Connect with us

د بشري سرچینو ریاست

د بشري سر چینو ریاست معرفي، رغښتیز چارټ، وظیفوي مسولیتونه، کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکې پلانونه.
په ۱۳۸۰ کال کې د ښار او کور جوړونې وزارت له ایجاد او له دغه وزارت سره د پما ادارې د یو ځای کیدو پرمهال، د بشري سرچینو جوړښت ته په کتنې د مامورینو عمومي مدیریت موجود وو، هغه مهال اړتیا ته په کتو تر اصلاحاتو لاندې راغی او په کال ۱۳۸۷ کې د امریت تر عنوان لاندې چې درې مدیریتونه یې په ځان کې رانغښتې ول په رسمي توګه رامنځته شو.
په ۱۳۹۰ کال کې د معاش د رتب له نوي سیسټم سره سم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون پالیسۍ او تشکیلاتو ته په کتنې له دریم بست ( د بشري سرچینو امریت) څخه دوهم بست ( د بشري سرچینو ریاست) ته لوړ شو.
اوس مهال دغه ریاست د دریو نورو امریتونو ترڅنګ د پراختیایي پروژو لپاره د استخدام امریت هم په خپل چوکاټ کې رانغاړي چې د بشري سرچینو اړونده ټولې چاري په مرکز او ولایتونو کې له قانون او لایحې سره سمې پرمخ بیایي.

وظیفوي مسولیتونه
۱- د دولت له پالیسو سره سم د ښار او کور جوړونې وزارت د موخو د تحقق په پار د دې وزارت برنامو ته په کتنې، د بشري سرچینو ریاست د پروګرامونو پربنسټ د طرحو جوړول.
۲- په بشري سرچینو پورې اړونده پلانونه ترتیبول.
۳- د بشري سرچینو ریاست پورې د اړونده دندو مشري.
۴- د بشري سرچینو ریاست، له کلني کاري پلان سره سم د بودجوي وړاندیزونو د اړتیا مالومول.
۵- د ازادې سیالۍ پر بنسټ د ګمارنو تنظیم او ترتیب.
۶- د ګمارنې بورډ د طرزالعمل په رڼا کې د کارکونکو استخدام.
۷- په ښار او کور جوړولو وزارت کې د ملکي خدمتونو د کارکونکو د اجراتو ارزونه.
۸- د کارکونکو د وړاندیز، مرکې او ټاکلو په پار د څارونکې کمیټې ایجاد.
۹- د ښار او کورجوړونې وزارت په ټولو ادارو کې د معاشاتو رتب د نوې سیسټم پلې کول.
۱۰- د ښار او کور جوړونې وزارت د رغښتیز تشکیل بیاکتنه.
۱۱- د ښار او کور جوړونې وزارت د کارکونکو د دندو شننه او ډلبندي.
۱۲- د وزارت د کارکونکو د خوندیتوب، روغتیا او سوکالي تامینول.
۱۳- د کارکونکو شکایتونو ته رسیده ګي او په ښه توګه د دغه وزارت د کارکونکو ترمنځ د ستونزو له منځه وړل.
۱۴- د ملکي خدمتونو د قوانینو، د کار د قانون، نورو تقنیني اسنادو، مقررو او طرز العملونو په اړه، کارکونکو ته عامه پوهاوی ورکول.
۱۵- خلکو ته غوره خدمتونو د وړاندې کولو، روڼتیا، ګټې او موثریت په پار د طرز العملونو طرح.
۱۶- د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو جوړونه.
۱۷- د کارکونکو د ارزونې له مخې هغوی ته د ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچول.
۱۸- د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په پار د ښوونیزو پروګرامونو پلې کول.
۱۹- د کارکونکو د سوانحو ساتنه او په ډیټابیس کې د دغو سوانحو درج.
