېزاین په برخو کې تر سره کړې دي.

دغه یاد فعالیتونه، د سرکونو د ښې رغونې په موخه د سبګریډونو ډیزاین، په هغه سیمه کې د سړکونو ډیزاین چې نوي رغول کیږي، د کمال الدین بهزاد ښار ګوټي د اوبو د زیرمو، د سیپتیک څاګانو اوبو رسونې او کانالیزاسیون په برخو د کارونو څرنګوالې ته په کتنې له پلان سره سمې ۶۰٪  چاري پر مخ بیولې شوې دي.

د دغو یادو کړنو تر څنګ پیروزې پروژې په ساحه کې د تیر مالي کال نیمګړي کارونه لکه، C، C1  سړکونه له ویالو او د سړک له غاړو سره چې ټول اوږدوالی یې 7000متره او ( 10.5,7,6,3.5)  متره متفاوت سور لري، د D، 1D،فازونو د سړکونو پاتي سبګریډ،  پروژې ته د ننوتلو دروازې، د کندل شوو څاه ګانو لپاره د خونو جوړول، د B  فاز لپاره د کانالیزاسیون او اوبو رسولو چارې بشپړې کړې دي.