Connect with us

د داخلي پلټنې ریاست

د داخلي پلټنې ریاست رغښتیز چارټ، وظیفوي مسولیتونه، کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکې پلانونه

د داخلي پلټنې ریاست په ۱۳۸۱ کال کې د ښار او کور جوړونې وزارت د اړونده ریاستونو او امریتونو تر منځ د لا ښې همغږۍ، څارنې او پلټنې په موخه د دې وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوی دی.

د داخلي پلټنې ریاست ورسپارل شوې چارې د ښار او کور جوړونې وزارت د ښاغلي وزیر تر نیغې لارښوونې لاندې پرمخ بیایي.

1-    له ادراي فساد سره مبازره.

2-    د مرکزي او ولایتي ادارو ناکارۍ او کم کارۍ ښکاره کول.

3-    د حکمونو په رڼا کې د ګټورو او سمو طرحو وړاندې کول.

4-    د ښار او کور جوړونې وزارت مقام له لارښوونې سره سم، د کمیو، ستونزو او  کم کاریو د سمون په منظور د هر اړخیزو  لارښودي نظرونو  وړاندې کول.

5-    د ښار او کور جوړونې وزارت او د  افغانستان اسلامي جمهوریت د ارزونې عالي ادارې تر منځ د همږۍ  رامنځته کول.

رغښتیز چارټ:

وظیفوي مسولیتونه:

1.      د وزارت د لومړي او دوهم درجه واحدونو د مالياتي، حسابي او تخنیکي چارو کتنه.

2.      د ټولو منقولو او نا منقولو عامه شتمنیو ساتنه.

3.      د رڼه حساب اخیستنه او د حساب ورکول.

4.      د قضیو لومړني راپورونه جوړول.

5.      په قضیه کې د تورن کس پیژندنه، قضایي او عدلي بنسټونو ته د هغه د دوسیې استول.

6.      له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې، د ارزونې له عالي ادارې او لویې څارنوالۍ سره د همغږۍ رامنځته کول.

7.      له فساد سره د مبارزې عالي ادارې او لوي څارنوالۍ د قرارونو پلې کول.

8.      عدلي او قضایي بنسټونو ته د دوسیو استول.

9.      نورې ځانکړې چارې.

په ۱۳۹۶ مالي کال کې د دغه ریاست کړنې او لاسته راوړنې

د داخلي پلټنې ریات په دې کمو کار کوونکو سره د ۱۳۹۶ کال په اوږدو کې په دې توانیدلی دی چې( ۴۸)  بیلا بیلې قضیې، په لويې څارنوالۍ، له ادارې فساد سره د مبارزې عالي ادارې، ملي امنیت او ښار او کور جوړونې وزارت پورې اړوندې وې تر څېړنې لاندې راوستې دي.

له څېړنې او بیا کتنې وروسته د دغو یادو قضیو له ډلې ۴۶ قضیې د ښار او کور جوړونې وزارت د مقام په لارښوونه د داخلي پلټنې ریاست دشننې او ارزونې امریت له غور څخه وروسته اړونده بنسټونو ته ور استول شوې دي، یوازې دوه قضیې تر کار لاندې دي چې لا یې د کتنې بهیر نه دی بشپړ شوی.

د ۱۳۹۶ کال په لړ کې د داخلي پلټنې ریاست، په ولایتونو او مرکز کې  په وزارت پورې اړونده د ۲۸ ادارو مالیاتي او حسابي چاري هم تر پلټنې او کتنې لاندې نیولې دي، له دغو پلټنو څخه وروسته  لاسته راغلې پایلې د ښار او کور جوړونې وزارت د لارښوونې پر بنسټ د د ې ریاست د شننې او ارزونې امریت له لوري اړونده بنسټونو ته ور لیږل شوې دي.

د ۱۳۹۷ کال د دوهمې او لومړۍ ربعې په اوږدو کې ۲۴ قضیې د دغه ریاست د ټاکل شوي پلاوې له لوري په ځانګړي ډول تر کتنې لاندې نیول شوې دي، د دغو ۲۴ قضیو له ډلې ۱۵ قضیې له پلان سره سمې کتل شوې دي او ۹ قضیې په ځانګړې ډول په داسي حال کې چې په پلان کې نه وې خو څیړلې شوې دي.

د دغو یادو قضیو له ډلې ۷ قضیې د ښار او کور جوړونې وزارت له لارښوونې سره سمې تر ارزونې وروسته اړونده بنسټونو ته د نورو اجرااتو په موخه استول شوې دي.

راتلونکې پلانونه:

د ښار او کور جوړونې وزارت له لوري د منظور شوي پلان پر بنسټ په ولایتونو او مرکز کې د یاد وزارت  اداري واحدونه تر پلټنې لاندې راوستل.

1-   روان پلټنه.

2-   مخکنۍ پلټنه.

3-   راتلونکې پلټنه.

4-   ځانګړې پلټنه.