۲۰- د کارکونکو د معاشاتو، امتیازاتو، حاضري، رخصتي، استعفا، د تقاعد حقونو او نورو ذاتي چارو پر مخ بیول.
۲۱- د ملکي خدمتونو له قانون سره سم د کارکونکو بدلون او ګوښه کول.
۲۲- له اړونده امریتونو څخه د راپورونو اخیستل، له توحید او تنظم څخه وروسته نورو مربوطه ادارو ته د دغو راپورونو ور وړاندې کول.
۲۳- د کارکونکو د کاري بهیر د څرنګوالي او د ملکي خدمتونو له قوانیو سره سم د کار کوونکو د تقاعد، په هدف د مالوماتو راټولول د سوانحو له دفتر، اندراج، فالینګ، او بیا کتنې سره د دغو مالوماتو سمون، د مرکز اولایتونو د کار کوونکو په اړه د کارکوونکو د ذاتي چارو شننه د بشري سرچینو د مالوماتو مدیریت لپاره د دې ریاست په مرسته د مالوماتو د سیستم جوړول.
د ۱۳۹۶- ۱۳۹۷ کلونو په اوږدو کې د بشري سرچینو ریاست کړنې او لاسته راوړنې
الف- د سوانحو د اجرا او ارزونې امریت
۱- د هغو کارکونکو د سوانحو د دفتر جوړونه چې د ظرفیت لوړونې برنامې له لوري د (CBR) د پایلو پر بنسټ ګمارل شوي دي.
۲- د ۱۳۹۶ کال په اوږدو کې د ملکي خدمتونو د هغو کارکونکو د سوانحو ترتیب چې د ازادي سیالۍ له لارې ګمارل شوي دي.
۳- له پلان سره سم د ۸۰۰ رسمي کارکوونکو ارزونه، د هغوی د قدمونو منظوري اخیستل او په سوانحو کې د یادو قدمونو ور زیاتونه.
۴- د هغو کارکونکو د تقاعد چارې تر خزاینو پورې رسول چې د عمر د ډېرښت او یا د ۴۰ کلن خدمت د پوره کیدو له امله تقاعد ته سوق شوي دي.
۵- د هغو کارکونکو د شمولیت اسناد د معاشونو د ورکړې په موخه پروسیس کول چې سوپر سکیل معاشونه د ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له ځانګړې شوې ونډې څخه ورکول کیږي.

۶- په مرکز او ولایتونو کې ۱۲۴ رسمي او قرار دادي کارکونکو ته د دریمې درجې ستاینلیکونو اجرا.
۷- په مزکز او ولایتونو کې د مالي وزارت په همکارۍ د رسمي او قراردادي کارکونکو د تشخصیه (TIN Number) ویش او له سوانحو سره د دغو نمبرونو یو ځای کول.
۸- په وزارت پورې د اړونده، لوړ پوړو ۱۰۰ تنو کارکونکو د شتمنیو ثبتول، دغه سل تنه د تدارکاتو ریاست، مالي ریاست او یو شمیر ولایتي ریاستونو کار کوونکي په ځان کې رانغاړي.
۹- په ولایتونو او مرکز کې د رسمي او قراردادي کارکونکو شکایتونو ته په خپل وخت سره د کارکونکو او کار قوانینو له مخې رسیده ګې.
۱۰- د قانون له تعدیل، د کار او ملکي خدمتونو په قانون کې د بدلونونو او د کارکونکو د ذاتي چارو مقررې په باب ټولو کارکونکو ته د عامه پوهاوي ورکول.
۱۱- د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون په همغږۍ د کار په سیمه کې د کارکونکو سوکالي او کاري خوندیتوب د ملکي خدمتونو د کارکونکو له لارښوونو سره سم په پام کې نیول.
۱۲- د بشري سرچینو د مالوماتو په سیسټم کې د ولایتونو او مرکز د ۹۱۷ تنو مامورینو د قدم درج او دغه راز په یاد سیسټم کې د نویو ګمارل شوو ۱۴۱ تنو کارکونکو د ځانګړتیاوو ثبتونه.
