Connect with us

د جنډر آمریت

د ۱۳۹۶ مالي کال په لومړۍ ربع کې د جنډر امریت کاري رپوت

·         د استخدام په ټولو سي بي ار او عادي پروسو کې تل په ورځني ډول ګډون شوی دی.

·         د ښاري ترانسپورټ طرح ( په وزارت کې د ښځینه کارکوونکو لپاره د ډریورۍ زده کړې کورسونه) تعقیب شوي.

·         د پروموټ بنسټ له لوري د همږۍ په هغو ناستو کې چې د کار د زده کوونکو د ملاتړ لپاره جوړې شوې وي ګډو شوی دی.

·         د عدلیې وزارت له لوري د انسان قاچاق تر سرلیک لاندې ورکشاپ کې ګډون شوی دی.

·         د پروموټ پروژې له درې تنه کار زده کوونکو څخه ملاتړ او په خالي بستونو کې د هغوي ګمارنه.

·         د باغ زنانه پارک د طرحې تعقیب.

·         په حکومتي برنامو کې د ښځو ګډون.

·         په هغو غونډو کې ګډون شوی دی چې د پروموټ پروژې د ملاتړ په موخه جوړې شوې وې.

·         د مارچ میاشتې د اتمې ورځې په ویاړ د غونډې تدویر او د ادري چارو پرمخ بیول.

·         د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د اوبو په اتم ملي کنفرانس کې ګډون شوی دی.

·         د ښخو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په هغو مراسمو کې ګډون شوی چې د ارګ په سپیدار ماڼۍ کې تر سره شول.

·         په دارالامان ماڼۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځنې تر څنګ، ښځینه کار کوونکو ته ډالۍ هم ورکرل شوې دي.  

د ۱۳۹۶ مالي کال د دوهمې ربعې رپوټ.

د لومړۍ ربعې په څېر د استخدام په ټولو سي بي ار او عادي پروسو کې تل په ورځني ډول ګډون شوی دی.

·        د ښاري ترانسپورټ د طرحې د تعقیب په هدف له مالي او اداري مرستیال همدارنګه د وزارت د پلان او پالیسۍ له مرستیال سره لیدنې سوې دي د دې ترڅنګ د مموزي او یوسفزي موټرونو د زده کړې له کورسونو سره هم  خبرې شوې دي.

·        د جنسي برابرۍ په برنامه کې چې په کانټیننټال هوټل کې ترسره شوه ګډون شوی دی.

·         د پروموټ بنسټ له لوري د همږۍ په دوهمه دوره ناستو کې چې د کار د زده کوونکو د ملاتړ لپاره جوړې شوې وي ګډو شوی دی.

·         د کونډو ښځو لپاره د ښار ګوټو جوړولو په برخه کې د څېړنو ترسره کول.

·        په اساسي قانون کې ښځې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ د همدې امریت له لوري تر سره شوی دی.

·        د ښځو د ملاتړ په برخه کې انجینیر زرغونه د قراردادي کارکونکې په توګه پیشنهاد او په دنده ګمارل شوې ده.

·        په افغاني دستګاه کې د وړکتون د جوړیدو وړاندیز او د چارو تعقیب یې.

·        د کار په قانون کې د ښځو حقونه تر سرلیک لاندې د ورکشاپ تدویرول.

·        په وزارت کې د رسمي او قراردادي ښځینه کارکونکو د ډیټا بیس ایجاد.

·        د دفتر ټولو اسنادو ته د ډیټابیس جوړول.

·        د ډریورۍ د طرحې تعقیب، په وزارت کې له ښځینه کارکونکو سره د ډریورۍ کورس په تړاو خبرې او یاد کورس ته د نوم لیکنې بشپړول.

·        له وزارت څخه د باندې په ناستو کې هم ګډون شوی دی.