Connect with us

د مطالعاتو او سروې ریاست

د ۱۳۹۷ مالي کال په دوهمه ربع کې د سروې اومطالعاتو ریاست کاري رپوټ

د روان مالي کال په دوهمه ربع کې د مطالعاتو او سروې ریاست په دغو لاندې برخو کې له پلان سره سمې چارې پر مخ بیولې دي.

کابل ښار د سرې میاشتې ساحې د توپوګرافي پلان جوړونه، د لوګر ولایت د صنعي ښارګوتي د سیمې توپوګرافي پلان، په هیواد کې د بیلابیلو ۱۴۰ سیمو د توپوګرافي پلانونه، په ۷۰ نوروسیمو کې د دغه ډول پلانونو جوړونه، د کابل ولایت د سناتوریم سرک ته څېرمه د جنت ګل روغتون، په هیواد کې ۴۲ نورې سیمې، د ننګرهار ولایت د سپین غر هوټل، د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ښوونکو ښار ګوټی او  د لوګر ولایت د پل علم ښار د یوې برخې د توپوګرافي پلانونو جوړونه هغه چاري دي چې ډیری یې د دې ریاست له لوري  ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې دي یو شمېر نورې یې بیا له ۲۰- ۸۰ سلنې پر مخ بیول شوې دي.

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښاري نفشه، د سمنګانو ولایت د ایبک ښاري نقشه، د پکتیا ولایت د ګردیز ښار نقشه او د نیمروز ولایت د زرنج ښار نقشه د GIS په جغرافیایي سیسټم کې د دوهمې ربع په لړ کې د دې ریاست له لوري جوړې شوې دي.

د سروې ریاست د دغو چارو تر څنګ په ځینو نورو کارونو لکه د پکتیا ولایت د ګردیز ښار د مکاني نمکړتیاوو ډیجیتالي کول، د پکتیا ولایت د ګردیز ښار لپاره د ۱۲ تفصیلي پلانونو جوړونه، د پکتیا ولایت د ۱۲ تفصیلي پلانونو جیورفرنسینګ بشپړونه، د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د مبایل اپلیکیشن او ODK په مټ د مالوماتو راټولونې د سیسټم ایجاد هم د دوهمې ربعې په لړ کې پر مخ بیول شوې چارې دي چې د کاري پرمختګ سلنه یې کاري څومره والي ته په کتنې له ۲۰ څخه تر ۸۰ سلنه ښودله شودله شوې ده.