۱۳- د وزارت مقام د لارښونې پر بنسټ د حاضري سیسټم له کتابچه یې ډول څخه بریښنایي سیسټم ته اړول شوی دی.
۱۴- د کارکونکو د معاشانونو د ورکړې په موخه مالی ریاست ته میاشتنی را پور وړاندې کول.
۱۵- هغه کسان چې د ملکي خدمتونو اواداري اصلاحاتو کمیسیون د ظرفیت لوړونې پروسې له لورې (CBR) پایلو پربنسټ استخدام شوي دي د هغوی د معاشونو د اجرا په موخه د میاشتنې راپور وړاندې کول.
۱۶- هر میاشت، مالي ریاست ته د کارکونکو د اضافه کارۍ راپور وړاندې کول.
۱۷- مالي ریاست ته د کارکونکو د سفر په اړه را پور ورکول.
۱۸- په ولایتونو او مرکز کې د ۱۵۰ تنو کارکونکو د خلص سوانحو لپاره د فورمونو ویشل.
ب- د اداري پراختیا او زده کړې امریت
۱- د زده کړې د اړتیا سنجونې پلان جوړونه.
۲- د ملکي خدمتونو له انستیوت، لوړو زده کړو وزارت او دغه راز د څیړنې او ښاري ظرفیت لوړونې له مرکز سره مخکې له مخکې د دې لپار همغږي او اړیکې ټینګول تر څو ښوونیزې برنامې د ۱۳۹۷ کال لپاره په لاره واچول شي.
۳- د کارکونکو لپاره د ښونیزې اړتیا ښودنې په موخه د نوې جدول او فارمټ ترتیب.
۴- د کارکونکو د زده کړې په تړاو په وزارت پورې اړونده ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته د مهال ویش او مکتوبونو استول.
۵- له استول شوي مهال ویش سره سم د کارکونکو د زده کړې د اهمیت او موخو شرح او د دغې ښوونیزې اړتیا د مالومونې په پار د پوښتن پاڼو ویشنه.
۶- د کار کونکو د ښوونیزې اړتیا د توحید په پار د دغوو را ټول شوو پوښتنلیکونو پر بنسټ په یاده برخه کې، اړتیا مالومول.
۷- د زده کړې د اړتیا سنجۍ د تشخیص په موخه د کارکونکو د غوښتنو، شمېر او جنس پر بنسټ د ډیټابیس جوړونه.
۸- هغه مالومات چې په پوښتنلیکونو کې لیکل شوي دي په ډیټابیس کې د کسانو د شمیر او جنس له مخې ثبت شوي دي، دغه راز په ډیټابیس کې د غوښتل شوو اوږمهاله او لنډمهاله ښوونیزو برنامو لکه ( د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا ) کچې کورسونه هم ثبت شوي دي.
۹- د غه مالومات چې په ډیټابیس کې ثبت شوي دي د نورو اجرااتو لپاره تر هراړخیزې شننې لاندې نیول شوي دي.
۱۰- تخنیکي او اداري اړتیاوو ته په کتنې ۳۷۷ تنه نارینه او ۶۶ ښځینه کارکوونکې له ولایتي او مرکزي ریاستونو څخه د ملکي خدمتونو ریاست، لوړو زده کړو وزارت او د ښاري ظرفیت لوړونې او څیړنې مرکز ته د زده کړې په موخه ور پیژندل شوي دي تر څو یې په یادو برخو کې ښوونیزې اړتیاوې پوره شي.
۱۱- د ملکي خدمتونو له انستیوت، لوړو زده کړو وزارت او د ښاري څیړنې او ظرفیت لوړونې له مرکز سره په کور دننه او بهر د زده کړو زمینې د مساعدولو په پار، د همیشنیو اړیکو او همغږي رامنځته کول.
