Connect with us

د مسکن تخنیکي ریاست

د روان مالي کال په دوهمه ربع کې د مسکن تخنیکي ریاست کاري رپوټ

د مسکن تخنیکي ریاست د ۱۳۹۷ کال په دوهمه ربع کې په دې لاندې پروژو لکه، د ښاري پراختیا عالي شورا ته د وړاندې کولو په موخه د ګلستان استوګنیز کمپلیکس لومړۍ ارزونه، د ښار جوړونې ریاست د وړاندیز او د ښار او کور جوړونې وزارت د 170نمبر 97/1/19  حکم پر بنسټ  د کابل ښار د بنسټ رغیزې طرحې د وروستۍ مسودې پر کانسپټ هم دې ریاست کار روان کړی دی.

د مسکن تخنیکي ریاست د هغو اسنادو بیاکتنه پیل کړې ده چې د امریکایي ساساکي کمپنۍ له لوري ترتیب شوي دي.

د مسکن تخنیکي ریاست، د املاکو او اسکانو ریاست، د ناپلانه سیمو د ښې رغونې ریاست، د مسکن د افتصادي او ټولینزو مطالعاتو ریاست او د ښوونکو د ښارګوټو له امریت څخه یو ګډ کاري ټیم د دغو یادو ریاستونو تر منځ د همغږي او ښوونکو ته د استوګنځایونو د مهیا کولو په برخه کې د برنامو جوړولو په موخه رامنځته شوی دی.

Enabled Children Initiative   موسیسې د وړاندیز پر بنسټ د کابل هوایي ډګر په شمال کې د معلولو ماشومانو لپاره د روزنتون جوړونې د وړاندیزې طرحې ترتیب.

د کابل هوایي ډګر شمال لور ته د کاماز تصدۍ د استوګنیزو بلاکونو د ودانګرۍ طرحه او تفصیلي پلان ترتیب.

د سرې میاشتې ریاست په جایدادونو او ملکیتونو پورې اړونده د پایتخت زون له لوري د تیار شوي رپوټ بیاکتنه، په ازموینه کې د ودانګرۍ برخې ته د پوښتنو جوړونه او د استوګنیزو ښار ګوټو مقررې د مسودې بیاکتنه هغه فعالیتونه دي چې د ۱۳۹۷ مالي کال په دوهمه ربع کې د دې ریاست له لوري ترسره شوي دي، کاري پرمختګونه د چارو څومره والي ته په کتنې پرمخ بیول شوي دي د دغو پیل کړل شوو فعالیتونو د پای ته رسولو مهال د وران مالي کال منځ او پای ښودل شوی دی.

د روان مالي کال په دوهمه ربع کې دغه ریاست د افسوتر کمپنۍ په 9165 متره ځمکه کې استوګنیز بلاکونه طرح او ډیزاین کړی دی، د شهیدانو وارثینو، معلولینو او امنیتي ځواکونو ته له وس سره د برابرو کورونو طرح او ډېزاین، د استوګنیزو بلاکونو ډېزاین او د بګراميو نساجي سیمې ته د تفصیلي پلان تیارول، د مرکزي باربري تصدۍ پورې اړونده ځمکه کې د استوګنیزو بلاکونو طرحه، د هرات د ګازرګاه سیمې د لومړي فاز د استوګنیز کامپلیکس طرح او ډیزاین، د خوست ولایت په مرکز کې د استوګنیزو بلاکونو طرح او ډیزاین، کاپیسا ولایت کې د استوګنیزو بلاکونو سایټ پلان او د دغو بلاکونو بیاځلي تفصیلي پلان جوړونه، د لوګر ولایت د مامورینو د کارتې د استوګنیزو بلاکونو طرح او دېزاین، د لغمان ولایت د استوګنیزو بلاکونو طرح او ډیزاین او د یادو بلاکونو د R5 تفصیلي پلان جوړونه، د پروان ولایت په توپدره سیمه کې د استوګنیزو بلاکونو طرح او ډیزاین او د لس زره استوګنیزو واحدونو د پروژې لومړي فاز ته د مرکز ګرمي ودانۍ جوړونې په باب لومړنۍ طرح تیاره شوې ده په دغې طرح د لومړۍ ربعې په اوږدو کې کار پیل شوی وو خو اوس یې چارې بشپړې شوې دي.