Connect with us

د مسکن مرستیال

د مسکن چارو د سرپرست مرستیال انجنیر عزیز احمد ګلستاني ژوند لیک

د یپلوم انجنیر عزیز احمد ګلستاني د غلام حیدر زوی په ۱۳۶۱ هـ ش کال کې د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې زو کړی دی.

نوموړی په ۱۳۸۴ کال کې د کابل پوهنتون له سیول انجنیرۍ څانګې څخه فارغ شوی دی، ښاغلي ګلستاني په ۱۳۹۰ کال کې خپله د ماسټرۍ دوره په ودانیزه انجنیرۍ څانګه کې د امریکې متحده ایالاتو په اوهایو پوهنتون کې بشپړه کړې ده.

په ۱۳۸۹ کال کې د امریکا د انجنیرۍ ټولنې له لوري ښاغلي ګلستاني ته د غوره ښوونکي په توګه ستاینلیک هم ورکړل شوی دی.

په کال ۱۳۹۱، د امریکې په تکزاس ایالت کې نوموړي  د پروژو د مدیریت او مشرۍ، د پروژو د کیفیت څارنې، د کاري خوندې توب مدیریت، د هوکړه لیکونو مدیریت او د پروژو د پلان ګذارۍ په برخو کې لنډمهاله ښوونیز کورسونه تعقیب کړي دي.

هغه دندې چې ښاغلي ګلستاني تر دې مهاله پرمخ بیولې دي

·        له ۱۳۸۴- ۱۳۸۶ کال پوري د جیحون امو په ودانیز او انجنیري شرکت کې د پروژې د انجنیر او منیجر په توګه.

·        له ۱۳۸۹- ۱۳۹۵ کال پورې د کابل پوهنتون سیول انجنیرۍ څانګې د ازمایښت ځای د مسول په توګه.

·        د ۱۳۹۲ کال په لړم میاشت کې ښاغلي ګلستاني د فیض اباد او میمنې ښارونو د هوايي ډګرونو د ارزونې په برخه کې د ملي متخصص په توګه  د (   USAID)  نړیوال سازمانله جې کېکمپنۍ سره دنده پرمخ بیولې ده.

·        ۱۳۹۲ کال کې د کابل پوهنتون د انجنیري په برخه کې د څیړنو مرکز (EPRSO) موسیسې څیړن مشر.

·        ۱۳۹۲- ۱۳۹۳ کلونو په اوږدو کې ښاغلي ګلستاني د افغانستان له ودانګرۍ څخه د ملاتړ پر نهایي پایلو، د ملي متخصص په توګه د ارزونې په موخه  له کې جې کمپنۍ سره، چې د (   USAID) کمپنۍ یوه برخه ده، کار کړی دی.

·        د ۱۳۹۳ کال په لړ کې د (   USAID) نړیوال سازمان له کې جې کمپنۍ سره د ثبت او لومړنۍ ارزونې په پروژه کې د ملي متخصص په توګه دنده پرمخ بیول.

·        د ۱۳۹۴ کال په لړکې د افغانستان په کابل، پروان، بامیانو او هرات ولایتونو کې د کرهنې او مالدارۍ وزارت (AAIP  )  لپاره د پنځو پرمختللیو فارمونو بشپړ ډېزاین.

·        په هیواد کې د خلکو، دولت، د امریکې د پوځي ودانګړۍ او نورو بنسټونو لپاره د لس ګونو عامه او خصوصي ودانیو ډېزاین.

·        د پل او ودانیزو کودونو د اقتباس په برخه کې د ملي متخصص په توګه ----- سټنډرد ملي اداره کابل، افغانستان.

·        د USAID  نړیوال سازمان له کې جې کمپنۍ سره په افغانستان کې د ودانیزو توکو د زنجیره یي ارزښت په پروژه کې د ملي متخصص په توګه.

·        ۱۳۹۵ کال د غوايي له میاشتې څخه نیول بیا د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي تر میاشتې پورې د کابل په ښاروالۍ کې د دیزاین او بنسټ رغونې (زیربنا) په برخه کې د ستر تخنیکي سلاکار په توګه.

د دندې پرمهال مهم فعالیتونه

۱- د کابل شاروالۍ د ستراتیژیک پلان جوړونه.

۲- د ځمکې بیا تنظیم، ښاري بیا ځلي پراختیا او زون بندي.

۳- د ودانیو او ښار ګوټو د ارزونې لپاره د طرز العملونو جوړونه.

