Connect with us

د املاکو او اسکانو ریاست

په ۱۳۹۶ مالي کال کې د املاکو او اسکانو ریاست د لومړۍ ربعې رپوټ

د افغانستان په ښارونو کې د ځمکې، کور، اپارتمان او استوګنیزو واحدنو ویشل د قیق ثبت او د ملکیت دوسیو ته اړتیا لري.

مستحقو خلکو ته د کورونو ویش د ښار او کور جوړولو وزارت یوه بله عمده دنده  ګڼله کیږي.

کله ناکله د نه پاملرنې له کبله ځینې دولتي ځمکې د زور واکو له لوري لاندې (غصب) شوې دي.

د املاکو او اسکانو ریاست په روان ۱۳۹۶ مالي کال کې د خپلو ترسره کړیو فعالیتونو رپوټ په دې لاندې توګه وړاندې کوي.

·          املاکو او اسکانو ریاست د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې په کابل بانک پورې اړوند، د ګلبهار ښار ګوټي یو باب اپاتمان خرڅ کړی دی.

·         د ملي دفاع وزارت د ځینو شهیدانو وارثینو ته د قصبې په استوګنیز ښار ګوټي کې  پنځلسم(۱۵) بلاک ور ویشل شوی دی.

·         د څلورم مکروریانونو د لس پوړیزه بلاکونو پروژې دوسې د سجل په موخه له سره څیړل شوې دي.

·         د څلورم مکروریانونو د لس پوړیزه بلاکونو مکتوبونه د شرعي قبالو د ورکړې په موخه محکمو ته لیږل شوي دي.

·         قطر پروژې ته د ځمکې د لیږد په موخه، ولسمشرۍ  ماڼۍ عالي مقام ته وړاندیز شوی دی.

·         په کابل بانک پورې اړوند ګلبهار ښار ګوټي د اپارتمانونو په سجیل او د تعهد لیکونو په ډکولو کار روان دی، شاوخوا د ۲۵۰ مکتوبونو ثبت او راجستر شوی، د هغو پروژو لپاره چې اوس تر رغونې لاندې دي د شویو عرض پاڼو ثبت د دې ریاست یو بل عمده مسولیت ګڼل کیږي.