۱۲- د ښار او کور جوړونې وزارت په تشکلاتو کې د زیات شوو ۳۳۶ بستونو لپاره د دندو د لایحو ترتیب.
۱۳- له کاري پروسیجرونو سره د کارکونکو د دندو د لایحو بیاکتنه.
۱۴- د هغو کارکونکو د دندو د لایحو بیاکتنه چې په CBR پروګرام کې شامل شوي دي.
۱۵- د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام دحکم پر بنسټ له ملي رادیو تلویزیون څخه د دریو تخنیکي بستونو را لیږدول.
۱۶- د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د حکم پر بنسټ د بدنې روزنې له عمومي ریاست څخه د پنځو تخنیکي بستونو را لیږدول.
۱۷- د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د حکم پر بنسټ له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د پنځو بستونو را لیږدول.
۱۸- د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د حکم پر بنسټ له پوهنې وزارت څخه د ۲۶۰ تخنیکي بستونو را لیږد.
۱۹- د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د حکم پر بنسټ له عامي روغتیا وزارت څخه د ۶۴ بستونو را لیږد.
۲۰- د هرات ولایت د ښار جوړونې ریاست تر چتر لاندې د لرغونو ښارونو د ساتنې امریت تر عنوان لاندې د یوه نوي امریت رامنځته کول.
۲۱- د ښار او کور جوړونې وزات په چوکاټ د لرغونو ښارونو د ساتنې تر نوم لاندې د یوه ریاست رامنځته کول.
په ښونیزه برخه کې
باندنۍ بورسیې
په ټولیزه توګه په ۱۳۹۶ کال کې د دې وزارت ۷۶ تنه کار کوونکي بهرنیو همکارو بنسټونو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ښوونیزو برنامو ته ور پیژندل شوي او له یادو بورسییو څخه یې ګټه اخیستې ده.
د روان ۱۳۹۷ کال په پیل کې هم ۱۲۰ کارکونکي باندنیو بورسونو ته په پام کې نیول شوي دي چې د ۱۹/۴/۱۳۹۷ نیټې پورې ۱۷ تنه کارکونکي، بهرنیو لنډمهال ښوونیزو پروګرامونو ته ور پیژندل شوي دي، د دغو کارکونکو له ډلې دوه تنه هندوستان هیواد ته د ماسټرۍ دورې لپاره ور پیژندل شوي دي.
د ظرفیت لوړونې کورني پروګرامونه:
د ۱۳۹۶ کال په پیل کې اړتیا ته په کتنې له مرکز او ولایتونو څخه ۲۵۸ تنه کارکوونکي او د تیر کال په ښوونیز پلان کې ۲۰۸ تنه ګډونوال کورنیو ښوونیزو پروګرامونو لکه تدارکاتي، فني او تخنیکي چارو، ادارې او مدیریت، جنډر، مالي او بودجوي برخو کې د زده کړو په موخه د افعانستان د ملکي خدمتونو انستیتوت، مالیې وزارت، د ښاري څیړنې او ظرفیت لوړنې مرکز او د افغانستان د مهندسانو ټولنې ته ور پیژندل شوي دي.
د خصوصي پوهنتونو ۲۰ تنه محصلین هم د ښار او کور جوړونې وزارت بیلابیلو ریاستونو ته د پرکتیک ( کار زده کړې) په موخه ور پیژندل شوي دي.
د ۱۳۹۷ کال په پیل کې اړتیا ته په کتنې بشري سرچینو ریاست، ۲۶۵ تنه کارکوونکي د ۱۹/۴/۱۳۹۷ نیټې څخه او ۸۳ تنه نور کارکونکي کورنیو ښوونیزو پروګرامونو لکه تدارکاتي، فني او تخنیکي چارو، ادارې او مدیریت، جنډر، مالي او بودجوي برخو کې د زده کړو په موخه کورنیو همکارو ښونیزو بنسټونو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ور پيژندل شوي دي.
