Connect with us

د مسکن د اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو ریاست


30 ثور 1397

 

 

د مسکن اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو ریاست  معرفي، رغښتیز چارټ، وظیفوي مسولیتونه، کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکې پلانونه.

د مسکن د اقتصادي او ټولنیزو چارو ریاست په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوري ریاست د حکم له مخې د ښار او کور جوړونې وزارت په چوکاټ کې د مسکن چارو معینیت تر چتر لاندې جوړ شو.

د دغه ریاست په تشکیل کې له تشو بستونو ور اخوا ۲۰ تنه  رسمې کارکونکې په بیلابیلو برخو کې، د دندو د اجرا په موخه کارکوي.

 

وظیفوي مسولیتونه:

1.       له عمومي پلان سره سم، د وزارت ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو لپاره د میاشتنې، ربعوار او کلني کاري پلانونو جوړونه.

2.      د ښار او کور جوړونې وزارت له ستراتیژیک پلان سره سم، د مسکن د بازار موندنې ستراتیژۍ د پراختیا په موخه د علمي طرحو او برنامو جوړول.

3.      د ټولنې د لږ او منځني عاید لرونکې پوړ لپاره، له وس سره د برابر مسکن د ایجاد په موخه د ټولنیز او اقتصادي تحلیلونو او مطالعاتو په لاره اچول او مدیریت.

4.      د مسکن په برخه کې د هیواد والو د اړیتا پوره کولو په موخه د پلان او پالیسي ریاست په ملتیا د مسکن ملي پالیسي جوړول.

5.      د اوږد مهال پور په بدل کې د کورونو اخیستلو په موخه د مالي امکاناتو د برابرو په پار د طرحو او وړاندیزونو جوړول( د رهني  سیستم ایجاد).

6.      د خصوصي سکتور اړوند مسکن جوړولو په برخه کې د اقتصادي او ټولنیزو تحلیلونو ارزونه ، د ښار او کور جوړونې وزارت د انجنیرانو او مهدسینو له لوري  د دغو ټولنیزو او اقتصادي تحلیلونو څار.

7.      مسکن ته د ټولو اقشارو لاسرسی او د مسکن په برخه کې د ستونزو د حل په منظور د طرو او پالیسیو جوړونه.

8.      په بازار کې د اوسنیو او راتلونکو پیرودونکو د اړتیا او اقتصادي توان بررسي او مطالعه.

9.      د اوږد مهاله پور په وسیله د مسکن اخیستلو لپاره د مالي امکاناتو د رامنځته کولوپه منظور  د طرحو او پالیسیو جوړول.

10.  د بې سرپناهۍ د ربړې د حل او کمولو په خاطر د مسکن اړوند پروژو  د ټولنیز او اقتصادي تحلیل مطالعه.

11.  د برنامو د پلې کیدو په موخه له خصوصي سکتور سره د همغږۍ او نږدې کاري اړیکو ایجاد.

12.  د عامه او خصوصي سکتور د ګډې همکاري په وسیله د مسکن جوړول.

13.  د ټولنې د لږ، منځني  او لوړ عاید لرونکې پوړ لپاره، له وس سره د برابر مسکن د ایجاد په موخه د ټولنیزو او اقتصادي تحلیلونو او مطالعاتو په لاره اچول او مدیریت.

14.  د مسکن د مطالعې، افتصادي او ټولنیز تحلیل په برخه کې د غوره پایلو د لاسته راوړنې په موخه د میتودونو، لارښودونو، وسیلو او سټنډرډونو معرفي او جوړونه.

15.  د خصوصي او عامه سکتور ترمنځ د مسکن په عرصه کې د ګډې همکارۍ په موخه د وړاندیزونو او طرحو ترتیب.

16.  د خصوصي سکتور له لوري د مسکن جوړونې په برخه کې د ترسره شوو اقتصادي او ټولنیزو تحلیلونو څارنه او اروزنه.

د ۱۳۹۶ کال په لړ کې کړنې او لاسته راوړنې

په مرکز او ولایتونو کې د استوګنیزو پروژو اقتصادي او ټولنیزې شننې.

1.      د کابل ښار د پولیسو استوګنیز ښارګوتي د پروژې اقتصادي او ټولنیز تحلیل.

2.      د کابل ښار د ترانزیتي کمپنۍ مرکز( کاماز) د استوګنیزې پروژې اقتصادي او ټولنیز تحلیل.

3.      د کابل ښار د افسوتر سوداګریز شرکت د استوګنیزې پروژې اقتصادي او ټولنیز تحلیل.

4.      د کابل ښار په نیله باغ سیمه کې د دوه زرو استوګنیزو واحدونو اقتصادي او ټولنیز تحلیل.

5.      د لوګر ولایت د پل علم ښار او مامورینو کارتي د پروژوې اقتصادي او ټولنیزه څېړنه.

 

 

په ولایتونو کې د ۱۳۹۷ کال په لومړۍ او دوهمه ربع کې د استوګنیزو پروژو ټولنیز او اقتصادي تحلیل

1.      د بلخ ولایت په حیرتان دښته کې د لس زرو استوګنیزو واحدونو پروژې اقتصادي او ټولنیز تحلیل.

2.      د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې، له وس سره د برابرو بلاکونو اقتصادي او ټولنیز تحلیل.

3.      د پروان ولایت په چاریکار ښار کې د توپ درې په سیمه کې د استوګنیزو بلاکونو اقتصادي او ټولنیز تحلیل.

 

راتلونکې پلانونه

1-  په کندهار ولایت کې د لس زره استوګنیزو واحدونو ټولنیز او اقتصادي تحلیل.

2-  له تفصیلي پلان سره سم د پروان ولایت، چاریکار ښار په توپ دره سیمه کې د استوګنیزو بلاکونو اقتصادي او ټولنیز تحلیل.

3-  له تفصیلي پلان سره سم، د بلخ ولایت په حیرتان دښته کې د لس زرو استوګنیزو واحدونو پروژې اقتصادي  او ټولنیزه شننه.

4-  له تفصیلي پلان سره سم، د غزني ولایت د علي لالا ښار ګوټي د استوګنیزو بلاکونو ټولنیز او اقتصادي تحلیل.

له تفصیلي پلان سره سم، د دایکندي ولایت په مرکز کې، له وس سره د برابرو استوګنیزو بلاکونو اقتصادي او ټولنیز تحلیل.

1-  د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښار د پراختیایي پلان سیمې، د استوګنیزو بلاکونو ټولنیز او اقتصادي تحلیل.

2-  د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار په سنګ مهر سیمه کې د ۹۷۰۰ متره مربع په پراخوالي سره د استوګنیزو بلاکونو اقتصادي او ټولنیز تحلیل.

3-  د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار د تفصیلي پلان  اقتصادي او ټولنیزه شننه.

4-  په بامیانو ولایت کې د لس زرو استوګنیزو واحدونو ټولینز او اقتصادي تحلیل.

5-  د لوګر ولایت د پوهنتون شمال لور ته، د زر جریبه ځمکې په پراخوالې کې د لس زره استوګنیزو واحدونو د جوړونې اقتصادي او ټولینزه شننه.

6-  د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو د مسکن ټولنیزه او اقتصادي شننه.

 

  

رغښتیز چارټ