Connect with us

د تخنیکي زیربنا ریاست

د ۱۳۹۷ کال په دوهمه ربع کې د تخنیکي زیربنا ریاست  کاري راپور

د روان مالي کال په دوهمه ربع کې د تخنیکي زیربنا ریاست دغه لاندې کړنې پر مخ بیولې دي:

د سرک په برخه کې طرحې او ډیزاینونه: د ملي شورا د کلینیک سیمه، د سردار محمد داود خان غونډۍ، د میدان وردګو ولایت د پولیسو مرکزي بیس، د دغو پورته یادو شوو سیمو د سرکونو بر اورد هم د دې ریاست له لوري ترسره شوی دی.

د کندز ښار د بنسټیزو سرکونو په تړاو د راټولې شوې ډیټا شننه، په کندز ولایت کې د کابل بندر سرک لومړنۍ طرح،  د کندز ښار د بنسټیزو سرکونو په تړاو د ښار جوړونې او سروې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د بلخ ولایت د حیرتانو په بندر کې د بند خاکي غالۍ اوبدونکو د پروژې تسلیمونه او تیارونه، د دغو پروژو چاري د کار څومره والي ته په کتنې له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ سلنې پورې پرمخ بیولې شوې دي ځیني یې پلان ته د نه لاسرسي له کبله له پلان څخه ایستل شوې دي.

د تخنیکي زیربنا ریاست د انجنیري څانګې امریت د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې  د پیل کړل شوو فعالیتونو تر څنګ د دوهمې ربعې په لړ کې نوي پیل شوې فعالیتونه هم پر مخ وړي.

د سردار محمد داود خان د مقبرې د ځانګړتیاو لیست د دغې پروژې د طرحې او ډیزان بشپړول، د معمار شهر پروژې په وسیله د ولتاژ شبکې د پلان بررسي، د بګرامیو نساجې فابریکې د   0.4 کیلو ولټه بریښنا ترتیب، طرح او ډېزاین، د حیرتان بندر د یوال روښانولو شبکې طرحه او ډېزاین هغه چارې دي چې په دوهمه ربع کې د دې ریاست له لوري له پلان سره سمې پر مخ بیول شوې دي.

د لومړۍ ربعې د کارونو د دوام ترڅنګ د چینایانو پروژې د چټلو اوبو سیسټم ته بیا کتنه،  د دایکندي ولایت د نیلي ښار ګوټي د اطلاعاتو په برخه کې د ستونزې حل او اړونده بنسټونو ته د دې ریاست د کاري رپوټونو استول هغه فعالیتونه دي چې د دغه ریاست د اوبو رسونې او کانالیزاسیون امریت ترسره کړي دي.

د سردار محمد دواد خان د مقبرې لنډ سکیپ، طرح او ډیزاین، د سردار محمد اکبر خان د مقبرې د ځمکې لاندې اوبو زیرمې طرح او ډېزاین، د دغې مقبرې د سبتیک څاه طرح او ډېزاین، د ملي شورا د شهیدانو مقبرې د لنډ سکیپ طرح او ډېزاین، د خواجه رواش پروژې 42.43.44 نمبر بلاکونو د لنډسکیپ طرح اوډېزاین هغه کړنې دي چې د ښاري منظرې او زیربنایي ساختمان امریت له لوري یې، سره له دې چې له پلانه بهر دي، چارې پرمخ بیول شوې دي.

د تصفیه خونو د ډېزاین امریت هم د بلخ ولایت د حیرتانو په دوراهي کې د غالۍ اوبدونکو د ښار ګوټي پر طرحې، ډېزاین او د چټلو اوبو د تصفیه خونو پر بر آورد کار کړی دی.

دغه یاد امریت دا لاندې چاري هم ترسره کړې دي: د حیرتانو د غالۍ اوبودونکو ښار ګوتي د ابو رسولو او کانالیزاسیون پروژې د قرارداد اوږدول او بررسي یې، د خپرولو په موخه د دغه ریاست د کړنو د رپوټ چمتو کول، د تصفیه خونې د سیسټم د ازموینې په موخه د پلاوي کمیټه، د قصبې پروژې د کانالیزاسیون ستونزې ته د رسیدنې په پار د برسي کمیټه جوړونه، د عامه دولتي ودانیو برنامي د T O R  ترتیب او ډېزاین، د څانګو لپاره د نقشو چاپ، د قاضیانو د ساتنې قوماندانۍ د اوبو زیربنایي شبکې برآورد او د چینايي ښارګوټي پروژې لپاره د نظارت په موخه د یوې لويې تخنیکي کمیټې  د نظرونو راټولول.