Connect with us

د ملي ساختمانونو د مقرراتو د طرحې او کدونو ( NBC&R ) ریاست، معرفي، رغښتیز چارټ، وظیفوي مسولیتونه کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکې پلانونه.

دغه ریاست په ۱۳۶۴ کال کې د وخت د سرتاسري ودانیزې شورا او ساختماني چارو وزارت تر منځ د هوکړې له مخې د (۵۷) کارکونکو په لرلو سره رامنځته شو.

دا ریاست د پروژه جوړونې نورمونه، ودانیز اقتصاد، د بشر د اسکانو او ساختماني توکو د سټنډرډ څانګې په ځان کې رانغاړي، په دغو یادو څانګو کې دوه کسه ډاکټران، ۱۸ ماسټران او ۱۲ کسه لیسانس وګړي په کار لیګا دي.

له ۱۳۶۴ کال څخه تر ۱۳۷۱ کال پوري د دې ریاست له لوري د کورنیو او باندنیو موخذونو په مټ، ۱۱۵ څیړنیز کارونه مخته وړل شوي دي.

 د دې ترڅنګ یاد بنسټ ۲۰ سرلیکه نور اسناد چاپ او خپاره کړي دي او نږدې ۳۰ څېړنیز اثار د چاپ او خپراوي په درشل کې دي.

د دغو ریاست له لوري ۶۵ علمي او څېړنیز اثار چاپ او لوستونکو ته په واک کې ورکړل شوي دي.

له ۱۳۷۱- ۱۳۸۱ کال پورې د دې ریاست کارونه د نا امنیو او کورني اړو دوړ له کبله مخ په ځوړ ول.

له ۱۳۸۶ کال څخه بیا تر اوسه دغه ریاست بیا  رامنځته شو او د علمي اسنادو او طرحو د تدوین په موخه د متحده ایالتونو په سلامشوره له I.B.C سیټم څخه په ګټې اخیستنې سره، چې دغه لاندې موضوعات په ځان کې رانغاړي، څیړنیزې چاري پرمخ وړي.

نړیوال ساختماني کوډ- International building code 

د زون دستور العمل- Zoning ordinance  

P F M. (Virginia) –

 

رغښتیز چارټ

وظیفوي مسولیتونه

د ودانیزو او ښاري موضوع ګانو په اړه د کدونو د تیارونې، سټنډرډ قوانیو، مقرراتو، لایحو، دستور العملونو او لارښودونو د تدوین په پار د علمي څېړنو ترسره کول.

په ښاري او دانیزو برخو کې د نورماتیفي اسنادو مطالعه او شته امکاناتو ته په کتو د دې اسنادو شننه.

د علومو او تخنیکونو د تازه لاسته راوړنو په مټ د ښاري او ساختماني کدونو په تړاو څېړنه، د ملي او نړیوالو څېړنیزو موسیسو له څېړنو څخه سمه ګټه اخیستل.

د سیمه ایزو ساختماني توکو د کیفیت په تړاو څیړنه او د دغو توکو د کارونې په تړاو د وړاندیزونو او لارښودونو ترتیب.

د ښاري کدونو او تعمراتي مقرراتو په برخه کې د غوره ملي او نړیوالو تجربو په اړه مطالعه او څېړنه.

 له اړوند ارګانونو سره د علمي همکاریو او په خاصو برخو کې د سلا او مشورو شریکول، د هغو ساختماني توکو د میتودونو او نور ماتیفونو تیارول چې د کدونو او مقرراتو د طرحې ریاست له لوري یې مالومات تهیه کیږي.

په ښاري او ودانیزه برخه کې د نورو علمي او څېړنیزو فعالیتونو ترسره کول.

د ۱۳۹۶ کال  کړنې او لاسته راوړنې

د ۲۲ ساختماني طرزالعملونو مسودې تیارول.

د طرزالعملونو اوډنه او ترتیب.

د تابلو ګانو نښه کول.

خوندیتوب د کار په جریان کې.

د اورلګیدنې پرمهال د ودانیو ساتنه.

د ۱۳۹۷ کال  پلانونه:

د طرزالعملونو تهیه او ترتیب.

د اوسپنیز کانکریټ له ترکیبي اجزاوو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د طرزالعمل تیارول.

په ودانیو کې د کاریدونکو توکو او کانکریټ د کیفیت ارزونه او کنټرول.

د زلزلې په وړاندې د ودانیو ارزونه.

د ښاري لیږد رالیږد طرحه.

 له ښاري ځمکو څخه بیاځلي ګټه اخیستنه.

د عامه سړکونو طراحي کول.

د سړکونو ساتنه او پالنه.

د انرژي په لګښت کې سپما.