Connect with us

د ښار جوړولو ریاست

  د مرکزي ښار جوړولو ریاست معرفي، رغښتیز چارټ، وظیفوي مسولیتونه کړنې، لاسته راوړنې او رتلونکې پلانونه

د ښار جوړولو څانګې په لومړي سر کې د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې په کار پیل کړی دی، وروسته بیا دغه څانګه د ښار جوړونې امریت تر نامه لاندې لږ څه پراخه شوه.

دغه څانګه په ۱۳۴۴ کال کې له امریت څخه ریاست ته لوړه شوه او په کال ۱۳۴۶ کې یې له ښار جوړونې ریاست څخه د ښار جوړونې عمومي ریاست ته لا نوره ارتقاع هم وموندله.

په ۱۳۵۲ کال دغه عمومي ریاست بیاځلي د امریت کچې ته راکښته شو په ۱۳۵۵ کال کې د ښار او کور جوړونې د ریاست په نوم یاد شو، په همدې توګه په ۱۳۵۷ کال کې یې د یوې انتفاعي تصدۍ په دود د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې په فعالیت پیل کړی دی.

د اهمیت او د فعالیتونو د ډېر والي له امله دغه ریاست بیاځلي د ښار او کور جوړونې ریاست ته لوړیږي او د ښاري پراختیا او کور په برخه کې  چاري پرمخ بیایي.

له دغو  ټولو یادو بدلونو سره سره دغه ریاست د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې  د دولت دیوې انتفاعي تصدۍ په توګه بیا رامنځته شوی دی، له لنډ مهال وروسته ( شتپا) د ښار جوړولو او ودانیزو پروژو ریاست تر سرلیک لاندې تشکیل شو.

له ۱۳۵۸ کال څخه وروسته د پما د پروژو جوړولو عمومي انیستیوت په نوم یاد شو وروسته بیا د افغانستان د ښار او مسکن جوړولو ریاست جوړ شو چې پما هم د دغه ریاست یوه برخه وه.

په پای کې د افغانستان د ښار جوړولو د ادارې په نوم تر نومولو وروسته، د افغانستان د ښار او کور جوړولو وزارت په نوم یاد شو.

وظیفوي مسولیتونه

پالسي

1.      د ښار او کور جوړونې وزارت له ټاکل شوو موخو سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو جوړول.

2.      اړتیا ته په کتنې د ښاري پراختیایي پالیسۍ د اصلاح لپاره وړاندیزونه کول، د معیاري ښاري پلان جوړولو لپاره د میتودولوژي ټاکنه او د ښاري چارو په اړه د مالوماتو را ټولونه.

3.      د طرزالعملونو، لاریحو، نورمونو او کودونو د جوړونې په تړاو د لازمې همکارۍ تر څنګ د سلا او مشورې ورکول.

لارښوونه

د ټاکل شوې پلان او د ښار او کور جوړولو وزارت له ستراتیژۍ سره سم په دغه ریاست پورې د اړوند څانګو کنټرول، مشري او رهبري کول.

تخنیکي همکاري

د سکیجونو د ترتیب، د ښاري ماسټرپلانونو، تفصیلي ښاري پلانونو،او ښاري اصلاحي پلانونو د جوړونې اړونده څانګو ته لارښوونه او له هغوی سره همکاري.

1.      د ښاري موضوعاتو په تړاو د فني او مسلکي طرحو او نظرونو وړاندې کول.

2.      د چارو د ښه پرمختګ لپاره، پلې کوونکو بنسټونو ته لارښوونه او د اړینو تخنیکي او فني مشورو ورکول.

مالي

1.      د کلني پلان پر بنسټ د اړتیا مالومول او د بودجې وړاندیزولو په موخه له مالي او حسابي ریاست سره  د همغږۍ ایجاد.

2.      له قانون او مقرراتو سره سم د مالي لګښتونو څارنه.

څارنه

1.      د رسمي چارو د ښه پرمختګ په پار د ښاري چارو ریاست د بیلابیلو څانګو څارنه.

2.      له کاري پلان سره سم د ښاري چارو ریاست د کړنو د څرنګوالي څارنه.

3.      د ښاري چارو د ښه پرمختګ او اجرا په موخه د کودونو، نورمونو، طرزالعملونو او مقراراتو پلې کول

همغږي

1.      د چارو د لا ښه پرمختګ په پار د وزارت له ریاستونو او نورو اړونده بنسټونو سره د ګټورې همغږۍ رامنځته کول.

2.      د اړونده ښاري پراختیایي چارو او فعالیتونو انسجام.