۴- د دشت برچې سیمې د ښې رغونې طرحه جوړونه.

۵- سیسټم جوړونه.

۶- د نقشو د ایستلو مسولیت

د ۱۳۹۷ ل.ل کال له غبرګولي میاشتې څخه بیا تر اوسه پورې د ښار او کور جوړونې وزارت د مسکن چارو د سرپرست مرستیال په توګه دنده پر مخ بیايي.

علمي تجربې

v  له ۱۳۸۶- ۱۳۸۸ کال پوري د امریکا په اوهایو ایالت کې د ۳۱۰ پل د کانکریټي بیمونو هر اړخیزه ارزونه.

v  په افغانستان کې د کانکریټي اوبدل شویو پلونو د امکان سنجۍ او ګټې بررسي کول ( ۱۳۹۳- ۱۳۹۵)

د ښوونیزې تجربې مخینه

-         د ۱۳۸۴ کال څخه بیا اوسه پورې د کابلپوهنتون د انجنیري څانګې استاد.

-         د ۱۳۸۵ کال په لړ کې د افغانستان په نظامي پوهنتون کې د سیول انجنیري پوهنځي د ایجاد پر مهال د ټاکل شوي هیئت برجسته غړی.

-         د امریکې متحده ایالتونو د پوځي ودانګرۍ په برخه کې دامریکې د مدیریتي او روغتیاپالنیزې ادارې له لوري د کاري خونديتوب په موخه د ۳۰ ساعته ښوونیز کورس تدریس کوونکی. (۱۳۸۸- ۱۳۹۵)

-         د امریکې د پوځي ودانګرۍ له لوري د ودانیو د کیفیتي مدیریت په برخه کې د ښوونیزو کورسونو مدرس.

لیکنې او د ورکشاپونو وړاندې کول

-          د افغانستان په ملي نظامي اکاډمۍ کې د سیول انجنیرۍ برنامې د پلې کیدو په موخه د څېړنیزې مقالې تالیف، د انجنیرۍ  د زده کړې امریکایي ټولنه، پیترزبرګ، د امریکا متحده ایالتونه(۱۳۸۷)

-          د مومنټونو د ضرب او ارزونې (اې. سي.آی) تر عنوان لاندې د یو اړخیزه سلبونو او دوامداره خطر د مخنوي په موخه د څیړنیز اثر تالیف، کابل پوهنتون( ۱۳۹۱)

-          په افغانستان کې د کانکریټي اوبدل شویو پلونو د ارزونې په اړه د څیړنیزې مقالې تیارول، کابل پوهنتون(۱۳۹۲)

-          د سیول انجنیرۍ په برخه کې د غوره ښوونکي تر سرلیک لاندې د ورکشاپ تدویر، د امریکې د سیول انجنیرانو ټولنه، د امریکا ملي پوځي اکاډمي، ویسټ پانینټ، نیویارک( ۱۳۸۷)

-          د سړکونو د بنسټیزې رغونې په تړاو د نړیوال کنفرانس تدویر، د چاپیریال ساتنې او لیږد را لیږد پوهنځی، کولامبوس، اوهایو، د امریکا متحده ایالات(۱۳۸۸)

-          د پروژو د پلې کولو رهبري، د بنسټونو د تغییر مدیریت او د پروژو د پلې کولو بهیر تر سرلیک لاندې د سیمینار وړاندې کول، هیروشیما، جاپان(۱۳۸۹)

-          د سازمان د پراختیا او رهبري، د پروژو د پلان ګذاري، څارنې او ارزونې تر سرلیک لاندې د سیمینار وړاندې کول، ابوظبۍ او دوبۍ، عربي متحد امارات (۱۳۸۹)

ستاینې او ویاړنې

-         په ۱۳۸۳ کال کې د کابل پوهنتون د ممتاز محصل جایزه تر لاسه کول.

-         په ۱۳۸۶ کال د ماسټرۍ دورې د بورسیې تر لاسه کول.

-         په ۱۳۸۹ کال کې د سیول انجنیري د غوره استاد په توګه، د امریکا د سیول انجنیرانو د ټولنې  بورسیه تر لاسه کول، د امریکا ملي پوځي اکاډمي، نیویارک، د امریکا متحده ایالات

-         د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې د ښوونې او روزنې په موخه د ملګرو ملیتونو بورسیه تر لاسه کول

-         په ۱۳۹۱ کال کې د هرات پوهنتون د نجونو لیلې لپاره د ودانۍ د طرحې او ډیزاین له لکبله ستاینلیک تر لاسه کول.