Connect with us

موخي او لیدلوري

د ښار او کور جوړونې وزارت  تګلاره او بنسټیزې موخې.

۱- د وزارت بنسټیزې موخې:
الف - په هېواد کې د یوه داسي غوره  ښاري نظام ایجاد، چې هره سیمه اړینو خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
ب - د دوامدارو پراختیایي اصولو پر بنسټ د سالمو ښارونو جوړول.
ج ـ زیربنایي او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي لپاره  ټولو ښاریانو ته زمینه برابرول.
د - د کور جوړونې په برخه کې د ټولنیزې قرارۍ زمینه برابرول.

د وزارت تګلاره:
دا تګلاره د پنځو کلونو (۱۳۸۹-۱۳۹۳) لپاره د هېواد د ملي پراختیا له تګلارې سره سمه د سکټوري موخو د لاسته راوړنې په پار ترتیب او اتنظیم شوې ده.
د ښاري سکتور تګلاره داسي ده چې د ښار او کور جوړونې وزارت به، د ښاري پالیسي ګانو د لارښوونې او جوړونې په بدل کې، له ښاروالۍ ملاتړ کوي، ښاري ماسټر پلانونه به تیاروي د دې ترڅنګ به د کورونو د ساختمان، ساتنې ، پالنې او تنظیم مسولیت پر غاړه لري، نو پر همدې بنسټ د ښار او کور جوړونې وزارت غواړي د تګلارو په جوړولو سره په ښاري او ساختماني چارو کې خپلې دندې او مسولیتونه ځانګړي کړي.
د ښار او کور جوړونې وزارت  د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د افغانستان د ښاري سکتور د پراختیایي ملي سکتور له تګلارې ((ANDS سره سم په شپږو ملي برنامو کې خپل پلانونه ترتیب او تنظیم کړي دي چې لاندې تشریح کیږي.
دا برنامېد تخنیکي کاري ټیم او د ښاري کارشناسانو په وسیله پیژندل شوې، لومړیتوب ورکړل شوی او په دې تګلاره کې ځای په  ځای شوې دي.

۱- د مسکن ملي برنامه.
عمومي موخه: ټاکل شوې ده چې تر کال ۱۳۹۳ پورې به ۳۰ سلنه د ښار بې وزله خلک د دوی له وس سره  برابر کورونه ولري.

موخې:

·         د مسکن مسوده بشپړه شوېده ژر ده چې قانوني بڼه غوره کړي.
·         د ۱۵۰ زره کورونو د جوړونې طرحې جوړې شوې، د کورو نو د رغونې په برخه کې به عملي کار پیل شي.
·         د بانکي پورونو لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي.
·         ۵۰۰ زره نورو کورونو د ابادولو طرحه به جوړه شي.
۲- د ښې رغونې ملي برنامه.
عمومي موخه: د نا پلان شوو سیمو د ښې رغونې د پالیسۍ بیا کتنه، او له قانوني لارې د دې پالیسي پرمخ وړل.

موخې:

·        د نا پلان شوو سیمو د ښې رغوني ملي پالیسي جوړه شویده، د وزیرانو شورا له تائید ورسته به د یوه قانون په توګه په هیواد کې پلې شي.
·        د ښارونو ۳۰ سلنه نا پلان شوو سیمو ته به لږ تر لږه  ښاري خدمتونه تیار شي.
·        ۲۰ سلنه هغو خلکو ته چې په نا پلان شوو سیمو کې اوسیږي، د دوی له توان سره برابر کورونه به، د اوږد مهاله پور په بدل کې ورکړل شي.
·        د هغوی سیمو له رغونې څخه چې نا پلانه رغول کیږي جدي مخنوی کیږي.

۳- د ښاري زیربناوو د طرحې او رغوني  ملي برنامه.
عمومي موخه: تر ۱۳۹۳ کال پوري به د مهمو ښارونو لپاره د زیربناوو بنسټیز پلانونه تیار شي.

موخې:
·        د ۱۴۸ ښارونو له ښاري پلانونو څخه د اتو لویو ښارونو د زیربناوو بنسټیز پلانونه جوړ شوي، د رغوني لپاره به یې اقدام وشي.
·        د ښار ۵۰ سلنه اوسیدونکي به د نل اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
·        د کابل ښار ۳۰ سلنه اوسیدونکي به د کانالیزاسیون در لودونکي شي.
۴- د ښاري ماسټر پلانونو د جوړونې ملي برنامه.
عمومي موخه: تر ۱۳۹۳ کال پورې به په هیواد کې موجودو ۱۴۸ ښارونو  ته سل په سلو کې ښاري ماسټر پلانونه او ښاري تفصیلي پلانونه تیار شي.

