د دفتر ریاست

د وزارت مقام د دفتر ریس پیژندګلوي، د  دغه ریاست جوړښتي چارت، تاریخچه، دندې او مسولیتونه راتلونکې کړنې او پلانونه یې.

خوشنود نبي زاده د امرلدین زوی په  ۱۳۶۶ لمزیز کال کې د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ په یوه منځوۍ کورنۍ کې زو کړی دی.

د وړکتوب مهال یې د مور او پلار په خوږه غیږه کې تیر کړ، وروسته په ښوونځي کې شامل سو او په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د کابل ښار له حبیبې لیسې څخه فارغ شوی دي.

ښاغلي نبي زاده په کال ۱۳۸۸ کې په کاردان پوهنتون کې د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې په لوړو زدکړو پیل وکړ او له یادې پوهنځۍ څخه په ۱۳۹۱ کال کې په بریالۍ توګه فارغ شوی دی.

نوموړي په ۱۳۹۴ کال کې د سیاسي علوم په برخه کې د ماسټرۍ سند هم تر لاس کړی دی.

مهارتونه او وړتیاوې:

·        په پرمختللي ډول په انګریزي ژبه مقالې، رپوټونه، او مکتوبونه لیکلای او ژباړلای شي.

·        د کمپوټر په مهمو پروګرامونو لکه ( افیس،فوټوشاپ، کورل ډرا، او انټرنیټ ) پوره پوهیږي.

·        انټرنیټي بازار موندنه.

·        له ټولنیزو شبکو څخه د انټرنیټي تبلیغاتو خپرونه.

·        په نسخ او نستعلیق خطونو د خطاطۍ غوره مهارت لرل.

·        په تجوید او ترتیل سره د قران قرائت.

·         په مسلکي توګه د رپوټ لیکنې او خبریالۍ مهارت درلودل.

په دولتي او نا دولتي بنسټونو کې کاري شالید:

۱- له ۱۳۸۴-۱۳۸۶ کال پورې د روشن مخابراتي کمپنۍ د پیرودونکو د خدمتونو استازی.

·        له مبایل څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې پیرودونکو ته لارښونه.

·        د مبایل په سیټینګ کې د ستونزو حل.

·        له انټرنیټ او د پیغام استونې له خدمتونو څخه د پیرودونکو خبرول.

·         د مسلکي او فني ستونزو د حل په موخه  له اړوندې برخې سره د پیرودونکو نښلول.

۲-د افغانستان د بیمې شرکت د سوداګریزې پراختیا د امر په توګه یې له ۱۳۸۶ کال څخه تر ۱۳۸۹ کال پورې دنده پر مخ بیولې ده.

·        د افغانستان د بیمې شرکت د بازار موندنې او پراختیا لپاره د برنامو جوړول.

·        د بیمې شرکت له نورو برخو سره د همغږۍ او اړیکو پیاوړې کول.

·        له پیرودونکو سره د غوره اړیکو ټینګولو او د پلور د پالیسیو د پلې کېدا په موخه له بازار موندونکو سره همکاري.

·        د شرکت د پلورل شوو توکو میاشتنی ربعوار او کلنی رپوټ تیارول.

 ۳- د خامه پریس مدیر مسول له ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۴ کال پورې.

·        د خامه پریس خبري رسنۍ لپاره د نشراتي پالیسو جوړول.

·        د خامه پریس د انګریزي او دري څانګو خبریالانو، رپوټ لیکونکو او د خبر مدیر ته د کاري برنامو او د دندو د لایحو طرحه کول.

·        د را لیږل شوو مقالو او مطالبو تر نظر تیرول.

·        د څېړنیزو رپوټونو بیا کتنه.

·        د خبري رپوټونو تر بیاکتنې لاندې نیول.

·        له بیلا بیلو اړخونو څخه د رسنۍ د کړنو څارنه.

·        د دولتي او نادولتي بنسټونو د رسنیو له برخې سره د همغږي رامنځته کول.

·        د ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او کلتوري چارو له کارپوهانو او شنونکو سره د اړیکو ټینګول.

۴-  له ۱۳۸۹-۱۳۹۴ کال پورې، د برګ سبز په نوم د ټکنالوژۍ او حرفوي خدماتو د شرکت رییس.

·        د شرکت کاري رپوټونه تر څارنې لاندې نیول.

·        د شرکت قراردادونه او وړاندیزونه تر کتنې لاندې نیول.

·        د شرکت د مشرتابه ناستې رهبري کول.

·        له همکارو او ګډو ګټو لرونکو کمپینو سره په مشورتي ناستو کې ګډون کول.

·        د کمپنۍ د پالیسي او لنډه مهاله برنامو طرح او ترتیب.

·        د کمپنۍ او شریکانو لپاره  د اوږد مهاله ستراتیژۍ طرحه کول.

·        په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان لار ښود تر سرلیک لاندې د لوی کتاب د لیکنې چارې پیلول.

۵- د ملي پیوند ګوند د مالي چارو امر، د اړیکو او جذب لپاره د تبلیغاتو د مسول په توګه یې ۵ کاله په دواطلبانه ډول د خپلې رسمي دندې ترڅنګ کار کړی دی.

۶- د ښار او کور جوړولو وزارت سلاکار له ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۵ کال پورې.

دوا طلبانه فعالیتونه

په څو سترو ملي برنامو کې یې په دوا طلبانه ډول دغه لاندې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

۱- د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ناستو د جوړولو، تبلیغاتو د چاپ او خپراوي، او د رسنیو په عرصه کې یې فعالیتونه ترسره کړي دي او دغه راز دیادو ټاکنو پر مهال یې په کابل کې کمپاینونه په لاره اچولي دي.

۲- د ۱۳۸۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې هم  تبلیغاتي، رسنیز او نور ورته کمپایني فعالیتونه ترسره کړي دي.

۳- د ۱۳۸۹ کال په پارلماني ټاکنو کې هم د اغلې فرخندې په کټه کمپاینونه کړي، د رسنیزو او چاپي تبلغاتو پر مټ یې د نوموړي برنامې تر خلکو ور رسولې دي.

دوهم- رغښتي چارت

 

دریم- د دفتر ریاست تاریخچه

 په کال ۱۳۶۸ کې د ښار جوړولو وزارت په ایجاد سره، د دفتر ریاست د اسنادو او اړیکو ریاست تر نامه لاندې د ښار او کور جوړولو وزارت په چوکاټ رامنځ ته شو.

په کال ۱۳۸۰ کې د تحریراتو د دفتر او په ۱۳۸۴ کې د PRRپروسې له پلې کیدا وروسته د دفتر په ریاست بدل شو دغه ریاست د چارو د ښه تنظیم او اجرا، د اصلاحي برنامو د پلې کیدا او د ورځنیو فعالیتونو د اسانه کولو په موخه د ښار او کور جوړولو په وزارت کې ایجاد شوی دی.

څلورم دندې او مسولیتونه

1-  د وزارت په ټولو کاري برخو کې د فعالیتونو د اجرا په هدف د چارو تنظیم.

2-  په خپل وخت سره د راپورونو د لیږد او تیارولو په پار دغه ریاست سهولتونه ایجادوي تر څو په وزارت کې دننه او بهر اړونده رپوټونه پر ټاکلي وخت تیار او یا ولیږدول شي.

3-  د ولسمشرۍ ماڼۍ او د وزارت مقام د احکامو د پلې کیدا په برخه کې  په وزارت کې دننه او بهر خپل ډاډ تر لاسه کول.

1-  د اړتیا په صورت کې د وزارت د اداراتو او یا له وزارت د باندې بنسټونو سره د همغږۍ ایجاد ول.

2-  د ترسره شوو اجرااتو د پایلو را ټولونه او د نواقصو او ستونز د حل په موخه جلالتمآب وزیر صیب ته  او اړونده مسولینو ته د رغنده مشورو ورکول.

3-  په بیلابیلو کاري عرصو کې د رپوټو تیارول.

4-  د ښار او کور جوړولو وزارت د مشرتابه پلاوې د ناستو او نورو غونډو د پریکړو ترتیبول او اړونده ادارو ته ور استول.

5-  د هغو اسنادو او مکتوبونو انتخاب او بررسي چې د وزیر صیب له لوري باید وکتل شي.

6-  د ښار جوړلو وزارت او نورو دولتي او نادولتي بنسټونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره  د ځنځیر د کړۍ په توګه نقش پر مخ بیایي.

1-  اړونده ادارو ته د هغوی د دندو او مکلیفیتونو د ترسره کولو په پار په ټاکلي وخت د وزیر د احکامو ابلاغ.

2-  د وزارت مقام د احکامو د پلې کیدو له بهیر څخه دوامداره  څارنه او کنټرول.

3-  له کورنیو او بهرنیو چارواکو  سره د لیدو لپاره د جلساتو تدویر او دغو ناستو ته د اړتیا وړ موادو تیارول.

4-  د جلالتماب وزیر صیب له هدایت سم د اسنادو ترتیب اوتنظیم، او هغه ته د ترسره شوېو فعالیتونو په تړاو د معلوماتو تیارول.

5-  په دوامداره توګه د ریاست  د اړونده کارکوونکو له چارو نظارت او څارنه.

1-  د چارو د ښه پرمختګ او ملي ګټو د تحافظ په پار د ځینو ځانګړو دندو  ترسره کول او د ځینو اسرارو ساتنه.

2-  په کاري بهیر کې د مهارت تر لاسه کولو په موخه، په ریاست پوري اړونده مارین ښوونیزو او مسلکي کورسونو ته ور پیژندل.

3-   د وسایلو او تجهزاتو ښه ساتنه او له دغو اسبابو څخه په ځای کار اخیستنه.

4-  د دولت له سیاسي او اقتصادي پالیسۍ سره سم،  مراجعینو ته د اړتیا په صورت  د وزات د فعالیتونو او لاسته راوړنو توضیح او تشریح.  

پنځم- کړنې او لاسته راوړنې

1-  د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۵۰۰ حکمونو ثبتول.

2-  د وزیرانو شورا د ۲۵۰ پریکړو او مصوباتو ابلاغ او ثبت.

3-  د اقتصادي کمیټې د ۹۸ پریکړو او مصوباتو ابلاغ او ثبت.

4-  د وزارت مقام ، او اړونده معینیتونو ۱۱۵۵۰ حکمونه، چې د ریاستونو او تصدۍ ګانو د وړاندیزو په تړاو صادر شوي دي، ثبتول.

5-  د ۲۳۶۳۴ متحد الماله مکتبونو ثبتول.

6-  د مشرتابه پلاوي د ۵۰ ناستو د پریکړو ابلاغ او ثبتول.

7-  د ۱۰۰۰ عرض پاڼو ثبتول.

8-  د ۷۰ دانو ف- س ۹ ثبتول.