3.      د ښاري چارو په برخه کې د همکارانو د ظرفیت لوړونې په پار د سیمنارونو، ورکشاپونو، علمي او میتودیک کنفرانسونو په لاره اچول.

ظرفیت لوړونه

د تخنیکي ټیم د ظرفیت لوړونې په موخه د بشري سرچینو له ریاست سره په دې نیامت همغږي رامنځته کول چې د شونتیا په صورت کې د دغه ریاست تخنیکي ټیم ته د کمپوټر زده کړې او نورو اړونده چارو په برخه کې لنډمهاله ښوونیزې برنامې جوړې کړي.

په کور دننه او د باندې د ریاست د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په پار له اړونده ارګانونو سره د لازمې همغږۍ رامنځته کول.

کړنې او لاسته راوړنې

د ننګرهار ولایت د شیخ مصري تفصیلي پلان جوړونه.

د جلال اباد ښار د غالۍ اوبدونکو ښار ګوټي تفصیلي پلان.

د مزار ښار د غالۍ اوبدونکو تفصیلي پلان جووړنه.

د دایکندي ولایت د نیلي ښار د اصلاحي پلان جوړول.

د کابل د بګرامیو په ولسوالۍ کې د نساجي سیمې تفصیلي پلان جوړونه.

د کندهار ولایت د سوداګریزې سیمې تفصیلي پلان.

د پروان ولایت د نعمان واټ د اصلاحي تفصیلي پلان جوړونه.

د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ د تفصیلي پلان ترتیب.

د بدخشان ولایت د شغنان ښار ګوټي تفصیلي پلان جوړونه.

د نورستان د پارون تفصیلي پلان جوړول.

د سنایي غزنوي ښارګوټي د تفصیلي پلان ترتیب.

د کابل د امارت تفصیلي پلان جوړول.

د هلمند ولایت د ګرشک تفصیلي پلان جوړول.

د نیمزوز ولایت د زرنج ښار تفصیلي پلان جوړول.

د کماالدین بهزاد ښارګوټي تفصیلي پلان جووړونه.

د اندخوی د شمال شرق سمې د تفصیلي پلان ترتیب.

د کابل د پولیسو ښار ګوتي تفصیلي پلان جووړول.

د لوګو ولایت د ۹۰٪ ماسټر پلان بشپړول.

د خوست ولایت د ۹۰٪ ماسټر پلان بشپړونه

رتلونکې پلانونه

د کابل د شاه او عروس بند د زیانمنو لپاره د تفصیلي پلان جوړونه.

د کابل د سرې میاشتې تفصیلي پلان جوړول.

د پکتیا ولایت د مامورینو کارتې د لومړۍ فاز د تفصیلي پلان جوړول.

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ تفصیلي پلان جوړونه.

د کندهار د پخواني قول اردو لپاره د تفصیلي پلان جوړونه.

د ګردیز د صالو خیلو تفصیلي پلان جوړول.

د ګردیز د نیازیو د کلي تفصیلي پلان جوړونه.

د دایکندي د شهرستان ولسوالۍ د تفصیلي پلان جوړونه.

د دایکندي د میرامور د تفصیلي پلان جوړونه.

د دایکندي ولایت د ګیتي ولسوالۍ تفصیلي پلان جوړول.

د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ تفصیلي پلان جوړول.

د لوګر ولایت د مهاجرینو ښار ګوټي د لومړي فاز تفصیلي پلان جوړول.

د پکتیا ولایت د سوداګریزې سمې  تفصیلي پلان جوړول.

د پکیتا ولایت مقام د سمې د  تفصیلي پلان  او تېرې باغ د تفصیلي پلان جوړول.

له ستراتیژیک پلان سره سم د هرات ولایت د اسلام کلا  ښار تفصیلي پلان جوړول.

له ستراتیژیک پلان سره سم  د هرات ولایت د تورغونډۍ تفصیلي پلان جوړول.

د میدان وردګو ولایت د کوتل تخت اصلاحي پلان جوړونه.

په ګزدیز ښار کې د میرزکې بندر په لور د  مرکز ي سیمې  تفصیلي پلان جوړونه.

د پکتیا ولایت په مرکز کې د خوست بندر لور ته د سوداګریزې سیمې د تفصیلي پلان جوړونه.

د سرپل ولایت د پراختیایي تفصیلي پلان جوړونه.

د کابل کندهار د عمومي تم ځای سیمه.

د هرات د ماسټر پلان جوړونه.

د جلا ل اباد د ماسټر پلان جوړونه.

د کندهار د ماسټر پلان جوړونه.