Connect with us

د ښاري پراختیا لپاره د ستراتیژیکو پلانونو پروژه SDP

د ۱۳۹۷ کال په لومړۍ ربع کې د ښاري پلانونو د طرحې پروژې ( SDP )کاري رپوټ

( SDP ) پروژې د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې پر لاندې درېو برنامو کار کړی دی.

1-   د تیورې، شهرک، ده صلاح، اندراب، مټاخان، برمل، زرغون ښار او څمکنیو ولسوالۍ ګانو او د غور، بغلان، پکتیکا او پکتیا ولایتونو لپاره د ستراتیژیکو پلانونو جوړونه.

2-   د میدانښار، تالقان، شبرغان، پلخمري او قلعه نو ښارونو ته د ښاري پلانونو تیارول.

3-   د  جلال اباد، مزار شریف او کندوز سترو ښارونو  پر ماسټر پلانونو د بیا کتنې تر څنګ، پر ۸ ستراتیژیکو پلانونو هم بیا ځلي کتنه کیږي.

په څانګړې ډول د ۱۳۹۷ مالي کال په لومړۍ ربع کې د جلال اباد ښار پر ماسټرپلان بیاکتنه شوې ده، د غې بیاکتنې ټول لګښت ۱۰ زره امریکایي دالره دی او ۳۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

د دغې ربعې له پلان سره سم بل فعالیت د بلخ مزکز مزارشریف ښار پر ښاري ماسټر پلان بیا کتنه وه چې لګښت یې ۵ زره امریکایي ډالره دی او  یاد ماسټر پلان په بیا کتنه کې هم ۳۰٪ کاري پرمختګ  لیدل کیږي،

په دې ربع کې دریم او وروستي فعالیت د کندوز ښار د ښاري ماسټر پلان بیاکتنه وه چې د مالوماتو را ټولونې بهیر یې ټول بشپړ شوی دی، د سمې سروې او مشاهدې ۳۰ ٪ چاري پر مخ تللې دي.