Connect with us

د ودانیزو چارو مرستیال

د ودانیزو چارو د مرستیال، دیپلوم انجنیر سید نسیم خلیق ژوند لیک

ښاغلی انجنیر سید نسیم خلک په ۱۳۶۷ هـ ش کال په یوه علم پاله او مذهبي کورنۍ کې په هرات ولایت کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.

هغه په کابل کې له استقلال لیسې څخه په ښه درجه فارغ شوی او بیا ورپسې د پولي تخنیک پوهنتون د سیول انجنیرۍ څانګې ته ور بریالی او د لیسانس دوره  یې د ممتاز محصل په توګه په علمي، کولتوري او ورزشي برخو کې له ښو لاسته راوړنو سره مله پای ته رسولې ده. نوموړی په علمي کادر کې شامل له یادې څانګې څخه په لومړۍ درجه فارغ شوی دی.

ښاغلي خلیق د تحصیلي دورې په لړ کې، د پوهنتونو محصلینو او دولتي کارکوونکو ته د عالي ریاضیاتو، د انجنیرۍ د برنامو او سافت ویرونو په برخه کې په بیلا بیلو دولتي او خصوصي انستیوتونو او پوهنتونونو کې ښوونیز پروګرامونه تدریس کړي دي.

ښاغلی خلیق د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې غړی هم دی.

کاري ماموریتونه

دیپلوم انجنیر خلیق له لیسانس دورې وروسته د نوموړي، ادارې، تخنیکي او تحصیلي درجې او مهارتونو ته په کتنې په پیل کې د کلیو پراختیا او بیا رغونې په وزارت کې د ساحوي انجنیر په توګه په کار پیل کړی دی.

هغه د کړنو او رښتینو خدمتونو په مټ وکولای شول د خپل مسولیت پرمهال په کمه موده کې د کابل په مرکزي زون کې د سیمه ییزې پراختیا په برخه کې د پروژو د څارنې او غوره پلې کولو د مسول او څارونکې په توګه، چې  د کلیو او پراختیا وزارت  د  UNDP برنامې په ملاتړ پلې کیږي، په دنده وګمارل شي.

له  (سیستکا CSTC-A)  ادارې  سره،چې د امریکا د غوڅ ملاتړ په پوځونو پورې اړه لري، تر څلور کلنې کاري دورې وروسته، یي د تخنیکي کار پوهه په توګه  یوکال دنده ترسره کړې ده.

ښاغلی خلیق په یوه خصوصي پوهنتون کې د ساختماني انجنیري پوهنځي بنسټګر هم دی او د دې ترڅنګ یې په بیلابیلو خصوصي پوهنتونونو کې د سیول انجنیرۍ څانګې د استاد په توګه دنده پرمخ بیولې ده.

ښاغلی خلیق په ۱۳۹۵ کال کې د ښار او کور جوړونې وزارت د څارنې او پاملرنې ریاست رئیس و ټاکل شو، هغه د دې دندې په لړ کې د نوښتونو، ښه مدیریت او خلاقیت په مټ د څارنې او پاملرنې ریاست اړونده چارې ښې پرمخ بیولې دي او  د ودانیزو پروژو د کنټرول او کیفیت په برخه کې یې  وړتیا  له ځانه ښوولې ، نوموړي د دې ترڅنګ په هیواد کې د ننه او بهر په وزارت پورې تړلې پروژې  تر غوره څارنې او پاملرنې لاندې را وستې دي.

 ښاغلی خلیق د دغې دوه کلنې کاري دورې په اوږدو کې څو ځلې، د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په لومړۍ درجه ستاینلیک او د ښار او کور جوړونې وزارت له لوري په دریمه درجه ستاینلیکونو ستایل شوی دی.

طرحې او لیکنې

·        د هیواد وزیرانو شورا ته د زیربنایي پروژو د ساتنې او پاملرنې  په موخه  طرحې وړاندې کول.

·        اقتصادي کمیټې او وزیرانو شورا ته د غیر پلانې او خپل سرې ودانیو د جوړونې د مخنوي په تړاو د طرحې جوړول.

·        د ویزرانو شورا اقتصادي کمیټې ته د دولتي او خصوصي لوړ پوړیزو ودانیو په اړه د ودانیو د خوندیتوب لپاره د تخنیکي نورمونو طرحه جوړونه.

·        په ښار او کور جوړولو وزارت پورې د اړونده پروژو د څارنې لپاره د نظارتي سیستم د طرحې ایجادول او  د پلې کیدو  لپاره یې د لارو چارو وړاندیز.

·        د طرزالعملونو ترتیب او وړاندې کول.

·        د هرات ښار د لوی جامع جومات د مرمرکارۍ او د  ښار او کور جوړونې وزارت  د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو د پریزینټیشنونو او طرحو وړاندې کول، د افغانتسان اسلامي جمهوري ریاست مقام  ته د سمو راپورونو او اصلاح شوو طرحو ایرایه کول.

ښاغلي خلیق دغه لاندې ستاینلیکونه ترلاسه کړي دي

·        د افغانستان د جمهوري ریاست د حکم له مخې لومړۍ درجه ستاینلیک.

·        د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري دریمه درجه ستاینلیک.

·        د ښار او کور جوړونې وزارت لخوا د دریمې درجې تقدیر نامې تر لاسه کول.

·        د پوهنې وزارت له لوري دریمه درجه ستاینلیک.

·        د امریکا د US. Army Corps of Engineering بنسټ له لوري د کیفیت د کنټرول او تضمین ښوونیزې برنامې له امله د IDS ستاینلیک.

·        د QC/QA  ودانیزو پروژو د کیفیت د کنټرول برنامې لپاره UNDP/NABDP لخوا  ستاینلیک.

·        د (Slovak Aid) بسټ له لوري د داخلي ډېزاین Interior Design   ستاینلیک.