د دولتي او خصوصي پوهنتونو ۵۰ محصلین اوسمهال د ښار او کور جوړونې وزارت په تخنیکي ریاستونو کې د پرکتیک په حال کې دي.
په ۱۳۹۶ کال کې د پروموټ موسیسې له لوري ۱۰ تنه کار زده کوونکي دې وزارت ته د پرکتیک په موخه را معرفي شوي دي چې د کار زده کړې دوره یې هم پای ته رسیدلې ده.
په ۱۳۹۷ کال کې د پروموټ موسیسې له لوري ۴ تنه کار زده کوونکي دې وزارت ته د پرکتیک په موخه را معرفي شوي او د کار زده کړې دوره یې په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده.
ج- د ګمارنې ( استخدام) امریت


راتلونکې پلانونه
۱- د هغو کارکوونکو د سوانحو ترتیب چې د (CBR) ظرفیت لوړونې برنامي د پایلو پربنسټ په دندو ګمارل شوي دي.
۲- د هغو کارکونکو د سوانحو ترتیب ،چې د ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون، د ازموینې تر یوې ازادي پروسې وروسته، په کار ګمارلي دي.
۳- د وزارت د ټولو لوړ پوړو کارکونکو لکه په مرکز او ولایتونو کې د رئیسانو د شتمنیو ثبتونه.
۴- د قانون له مخې د عمر د ډېروالي او یا تر ۴۰ کالو د ډېر خدمت کولو له امله د کارکوونکو تقاعد.
۵- مالي ریاست ته د ټولو رسمي او باالمقطع کارکونکو د معاشونو د میاشتنیو راپورونو ور کړه.
۶- په مرکز او ولایتونو کې د کارکونکو او کار له قوانینو سره سم په وخت د ټولو کارکونکو شکایتونو ته پاملرنه شوې د حل په منظور یې اقدامات ترسره شوي دي.
۷- له کاري پروسیجرونو سره سم د کارکونکو د دندو لایحې تر شننې او بیاکتنې لاندې راوستل.
۸- د ښار او کور جوړونې وزارت د ټولو ریاستونو ترمنځ د سلا او مشورې پربنسټ د دې وزارت د رغښتیز چارټ، د دوندو لایحې او نورې پرمخ بیول شوې چارې تر کتنې او شننې لاندې راوستل.
۹- د ښار او کور جوړونې وزارت د راتلونکې کال د طرحې جوړونه.
۱۰- د راتلونکې کال د تشکیل په تړاو د ښار او کور جوړونې وزارت له ټولو ریاستونو او خپلواکو امریتونو سره همغږي ترسره کول.
۱۱- د ظرفیت لوړونې له همکارو بنسټونو سره د همغږۍ پربنسټ د ۲۶۵ کارکونکو لپاره د ښوونیزو برنامو جوړونه.
۱۲- د بهرنیو لنډ مهاله او اوږد مهاله ښوونیزو بورسونو وړاند وینه.
۱۳- د دغې ادارې له لورې د ښوونیزو برنامو د پلې کیدا په تړاو د څیړنې او ښاري ظرفیت لوړونې مرکز ته د ښونیز پلان وړاندې کول.
۱۴- له اداري اصلاحاتو کمیسیون، څیړني او ښاري ظرفیت لوړونې مرکز سره په همغږۍ د ښوونیزې اړتیا د مالومونې په پار د پوښتنلیکونو ویش.
۱۵- د ښوونیزې اړتیا مالومونې په پار د راتلونکې ۱۳۹۸ کال لپاره کارکونکو ته د نویو پوښتن پاڼو ویشنه.
۱۶- د ښوونیز اړتیا په باب د راپورونو تیارول او اړونده چارواکو او مرسته کوونکو ادارو ته د دغو راپورونو ور وړاندې کول.