موخې:
·        د لوی کابل ماسټر پلان بشپړ شوی دی د څارنې او پلې کیدنې په برخه کې به یې اقدام وشي.
·        د ۱۴۸ ښارونو ماسټر پلانونه به په راتلونکې کې تیار شي.
·        د ۹۰ سلنه تیار شوو ماسټر پلانونو لپاره به تفصیلي پلانونه جوړ شي.
·        د ټولو ښارونو اقتصادي او ټولنیز مطالعات به بشپړ شي.

۵- د ښاري معلوماتي سیسټم د جوړونې برنامه.
عمومي موخه: تر ۱۳۹۳ کال پورې به ښاري معلوماتي سیسټم د مرکزي احصایئې په مرسته جوړ شي.

موخې:

·        ښاري معلوماتي سیسټم به په وزارت کې ایجاد او په کار به پیل وکړي.
·        له ښاري مسایلو څخه د څارنې سیسټم به ایجاد شي.
۶- د ادارې د اصلاح برنامه.
عمومي موخه: د جوړښتي تشکیلاتو اصلاح یو لمړيتوب دی ترڅو وزارت و کړای شي طرحه شوې کاري برنامي له خپلې تګلارې سره سمې پلې کړي.

موخې:
·        د وزارت لپاره به نوی تشکلاتي جوړښت رامنځته شي.
·        په تدارکاتي، مالياتي، او اداري سیسټمونو کې سمون را وستل.
·        د مالياتي خپلواکو ادارو جوړول، په ماډرن ډول د تدارکاتي سیسټمونو ایجاد تر څو د  وزارت د ساختماني چارو اړتیا وې پوره کړي.
·        د بشري سرچینو د ظرفیت پیاوړتیا او لوړونه.
۷- د تاریخي ښارونو د ساتنې او بیا رغونې برنامه.
عمومي موخه: د ټولو تاریخي ښارونو پیژندنه، د تاریخي سیمو او دودیزو جوړښتونو پیژندنه د ساتنې او رغوني لپاره یې د هر اړخیزه پلانونو جوړل.

موخې:

·        ۲۰۱۳ م کال ته د غزني ښار چمتو کول چې د ا سلامي نړۍ د کلتور پلازمینه نومول شوې ده.
·        د افغانستان د تاریخي  ښارونو د ساتنې او رغوني لپاره د پلانونو بشپړول او څارنه یې.
·        د لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله تګلارو په مټ او د اداري اصلاحاتو په مرسته  به ټول کارکونکي د دې لپاره تیار شي تر څو د ښاري زیاتیدونکو ستونزو او د ټیکنالوژۍ له ننیو ربړو څخه را ووځي.
·        د پلې کیدنې، ارزونه او څارنه.
·        دا وزارت به د څارني یو داسي سیسټم جوړ کړي چې د پروژو د کیفیت او کمیت نه څارنه وکړي، په دې سیسټم کې به پروژې په دقیق ډول له وخت سره سمې تر څارنې لاندې ونیولې شي او له تجربو څخه به یې د نویو برنامو د ایجاد په برخه کې ګټه واخیستله شي.

    د افغانستان د ملي پراختیا (ANDS) د تګلارې پر بنسټ د ښار او کور جوړونې وزارت مسولیتونه او دندې.

د افغانستان د ملي پراختیا تګلاره  چې د راتلونکو پنځلس کالو  ( MDG ) د پراختیایي موخو پر بنسټ بنا شوې، په هیواد کې به د فقر د کمښت په برخه کې د یوه ستراتیژیک سند په توګه ترې ګټه واخیستله شي.

د دې تګلاري عمده موخې په ټولیز ډول له درې برخو رغیدلې دي.

۱. امنیت.

۲. حکومت داري.

۳. ټولنیزه او اقتصادي پراختیا.

څرنګه چې ښاري سکټور د افغانستان د ملي پراختیایي تګلارې په چوکاټ کې د یوه فرعي سکټورپه توګه  د ښاري پراختیا تر نامه لاندې د زیر بناوو او طبیعي سرچینو په دریمه برخه کې  په پام کې نیول شوی دی، له شپږو موجودو  سکټورونو څخه دریم سکټور د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په عرصه کې هم شته، سره له دې ښاري سکتور د دریمې برخې له سکتورونو په ځانګړې ډول بریښنا، اوبه، سړکونو، ترانسپورټونو، معادنونو او طبیعي  سرچینو سره نیغې اړیکې لري.
 له دې وراخوا ښاري سکټور د دریم رکن له ټولو برخو سره په ځانګړي ډول له اقتصادي حکومتدارۍ، د خصوصي سکتور پراختیا، ټولنیز مصونیت، روغتیا، پوهنه، کرهڼه، او د کلیو پراختیا د حکومت دارۍ او امن له رکنونو سره تړاو لري.
د ملي پراختیا د تګلارې پر بنسټ، د ښار او کور جوړونې وزارت د پالیسي ګانو د طرحې او مشرۍ مسولیت، له ښاروالیو ملاتړ، او د ښاري ماسټر پلانونو د جوړونې مکلفیت په لاندې ډول سره لري.

