Connect with us

د اوبو رسونې او کانالیزاسیون ریاست

 د ۱۳۹۶ مالي کال په لومرۍ ربع کې د اوبو رسونې، کانالیزاسیون او چاپیریال ساتنې خدمتونو د تنظیم ریاست فعالیتونه.

څرګنده ده چې د څښاک صحي اوبو ته د ښاریانو لاسرسی یوه حیاتي مسله بلله کیږي او همدارنګه  چاپیریال ساتنه او ښاري حفظ الصحه هم د ښاریانو په ژوند کې یوه با ارزښته مسله ده.

نو پر همدې بنسټ د اوبو رسونې، کانالیزاسیون او چاپیریال ساتنې خدمتونو د تنظیم ریاست چې یو پالیسي جوړونکی ریاست دی، د ښار په ټولو برخو کې د حفظ الصحې، چاپیریال ساتنې او اوبو رسونې خدمتونو د تعمیم چاري ور پر غاړه دي.

دغه ریاست د ۱۳۹۶ مالي کال په لومړۍ ربع کې لاندې فعالیتونه پر مخ بیولي دي.

·   دغه ریاست د کال په لومرۍ ربع کې خصوصي شرکتونو ته د کانالیزاسیون او ښاري تصفیه خونو د څارنې او ارزیابۍ لارښود تیار کړی دی چې په وري میاشت کې به یې چاري پیلیږي.

·   د خصوصي شرکتونو د اوبو لپاره د بیعې ټاکلو طرز العمل هم جوړ شوی دی د اوبو له  خصوصي کمپنیو سره د څښاک اوبو د بیعې ټاکلو په موخه د همږۍ ناستې هم ترسره شوې دي.

·   په کابل ښار کې د چټلو  او  ډنډ شویو ناپاکه اوبو لپاره د تصفیه خونو د تعیینولو په موخه د زون بندۍ طرحه بشپړه شوې ده.

·   د افغانستان  ښارونو لپاره د حفظ الصحه پلانونو د جوړولو په عرصه کې د دې ریاست د کارکونکو ظرفیت لوړ شوی دی، د ښار او کور جوړولو وزارت او نورو دولتي او نا دولتي ادارو کار کوونکي د چټلو اوبو د تصفیې نا متمرکز سیسټم (DEWATS) برخې او نورو برنامو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ور پیژندل شوي دي.

·   د اوبو رسونې خصوصي شرکتونو مسولین  د جواز تمدید ولو ته هڅول شوي دي، او همدارنګه د حفظ الصحې او چاپیریال ساتنې په برخه کې فعالیتونه د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو( دولتي او خصوصي ښار ګوټو) کې تر کتنې لاندې نیول شوي دي.

·   د ساختماني کمپلیکسونو مالکانو، شرکتونو، دولتي او نادولتي بنسټونو ته د چټلو اوبو تصفیې د غیر متمرکز سیسټم په تړاو سمینارونه ورانډې شوي دي.

·   همدارنګه دغه ریاست د ښار او کور جوړولو وزارت نور ریاستونه، تصدۍ ګانې او پروژې په دې قانع کړې دي چې د چاپیریال ساتنې رپوټونه تیار کړي، تر څو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ته ور واستول شي. د یاد ونې وړ ده چې  د چاپیریال ساتنې په برخه کې تیار کړل شوي رپوټونه د همدې ریاست په هر اړخیزه همکارۍ تهیه شوي دي.

·   د ښار او کور جوړولو وزارت د حفظ الصحې دسم مدیریت لپاره یو نوي پلان تیار شوی دی، او دغه راز دې ریاست د بنسټیزو ساختمانونو طرزالعمل هم ترتیب کړی دی.

·   دغه ریاست د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري په تدویر شوو غونډو کې په مداوم ډول، د چاپیریال ساتنې پرمخ کې د پرتو ستونزو، د حل په موخه ګډون کړی دی.

·   د دغه ریاست له لوري د حفظ الصحې په برخه کې څیړنیزې او تخصصي مقالې تیارې شوي دي، د نشر په موخه د ښار او کور جوړولو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست ور لیږل شوي دي.