Connect with us

د وزیر ژوند لیک

د ښاغلي روښان ولسمل لنډه پیژندنه

ښاغلی روښان ولسمل چې، اوس مهال د افغانستان د اسلامي  جمهوریت، د ښار او کور جوړونې وزارت د سرپرست وزیر په توګه دنده ترسره کوي، د کندهار ولایت په یوه روڼ انده کورنۍ کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړي یې د کندهار ولایت په البیروني لیسه کې بشپړې کړي دي، بیا په 2000 م کال، د کندهار پوهنتون په انجنیري څانګه کې شامل او په 2006م کال کې یې له یاد پوهنتون څخه د لیسانس سند تر لاسه کړی دی.

ښاغلی ولسمل په 2009 م کال د DAAD بورسونو له لارې  د جرمني په ایرفورډ پوهنتون کې د ښې حکومتوالۍ او عامه پالیسۍ په څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام پیلوي او په 2011 م کال کې د نوموړي څانګې تر څنګ په نړیوالو اړیکو او ستراتیژۍ  کې هم تخصص تر لاسه کوي.

 له 2016 م کال نه تر اوسه پورې د ایټالیا هیواد په دای میلان پوهنتون کې د ودانګرۍ (مهندسي)، چاپیریال جوړونې او ودانیزې انجنیرۍ په برخه کې د داکټرۍ زده کړو لپاره نوماند دی.

سربیره پردې ښاغلي ولسمل د خپلو زده کړو په بهیر کې په ګڼ شمیر مسلکي او مهارتي لنډمهاله کورسونو او ورکشاپونو کې برخه اخیستې ده. د احمد شاه بابا په ښوونیز او کلتوري مرکز کې د انګریزي ژبې زده کړه، په هندوستان کې د بهرنیو خدمتونو له انستیتوت څخه د پرمختیا په برخه کې لنډمهاله ځانګړې زده کړې، په کندهار ولایت کې د NATO-PRT  له خوا د انجنیري مهارتونو د لوړونې کورس او دي ته ورته ډیرې نورې  لنډ مهاله زده کړې د نوموړي د مسلکي او مهارتي شالید په برخه کې د یادونې وړ دي.

په نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې ګډون

ښاغلي ولسمل د هیواد په استازیتوب په ګڼو نړیوالو کنفرانسونو او لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی دی، له دغو غونډو څخه د بیلګې په توګه په جنوبی کوریا کې د نوي ښار ترعنوان لاندې کنفرانس، د ترکیې هیواد استانبول او انقرې ښارونو ته د سیمه ایزې حکومتوالۍ او ښاروالۍ د پرمختیا په برخه کې علمي سفر، د هند په چنای  ایالت کې د ساینسي تکنالوژۍ او عامه پالیسۍ په برخه کې ( د لوږي د صفري خطراتو موندنې) تر عنوان لاندې په نړیوال کنفرانس کې ګډون، په سویډن  کې د ښاري فکري کمپاین تر عنوان لاندې د "راتلونکي او ځای" په نامه کنفرانس ته ورتګ، د عربي متحده اماراتو په دوبئ ښار کې " د میګا پروژې اداره کولو اړونده مهارتونه" پروژوې اداري اړونده کنفرانس، د جرمني ایرفورد پوهنتون د انتقال په پروسه کې د ښې حکومتوالۍ تر عنوان لاندې کنفرانس کې برخه اخیستل چې د کنفرانس موضوع  "افغانستان له 2014 م نه وروسته "  له یو مخیزې همکارۍ نه تر دوامداره پرمختیا پورې، د ملګرو ملتونو نړیوال ابتدایي کنفرانس "اومه نړیواله ښاري شورا "چې د کولمبیا په مدلین کې جوړه شوې وه، ګډون، د جرمني په بون ښار کې د "المان غږ په نړیوال رسنیز فورم" کې برخه اخیستل،

د USAID په همکارۍ د chemonics international  موسسې له خوا د رهبریت د یو کلن پروګرام تعقیبول، په جنیوا او سویتزرلند کې د ملګرو ملتونو تحقیقاتي  روزنېز انستیتوت یا UNITAR)(  له لوري د سولې  اړونده، غونډه کې برخه اخیستل او  په پای کې د جرمني  نړیوال مودل کنفرانس کې ګډون یې د مهمو علمي او مسلکي سفرونو له ډلې څخه یاد ولای شو، چې ښاغلي ولسمل د خپل رسمي ژوند په بهیر کې تر سره کړي دي.

غړیتوب

ښاغلی ولسمل د لاندې نړیوالو ټولنو غړیتوب لري.

1-  د ښارونو او مهالي پلانونود نړیوالې ټولنې ( ISOCARP) غړیتوب.

2-  د څیړنې او ودانیزې ادارې  د ټولنې ( ARCOM)  غړیتوب.

3-  نړیوال ښاري / هیوادنۍ ادارې  ټولنې (ICMA) غړیتوب.

4-  د سیول انجنیري انستیتوت ( ICE)  غړیتوب.

5-  د امریکا د سیول انجنیرانو دټولنې ( ASCE)  غړیتوب.

د ژبو مهارت :

د ښاغلي ولسمل مورنۍ ژبه پښتو ده له مورنۍ ژبې ور اخوا  په  دري، انګلیسي او جرمني ژبو بشپړ تسلط لري.

رسمي دندې:

ښاغلي ولسمل د خپل رسمي ژوند په  لړ کې له ګڼو دولتي او نادولتي ادارو سره دغه لاندې دندې پر مخ بیولې دي.

1.      له 2015 م کال نه بیا تر 2018 م کال پورې یې د کندهار  ښاروال په توګه دنده تر سره کړې ده.

2.      له 2014 م کال نه تر 2015 م کال پورې ښاغلی ولسمل د افغانستان ملي کرنیز او تکنالوژي پوهنتون  د سرپرست رِئیس په توګه پاتي شوی او د دې ترڅنګ یې د علمي او محصلینو چارو د مرستیال په حیث هم دنده اجرا کړې ده.

3.      د 2013 له جنوري نه بیا د 2014 تر مارچ  پورې نوموړي، د GIZ  ادارې له خوا د کندهار ښاروالۍ  لپاره د لوړ رتبه همغږي کونکي او سلاکار په توګه دنده تر سره کړې ده.

4.      له 2010 م – 2014 م کال پورې د USAID / Chemonics  RAMP UP  ادارې له لوري د سویلي زون او د کندهار  ښاروالۍ پروګرام لپاره لوړرتبه همغږی کونکی هم پاته شوی دي.

5.      له 2006 م -2008م کال پورې ښاغلي ولسمل، د CIDA  کاناډا نړیوالې پرمختیایي ادارې او یو این هبیتات له خوا په کندهار کې د حکومتوالۍ او پرمختیایي ملاتړ پروکرام، د دفتر د مشر په توګه دنده پر مخ بیولې ده.

6.       له 2006م – 2008م کال پورې د کندهار پوهنتون د رئیس او انجنیري پوهنځي د استاد په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.

7.      له 2004م - 2006 م  کال پورې د یو این هبیتات له لوري د ولایتي لوړ رتبه انجنیر په توګه هم پاتې شوی دی.

8.      له 2001م - 2004م کال پورې نوموړي په کندهار ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري، د سیمه ایزې پراختیا په برخه کې، د همغږي کوونکي په حیث  دنده ترسره کړې ده.

 ښاغلی ولسمل اوسمهال د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښاراو کور جوړونې وزارت د سرپرست وزیر په توګه دنده پرمخ بیایي.