(a)    اداره او ښاري نطم:

۱. د ښاري ملي پالیسي ګانو طرحه ، تصویب او پلې کول.

۲. د ښاري عمده سیمو د جوړونې لپاره د ښاري او سیمه ایزو پلانونو جوړول.

۳. په سیمه ایزه کچه د هیواد د ټولو زونونو لپاره د پراختیایي تګلارو تیارول.

۴. د ښاروالیو  ظرفیت لوړونه.

۵. د هیواد په ۳۴ ولایتونو او یا په مهمو ښارو کې د عوایدو د ښه کیدا او د ظرفیت لوړونې د برنامو ایجاد.

۶. په ۲۵ مهمو ښارونو کې د پانګه اچونې په برخه کې د تیار شوو پلانونو په ګډون د ښاري پراختیا پلانونه ایجادول.

۷. د هیواد په ۳۴ ولایتونو او یا په عمده ښارونو کې  د ګټورې ښاري ادارې لپاره، د علمي پلانونو په وسیله د ملاتړ شوو بنسټونو ظرفیت لوړونه.

b)): ښاري خدمتونه او زیربناوې.

۱. د اوبو فعالونې د تګلارې طرح.

۲. د کابل د اوبو رسونې د پروژې بشپړاوی چې د ARTF/KFW له لوري تمویلیږي او موخه یې تر مځکې له لاندې اوبو ګټه اخیستنه ده، ترڅو ۵۰ سلنه کابل میشتي کورنۍ د نل اوبو ته لاسرسی و مومي.

۳. د نل اوبو ته د  ۵۰ سلنه کابل میشتو کورنیو  لاسرسی.

۴. د ولایاتو په ښارونو کې د نل اوبو ته د  ۳۰ سلنه کورنیو لاس رسی.

د کابل حفظ الصحه:

۵. په کابل کې ۳۰ سلنه کورنیو ته د تشنابونو رغول.

۶. ۵۰ سلنه کورنیو ته د چټلو اوبو د رایستلو په موخه د غوره امکاناتو برابرول.

په ولایتونو کې حفظ الصحه:

۷. ۳۰ سلنه کورنیوته د غوره حفظ الصحې برابرول.

۸. ۳۰ سلنه کورنیو ته د چټلو اوبو د رایستلو په موخه د غوره امکاناتو برابرول.

د ښارونود تاریخي میراثونو او لرغونو آثارو ساتنه:

۹. د تاریخي سیمو ساتنه.

۱۰. د تاریخي سیمو د لړلیک برابرول.

۱۱. د تاریخی سیمو د ساتنې لپاره بشپړ پلانونه جوړول.

C)): د نا پلانه سیمو سمه جوړونه، د ځمکو پراختیا او د اوسیدن ځایونو تیارول.

۱. د سرپناه په موخه دولتي ځمکو ته، د ۵۰ سنله خلکو د لاسرسي او د ښاري پراختیا په برخه کې د فعالیتونو زیاتیدل.

۲. په ۱۲ ولایتونو کې د اوسیدن  ځایونو تیارول.

زمونږ لید لوری: د استانتیاوو در لودونکو ښارونو په رامنځته کولو، د بې سرپناهۍ د ربړې حل او بنسټیزو ښاري خدمتونو ته د ښاریانو پر لاسرسي راڅرخیږي. د ښار او کور جوړونې وزارت د ۱۳۹۶ کال په اوږدو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، ښار او کور جوړولو وزارت، ته له نورو وزارتونو څخه د ودانیزو پروژو لیږد په راتلونکې کې د دغه وزارت د مسولیتونو د زیاتوالي ترڅنګ هیله مندي ښيي. د ښار او کور جوړونې وزارت په پام کې لري چې خپلې بنسټېزې موخې لکه د ښاري نظام رامنځته کول، د استانتیاوو د درلودونکو ښارونو جوړول، د بې سرپناهۍ د ربړې حل، د ښاري تفصیلي پلانونو تیارول، او د هېواد له نافذه قوانینو سره سم د پالیسي ګانو او پلانونو طرح او ترتیب په خورا سمه توګه ترسره کړي. د ښار او کور جوړولو وزارت د ښاري پالیسۍ د تدوین او اجرا صلاحیت ته په کتنې خپلې برنامې په لاندې برخو، لکه د سرپناه ملي برنامه، ښاري زیربنا او د ښاري ماسټر پلانونو په تړاو خپل مسولیتونه پرمخ بیولي دي، چې ښاریان به په نږدې راتلونکې کې د دغسې پرمختللیو ښارونو د رامنځته کېدا شاهدان وي. دغه وزارت د اطلاعاتو یا انټرنیټ ملي زیربنا په عرصه کې هم پراخې هلې ځلې کړې دي، پر دې سربیره هڅه کوي چې ملي انټرنیټ او یا د ملي اطلاعاتو شبکو ته د لاسرسي ښه زمینه مساعده کړي

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست