د ښاري چارو مرستیال

د ښاري چارو د مرستیال ښاغلي ډیپلوم انجینیر محمد اکبر احمدي ژوند لیک

الحاج ډیپلوم انجینیر محمد اکبر احمدي د محمد حسین زوی، د ۱۳۴۲ ل.ل کال د زمري په ۲۱مه د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د چنداولو د شاسمندو په یوه مذهبي کورنۍ کې سترګې نړۍ ته لوڅې کړې دي.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې (۱۳۴۹ـ۱۳۵۴) کلونو په اوږدو کې په کابل ښار کې  د عبدالغني مستغني او جمال مینې ښوونځیو کې کړې دي. منځنۍ زده کړي یې له (۱۳۵۵ـ۱۳۵۷) ل.ل کال پورې د میرویس نیکه په منځني ښوونځي کې بشپړې او د لیسې دوره یې له ۱۳۵۸- ۱۳۶۰ ل.ل کلونو پوري په غازي لیسه کې په بریا پای ته رسولې ده.

الحاج دیپلوم انجینیر محمد اکبر احمدي د لوړو زده کړو په موخه په ۱۳۶۰ل. ل کال کې په بریالیتوب سره د کانکور ازموینه ورکړه او د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته ور بریالی شو او په کال ۱۳۶۶ل.ل کې یې د یاد پوهنتون له ساختماني انجینیرۍ څانګې نه د ماسټرۍ په کچه  ډیپلوم تر لاسه کړ.

فعالیتونه او تجربې:

الحاج دیپلوم انجینیر محمد اکبر احمدي په بیلابیلو څانګو کې کار کړی دی او په دې برخه کې خورا ارزښمندې تجربې لري. ښاغلي ډیپلو انجینیر محمد اکبر احمدي ډیری فعالیتونه د انجینیرۍ په برخه کې تر سره  کړي دي.

له ۱۳۶۷- ۱۳۶۹ کال پوري د ساختماني معینیت د رغونې په پروژه کې  د انجینیر او د کابل طب پوهنځي د زړې ودانۍ د بیا رغونې د امر په توګه.

له ۱۳۷۱ـ ۱۳۸۰ ل.ل کال پورې یې د کابل ښاروالۍ د پلان او مهندسۍ ریاست د انجینیري مدیریت د غړي په توګه دنده پرمخ بیولې ده.

له ۱۳۸۱- ۱۳۸۳ل.ل کال پوري د ښار او کور جوړونې وزارت، د ښار جوړونې ریاست غړی و.

له ۱۳۸۳-۱۳۸۴ ل.ل کال پورې یې د ښار او کور جوړونې وزارت، د تاریخي ښارونو د ساتنې او بیا رغونې ریاست د مرستیال په توګه دنده پر مخ بیوله.

نوموړي د ۱۳۸۳-۱۳۸۶ کلونو په اوږدو کې د ښار او کور جوړونې وزارت د سیمه ایزو پروژو د پلان ریاست د مرستیال دنده پرمخ وړله او په کال ۱۳۸۷ل.ل کې د ښار او کور جوړونې وزارت په استازولۍ د کابل ښار د ماستر پلان په پروژه کې له ( (ICT کمپنۍ سره د کابل ښار د ښاري ماستر پلان په جوړونه کې ارزښمند خدمتونه وړاندې کړي دي.

په دې دوره کې چې ښاغلي احمدي کومه وړتیا له ځانه ښوولې ده د هغې پر اساس په کال ۱۳۸۸ل.ل کې د ښار او کور جوړونې وزارت د پراختیایي ستراتیژیکو پروژو د سرپرست په توګه  و ټاکل شو او تر ۱۳۸۹ل.ل کال پوري یې په همدې پوزیشن کې خدمت وکړ.

نوموړي په ۱۳۸۹ل.ل کال کې د غزني ښار د اسلامي ثقافت پلازمېنې په کلتوري پروژې کې د انجینیري مدیر او د اداري، مالياتي او تخنیکي چارو د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې ده.

 

ښاغلي دیپلوم انجینیر احمدي په کال ۱۳۹۰ل.ل کې د پنځو لویو ښارونو د ماسټر پلانونو په جوړونه کې هم خورا ارزښمند فعالیتونه ترسره کړي دي.

الجاج دیپلوم انجینیر محمد اکبر احمدي د ۱۳۹۰ کال له وروستیو د ۱۳۹۱ل.ل کال تر زمري  پوري د ازادې سیالۍ له مخې او د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ د مسکن چارو د رئیس په توګه هم ارزښمند فعالیتونه سرته رسولي دي.

دا ارزښمند فعالیتونه د دې سبب شول چې نوموړی د ښارجوړونې د مرستیالۍ مقام ته لوړ شي.

همدارنګه الحاج دیپلوم انجینیر محمد اکبر احمدي د یوې ازادې سیالي له مخې د ځانګړې بورد (د کادرونو د تثبیت په چارو کې  د ولسمشرۍ د سلاکارانو دفتر) له لوري انټرویو په بریالیتوب سره پای ته ورسوله، او د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ د ښار او کور جوړونې وزارت د ښار جوړونې د مرستیال په توګه ونومول شو.

ښاغلی احمدي د ۱۳۹۱کال د زمري له لومړۍ نیټې څخه راهیسې په دې پوزیشن خپل کار پیل کړ.