Connect with us

د سیمه ایزې پراختیا ریاست

د سیمه ایزو پلانونو ریاست کاري رپوټ

د ښار او کور جوړولو وزارت له ریاستونو څخه یو هم د سیمه ایزو پلانونو ریاست دی.

دغه ریاست  چې د ولایتي سیمه ایزو پلانونو په برخه کې کار کوي دا لاندې برنامې پرمخ بیايي.

·         بلخ ولایت ته د تخنیکي پلاوې ورتګ په دې موخه چې د پام وړ سیمه له نږدې ووینې سم او دقیق مالومات ترې ترلاسه کړي.

·         دغه راز د یاد ولایت د طبیعي، استوګنیز چاپېریال، ټولنیز، اقتصادي او زیربنايي وضعیت په باب د را ټول شویو مالوماتو لومړنی تحلیل هم د سیمه ایزو پلانونو ریاست له خوا بشپړ شوی دی.

·         د طبیعي، استوګنیز چاپېریال، ټولنیز، اقتصادي او زیربنايي وضعیت په باب د  تحلیل لپاره له سیمې څخه مالومات را ټول شوي، د بلخ ولایت  او له نورو مرکزي ادارو څخه د یاد ولایت د پراختیایي سیمه ایز پلان د بشپړاوي په موخه مالومات د لیږد په حال کې دي.

·         د طبعي،استوګنیز چاپېریال، ټولنیز، اقتصادي او زیربنايي وضعیت په باب د لومړني تحلیل بیاکتنه، د بلخ ولایت د پراختیایي سیمه ایز پلان د بشپړاوي په پار د را ټول شویو مالوماتو له بیا کتنې وروسته د مربوطه پلان د  چاپ کارونه هم بشپړ شوي دي.

·         له کاري پلان سره سم د جوزا په میاشت کې باید د بامیانو سیمه ایز پلان تر کار او اجرا لاندې نیول شوی وای، خو شته امکاناتو ته په کتو میدان وردګو ولایت ته لومړیتوب ورکړل شو، ټاکل شوې  ده  چې  د روان کال په دوهمه نیمايي کې به بامیان په پام کې وینول شي.

·         د طبعي، استوګنیز چاپېریال، ټولنیز، اقتصادي او زیربنايي وضعیت په باب له مرکزي ادارو( دولتي او نا دولتي کتابتونو او نور بنسټونو)  څخه د اړتیا وړ مالومات په دې موخه  را ټولول او تحلیلول چې د میدان ورګو ولایت د سیمه ایز پراختیايي پلان په بشپړاوې کې ورڅخه کټه واخیستله شي، د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت د سیمه ایز پراختیايي پلان چارې لس سلنه بشپړې شوې دي.